لومړی زنګ

پر اساسی قانون د څار کمېسیون باید خپل اعتبار ترلاسه کړی

ټاکل شوې، سبا پر اساسي قانون د څار کمېسیون شپږ غړي، ولسي جرګې ته وروپېژندل شي. دغه کمېسیون دنده لري، چې د اساسي قانون په متن کې ناڅرګندتیاوې، حکومتي ادارو ته روښانه کړي. د حامد کرزي په واکمني کې هم دغه کمېسیون فعال...

ادامه مطلب


ویاړلی جاسوسان – شپاړسمه برخه

جمعه ۲ اسد ۱۳۹۴

- امرالله صالح


په وړو جګړو او دپیلوماسی کې د څارګرو ادارو رول له نورمحمد تره کی بیا د کرزی تر واکمنی پورې

په مخکینی بحث کې مې ویلی و چې د ایران پر ضد به د خاد د کړنو او نورو مسایلو په اړه بحث کوم. دا چې ایران لومړنی هیواد و چې عملیاتی سیاست یې د غوایی تر اومې وروسته تدوین کړی و او تر ډیره یې د افغانستان شیعه ګانو ته سترګې وې نو ښه به وی دې برخې ته هم لنډه کتنه ولرو.
د خلقیانو او بیا د خلق ګوند پر ضد د شیعه مشرانو پاڅونونه په درې برخو ویشل کیږی. اول سادات او هزاره خوانین، دویم چپیان او د شوری د یرغل ضد، درییم هم تندلاری او الهام ورکول شوې ډلې چې د ایران له اسلامی انقلابه انګیزه ورته ورکول کیده. لومړی یې تر ډیره مشری ساداتو کوله خو په دوی کې شعله جاوید او ماهویستانو بیا د وسلې به کارونې کې خلاص لاس درلود. نو دلته دا چې زما دنده تاریخ لیکنه نه ده ډیر پکې مخکې نه ځم. هیڅ یوې ډلې مشخصه مشری نه لرله خو یو ډول نه یو ډول په دریو برخو ویشل شوې وې: په اول سر کې ساداتو ښه وده کړې وه چې وروسته ټولې شیعه ډلې سره په کورنۍ شخړه کې ښکیلې شوې او سادات د مقاومت او جهاد په یوه برخه بدل شول.
په ۱۹۷۹ کال کې د مرکزی سیمو بدلونونه مشری تر ډیره شیعه پوه سید علی بهشتی کوله. ده د افغانستان د اتفاق او انقلاب اسلامی شورا نومی جوړښت رامنځ ته کړی و چې وروسته داتفاق شورا شوه.
دا شورا په ځان او خلکو د بساینې په لړ کې جوړه شوې وه. دغه سړی د مرکزی سیمو ۳۸ شیعه میشتې ولسوالۍ را ټولې کړې او ویې کولای شوای چې د خلقی نظام پر ضد یو ښه خوځښت رامنځ ته کړی. ویل کیږی، لومړنۍ غونډه یې چې په ورس ولسوالۍ کې وه ۵۰۰ متنفذینو پکې ګډون کړی و. په دې غونډه کې پر یوه پوځی برخه هم هوکړه وشوه او سید حګړن چې د غزنی و د پوځی برخې مسول شو.
خو لږ وخت وروسته په دې شورا کې د ایران او سپاه پاسداران لاسوهنې پیل شوې. د ایران انقلابی ځوانان په دې فکر کې وو چې سادات او خوانین د محافظه کار خوی له امله امریکایی پالی خوی لری او باید په افغانستان کی یې فعالیت محدود شی.هغه وخت د ایران، افغان دولت او خلکو اړیکې ډیرې سرسری وې. د افغانستان په اړه ایرانی کتابونه بیخی کم دی او د شمیرو په برخه کې تر ډیره په لویدیځو سرچینو بسنه کیږی.
د لیکوالو له خاