لومړی زنګ

پر اساسی قانون د څار کمېسیون باید خپل اعتبار ترلاسه کړی

ټاکل شوې، سبا پر اساسي قانون د څار کمېسیون شپږ غړي، ولسي جرګې ته وروپېژندل شي. دغه کمېسیون دنده لري، چې د اساسي قانون په متن کې ناڅرګندتیاوې، حکومتي ادارو ته روښانه کړي. د حامد کرزي په واکمني کې هم دغه کمېسیون فعال...

ادامه مطلب


له شوروی سره جګړې ناعادلانه مناسباتو ته بدلون ورکړ

سه شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۳

- له 8صبح سره د ډاکتر محی الدین مهدي ځانګړې مرکه


۸صبح: غواړم پر افغانستان د روسانو لښکرو اېستلو څخه پیل وکړم. د جهادی تنظیمونو مشرانو ویلی، چې شوروی تودو اوبو ته د رسېدو او د پطر کیبر پروګرام پلی کولو لپاره پر افغانستان پوځی یرغل وکړ، د تنظیمونو درسی نصاب او تبلیغاتی موادو هم، مخاطب ته ورته تحلیل وړاندې کاوه. خو بل تحلیل دا دی، چې شوروی دومره لوی پروګرام نه درلود، بلکې د خلق دموکراټیک ګوند د حاکمیت او د خپلو سویلی پولو امنیت تامین په موخه یې پر افغانستان لښکرې واېستې، ستاسو په نظر کومه خبره سمه ده؟
محی‌الدین مهدی: هو په هغه وخت کې ویل کېده چې شوروی د پطر کبیر نقشې تطبیق لپاره راغلی دی، خو دې خبرې واقعیت نه درلود. نن‌سبا په امریکا متحده ایالتونو کې هغه کسان چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو سره مخالف دی، استدلال کوی چې د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتو سره د تېرو څوارلسو کلونو لاسته راوړنې له لاسه وځی. شوروی هم په هغه وخت کې دغه شان خبره په ذهن کې درلوده. هغوی په افغانستان کې ډېره پانګونه کړې وه، دلته یې ډېر پوځی او غیرپوځی سلاکاران درلودل. د افغانستان د وخت پوځ یې تجهیز کړی و. د غوایی اوومه او واک ته د خلق دموکراټیک ګوند رسېدل هم، داسې یوه پېښه وه، چې د هغوی لا ډېرې ګټې یې تامینولې. که چېرې شوروی اتحاد پر افغانستان لښکرې نه وې را ایستې، مجاهدینو به د ټولې نړۍ په مرسته- کله چې وایو ټوله نړۍ دلیل دا دی، چې د وارسا تړون له غړو هېوادونو پرته ټولې نړۍ د خلق له ډیموکراټیک ګوند سره ستونزه درلوده- د خلق دموکراتیک ګوند حاکمیت چپه کړی وو. په کابل کې د برتانیا د وخت سفیر ارزونه هم دغه ډول وه، چې شوروی د هم‌تړونه ګوند حاکمیت ساتلو لپاره افغانستان ته ځواکونه لېږلی وو.

 

۸صبح: د تنظیمونو مشران وایی، چې د خلق دموکراتیک ګوند حاکمیت او وروسته د شوروی ځواکونو پر وړاندې د خلکو مقاومت، د هغوی د طرحې او سازمان پایله وه، خو بل نظر دا دی، چې د شوروی پوځی ځواکونو او د مسکو پلوی دولت پر وړاندې په کلیوالو سیمو کې د خلکو پاڅونونه ډېر په جوش کې راغلی وو او وروسته یې تنظیمونو مدیریت په لاس کې ونیوه، ستاسو نظر څه دی؟
محی‌الدین مهدی: د شوروی او پلوی دولت پر وړاندې د مقاومت په اړه باید څو واقعیتونو ته پام وکړو. لومړی دا چې په شلمه پېړۍ کې په اسلامۍ نړۍ کې، اسلامی زده‌کړه ډېره دود شوه چې ځینې ورڅخه د سیاسی اسلام تعبیر کوی او ریښې یې هم سید جمال‌الدین ته نسبت ورکوی. په مصر کې اخوال‌المسلیمین، په ایران کې د شهید شریعتی او خمینی نهضت، په پاکستان کې جماعت اسلامی او په افغانستان کې د مسلمان ځوانانو نهضت ددغه جریان بېلا بېلې څانګې وې. د افغانستان خلک ټول مسلمانان دی، خو د مسلمان ځوانانو نهضت له اسلام څخه سیاسی درک وو. دویم، په لیلیو، پوهنتونونو، روغتونونو، کلیو او جوماتونو کې د اسلامی نهضت پلوو حضور درلود، خپل افکار یې وړاندې کول او له کیڼ‌اړخو سره یې بحث او شخړې درلودې. د افغانستان کیڼ جنبش هم د خلق دموکراتیک ګوند او هم د نوی دموکراتیک جنبش په چوکاټ کې فعالیت درلود. لکه څنکه چې مې وویل، دواړو جریانونو په لیلیو، پوهنتونونو، ښار او کلیو کې یو له بل سره بحث او شخړې درلودې. موخه مې دا ده چې په څلوېښتمه او پنځوسمه لسیزه کې د کیڼ‌اړخو فکرونو پر وړاندې نظری مقاومت پیل شوی وو. د دواړو کیڼ او اسلامی جریانونو مشرانو یو بل ښه پېژندل. تره‌کی، ببرک کارمل، امین پټې څېرې نه وې… پېژندل شوی وو. د اسلامی نهضت پلویانو د هغوی له افکارو سره بلدتیا درلوده. درېیم، کله چې د غوایی اوومې کودتا وشوه، د خلق دموکراتیک ګوند غړو د اسلامی نهضت سلګونه فعالان چې له هغوی سره یې بحثونه او شخړې درلودې، زندانی او اعدام کړل. له دې وروسته غصه ناک چلند پیل شو. کله چې شوروی راغی، اسلامی نهضت او هغه تنظیمونه چې له همدغه نهضت څخه زږېدلی وو، پلویان یې ډېر شول او هر ځای کې به چې د شوروی حاکمیت پر وړاندې پاڅون وشو، د سمبالولو چارې به یې د تنظیمونو په لاس کې وې. موخه مې دا ده چې د کیڼ‌اړخی جریان پر وړاندې مقاومت د شوروی له لښکر ایستلو مخکې پیل شوی وو او د شوروی په راتګ سره یې پوځی بڼه خپله کړه، چې تقریبآ د افغانستان ټولو خلکو ورڅخه ملاتړ اعلان کړ.

 

۸صبح: یو بل نظر دا دی، چې په افغانستان کې د شوروی پوځی ماته، د شوروی پر ضد له مقاومت څخه بهرنی ملاتړ وو. آیا دغه نظر ته سم ویلی شی؟
محی‌الدین مهدی: دغه ډول پېښې یو علت نه لری. په لومړی ګام کې د شوروی د پوځی ماتې لامل د افغانستان د خلکو قربانۍ وې. سره له دې چې‎ په هغه وخت کې د تنظیمونو ترمنځ اختلاف وو او دغو اختلافونو لیکو ته هم سرایت کړی وو، خو د افغانستان خلکو له شوروی سره په جګړه کې، ټول اختلافونه یوې خوا ته پریښی وو. بهرنۍ مرستې هم ډېرې اغېزمنې وې. امریکایانو او چینایانو مجاهدینو ته وسلې ورکولې، چې په چریکی جګړو کې یې ډېر اغېز درلود، د بېلګې په توګه «بی‌ام۱» توغندی او «بی‌ام ۱۲» توغندی. وروسته کله چې امریکایانو «ستنګر» ورکړې، وضعه په بشپړه توګه د جهاد په ګټه تمامه شوه. د شورویانو قوت هوایی ځواک وو او ستنګر دغه قوت شنډولو. په نړیواله کچه هم په افغانستان کې د شورویانو له حضور سره مخالفت و او ملګروملتونو به یې هر کال پر وړاندې پرېکړه‌لیکونه صادرول. دغه ټول په افغانستان کې د شوروی د پوځی ماتې له عواملو څخه دی. خو دا چې یو شمېر جهادی مشران د شوروی ماته د افغانستان د جهاد پایله بولی، زه ورسره موافقه نه یم. د شوروی ماتې، دننه عامل درلود. د هغوی رسمی ایډیولوژی له بن‌بست سره مخ شوې وه او له اقتصادی اړخه هم ډېر ناتوانه شوی و. د بېلګې په توګه کله چې امریکا د «ستورو جګړې» طرحه جوړه کړه، شوروی چې پیاوړی اقتصاد یې نه درلود، ویې نه شو کولی بدیل یې وړاندې کړی. حالات دومره ترینګلی شوی وو، چې ګرباچف هم ونه شو کولی په کې سمون راولی او په همدې دلیل شوروی له ماتې سره مخ شو.

 

۸صبح: له افغانستان څخه د شوروی پوځی وتو په ترڅ کې، مسکو د جګړې پای په موخه سیاسی هڅو ته مخه کړه. هغو هڅو د کومو دلایلو له کبله پایله ور نه کړه؟
محی‌الدین مهدی: اصلی لامل یې دا وه، چې د مجاهدینو مشرانو په دغو هڅو باور نه درلود او فکر یې کاوه، چې د شوروی په وتو سره بریا حتمی ده. د ملګروملتونو سازمان د وخت ځانګړی استازی ډیګو کورډویز طرحه دا وه، چې د بې‌طرفه تکنوکراتانو یوه ډله چې نه هم له کیڼ‌اړخو سره او نه هم له مجاهدینو سره کومه اړیکه ولری، د شورویانو له وتو وروسته واک خپل کړی او وروسته ټاکنې ترسره شی. دا طرح د مجاهدینو تنظیمونو ټولو مشرانو منلې وه، خو قومندان مسعود نه وه منلې. بل مهم ټکی دا دی چې دا طرح په هغه وخت کې غیرعملی وه. د مجاهدینو مشرانو په هغه غونډه کې چې د کابل د وخت دولت استازی په کې حضور درلود، ګډون نه کاوه. دا د ټولو تنظیمونو سره‌کرښه وه. د مجاهدینو پر ځای به پاکستان په هر ځای کې حاضر او خپله خبره به یې کوله.

 

۸صبح: فکر نه کوئ لکه څنګه چې نن پاکستان طالبانو ته اجازه نه ورکوی، هغه وخت یې د تنظیمونو مشرانو ته اجازه نه ورکوله چې د خپل هېواد په اړه په خپلواکه توګه پرېکړه وکړی؟
محی‌الدین مهدی: ښه، خپله تنظیمونو هم لېوالتیا نه درلوده په هغو ماملو کې ګډون وکړی چې د خلق دموکراتیک ګوند دولت به په کې د یوه لوری په توګه مطرح وو.
د مجاهدینو د مشرانو غږیز او تصویری ویناوې شته. پاکستان هم دغه سیاست هڅاوه او تعقیباوه یې، خو اسلام اباد خپل د بهرنیو چارو وزیر د ژنو غونډې په ګډون هرې ناستې ته ورلېږه او خپله خبره به یې کوله.

 

۸صبح: ډیګو کورډویز، په خپل کتاب کې لیکی چې د ژنیو په خبرو کې پاکستانیانو د افغانستان د وخت دولت په استازیتوب ویلی وو، چې که کابل د ډیورنډ پوله په رسمیت وپېژنی، هغه دولت ته به ستر امتیازونه ورکړی.
په بله وینا، پاکستان مجاهدینو ته قمیت ټاکلی وو، لکه چې نن د یو شمېر کسانو پر وینا، طالبانو ته یې هم قیمت ټاکلی دی.
ایا په هغه وخت کې د تنظیمونو مشرانو اندېښنه نه درلوده، چې پاکستان به له هغوی څخه دماملې وسیلې په توګه کار واخلی؟
محی‌الدین مهدی: هو.
د مجاهدینو یو شمېر مشرانو دا اندېښنه درلوده او هغه یې په ښکاره توګه اعلانوله هم. خو د تنظیمونو ځینې مشران په ځانګړې توګه ګلبدین حکمتیار دومره د پاکستان ملګری و، چې ارمان یې د افغانستان- پاکستان ګډ کنفدراسیون رامنځ ته کول وو.
ښاغلی حکمتیار په هغه وخت کې په اسلام ‌اباد کې یوې خبری غونډه کې ددغه ډول کنفدراسیون رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه.
خو د وخت دولت ته د پاکستان وړاندیز په اړه، چې تاسو د ډیګو کوردویز له کتاب نه په قول ورڅخه یادونه وکړه، باید ووایم چې دغه وړاندیز دومره جدی هم نه وو.
په هغه وخت کې پاکستان په یوه پیاوړی دریځ کې و. داسې اسناد شته چې امریکایانو ضیاالحق ته ویلی وو، چې پاکستان د افغانستان او ان د مرکزی اسیا د راتلونکې په ټاکلو کې پرانیستی لاس لری.
پاکستان له امریکا څخه ددې اجازې او د حکمتیار په څېر د کسانو په واک کې درلودو سره د پولې له رسیمت پېژندلو څخه پرته د بل څه په اړه فکر نه کاوه. هغه وخت پاکستان هوډ درلود افغانستان او ان مرکزی اسیا له ستونی تېره کړی.
ضیاالحق ته د حمیدګل لیک، چې وروسته په ډاګه شو، په څرګنده توګه د پاکستان له دغه پروګرام څخه پرده پورته کوی.
حمیدګل په دغه لیک کې ضیاالحق ته لیکلی دی، چې ډېری جهادی مشران د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کنفدراسیون په رامنځ ته کولو هوکړه لری او پاکستان باید منځنۍ اسیا ته د نفوذ پراختیا په فکر کې و ا وسی.
ددغه لیک له لیکلو وروسته، حکمتیار خبری غونډه جوړه کړه او ددغه کنفدراسیون رامنځ ته کولو غوښتنه یې وکړه. د پاکستان پروګرامونه هغه مهال اخلال شول چې احمدشاه مسعود په کابل کې واک خپل کړ.
په همدې خاطر پاکستان لومړی د هغه پر وړاندې له حکمتیار او وروسته له طالبانو څخه ملاتړ وکړ.

 

۸صبح: مسکو له افغانستان څخه د شوروی له پوځی ښکېلتیا وروسته، د ډاکتر نجیب‌الله له حکومت څخه ملاتړ کاوه.
هغوی ته یې پرمختللې وسلې ورکړې وې. پوځی ځواک یې هم پیاوړی وو او د مجاهدینو پر وړاندې یې درې کاله مقاومت وکړ.
که چېرې د شوروی اتحاد نه وی نړېدلی او دغو مرستو دوام موندلی وی، فکر نه کوئ چې مجاهدین او ملاتړی به یې سیاسی حل لارې ته چمتو شوی وی؟
محی‌الدین مهدی: د شوروی له ښکېلتیا درې کاله وروسته د خلق د دموکراټیک ګوند د حاکمیت دوام څو علتونه درلودل.
د مجاهدینو دننه اختلافونه، د وخت دولت د پوځ جنګی تجربه او د مسکو مرستې.
ډېری د تنظیمونو مشرانو او قوماندانانو داسې پروګرام طرح کړی وو، چې پر اساس یې باید د جلال ‌اباد له لارې پر کابل مسلط شی او د وخت حکومت داستان ته د پای ټکی کېږدی.
خو احمدشاه مسعود له دغه پروګرام سره مخالف و. هغه ویل نه غواړی داځل یو بل بهرنی هېواد یانې پاکستان پر افغانستان واک وچلوی.
زه هغه وخت له مسعود سره په یوه سنګر کې وم او په یاد مې دی چې قوماندان خپلې مخابرې ګل کړې او په سالنګ کې یې د وخت دولت لپاره د ستونزې له رامنځ ته کولو څخه ډډه وکړه او د وخت پوځ وکولی شول پرته له کومې ستونزې د حیرتان له لارې اکمالات وکړی او د جلال‌آباد برید شنډ کړی.
د ډاکتر نجیب پوځ هم د محاصره شویو ښارونو او ګارنیزیونونو په ساتنه کې تجربه درلوده. بله دا چې د وخت واکمن ګوند ټولو غړو ځانونه یو د بل برخلیک باله او فکر یې کاوه چې که حاکمیت ونړیږی، مجاهدین به هغوی ووژنی. دې چارې په هغوی کې د مقاومت روحیه پیاوړې کړې وه.
د شوروی ماتې خوړولو په پایله کې د مسکو د ملاتړ نشتون، د ډاکتر نجیب پر دولت لوی ګوزار و، خو هغوی په خپلو کې د اختلافونو له کبله ماتې وخوړه. د شوروی په ماتېدو سره، د ایدیولوژیک بحران له کبله ډېری سوسیالیستی دولتونه ونړېدل او د ډاکتر نجیب دولت هم له دې چارې څخه په امن کې نه و. هغه پېښې ټولو ته په یاد دی، چې جنرال عبدالرشید دوستم او جنرال مومن څنګه له ډاکتر نجیب څخه څنګ ته شول او حاکمیت وپرځېد.

 

۸صبح: یو شمېر ځوانان کله چې د هغه وخت پېښو ته ګوری، داسې پایله تر لاسه کوی چې د ۱۳۶۰ لسیزې په کلونو کې دواړه ډلې پرته له دې چې خپله پوه شی، د نورو هېوادونو ډلې شوې وې.
مجاهدین د پاکستان، عربستان او لویدیځو په ګټه جګړه کوله او د وخت واکمن ګوند هم د شوروی په ګټه قربانۍ ورکولې او په همدې موخه کابل ویجاړ شو او د افغانستان خلک یوازې قربانی ورکونکی وو.
محی‌الدین مهدی: دا منم چې زموږ هېواد د هغو جګړو په پایله کې ویجاړ شو، ګټه یې نورو ته ورسېده او شوروی ماته وخوړله.
خو جهاد په افغانستان کې جدی بدلونونه رامنځ ته کړل. وګورئ وړاندې له جهاد او له شوروی سره د جګړه په وخت کې، هزاره قوم څنګ ته کړل شوی و، ازبکان هم د خدمت خلک وو، تاجکان هم دویمه درجه وطنوال وو او یوازې یوې کورنۍ د یوه قوم په نوم حکومت کاوه، خو اوس دغه ناعادلانه مناسبات له منځه تللی دی. دا د جهاد پایله ده.

 

۸صبح: کوم څه چې تاسو وایئ د ټولنپېژندونکو په وینا د هماغې جګړې ناغوښتل شوې پایلې وې، مانا داچې جګړه په دې موخه نه وه طرح شوې، څو ستاسو په خبره ناعادلانه مناسباتو ته د پای ټکی کېږدی. هغوی چې نیوکګر دی وایی په هغه جګړه کې د دواړو خواوو ایډیولوژی پرته له دې چې خپله په څه پوه شی او د هېواد ګټو په نوم کوم څه ورته مطرح وی، د نورو هېوادونو نیابتی ځواکونه وو.
محی‌الدین مهدی: زه منم چې هغې جګړې ډېرې ویجاړۍ رامنځ ته کړې.
خو د عادلانه تباری مناسباتو رامنځ ته کولو ته مجاهدینو ډلو پام درلود. ټول پوهیږی چې د ګلبدین حکمتیار او احمدشاه مسعود اختلافونه د څه په اړه وو، استاد مزاری څه غوښتل، کوم ځواکونه د چا په څنګ کې وو. دا پېښې ټولو ته مالومې دی. کومې لیکنې چې ښاغلی احدی او نورو لیکلی هم، دغه ټکی ته اشاره کوی.

 

۸صبح: د وروستۍ پوښتنې په توګه، یو شمېر کسان د شپېتمې لسیزې مجاهدین له نننیو طالبانو سره پرتله کوی او د هغوی ترمنځ د مساوی‌توب علامې ته اشاره کوی، د بېلګې په توګه وایی د هغه وخت مجاهدینو هم د نننیو طالبانو په څېر ښوونځی سوځول له ښاری ژوند او مډرنیت سره یې دښمنی درلوده.
محی‌الدین مهدی: وګورئ، دا منصفانه خبره نه ده. طالبان مالوم دی چې چیرته ژوند کوی او څوک پرې حاکمیت لری. سره له دې چې له مجاهدینو څخه پاکستان او عربستان ملاتړ کاوه، خپله خپلواکی یې خوندی ساتلې وه او خپل هېواد ته ژمن وو.
احمدشاه مسعود او برهان‌الدین ربانی ترور شول. ښکاره ده چې القاعده او طالبانو چې هغوی ترور کړل، کوم هېواد یې ملاتړ کوی. هغوی خپلواکه او افغانستان‌ شموله څېرې وې. د مجاهدینو ډېری مشران زده‌کړی او ښاری کسان وو، د بېلګې په توګه استاد ربانی دغه ځانګړنې درلودې. کومو فکرونو چې هغوی ورڅخه روزنه لیدله، هم په ښارونو کې تولید شوی وو. کومې نامطلوبې پېښې چې د جهاد دورې یا وروسته رامنځ ته شوې، د مجاهدینو مشران ورسره موافق نه وو. دا پېښې تر ډېره بریده له احساساتو څخه سرچینه اخلی. هو، دا خبره سمه ده، چې د جهاد په دوره کې د مجاهدینو د مشرانو سیاسی افکارو، له مشخصو هېوادونو او سازمانونو څخه الهام اخیسته او د افغانستان ستونزو هواری لپاره ګټور تمام نه شول، ددې لپاره چې هغه افکار په خاصو شرایطو کې د ځانګړو هېوادونو لپاره وو. خو طالبان تړلی دی او د هغوی جنګیالیو په لاس د ښوونځیو سوځولو خبره د هغوی مشرانو تایید کړې ده، ډېری مشران یې بیسواده او لوستی نه دی او د مډرنیت پر وړاندې اودرېدل یې ذاتی ځانګړنه ده.

 

۸صبح: مننه.
محی‌الدین مهدی: له تاسو څخه هم مننه.


اشتراک گذاري با دوستان :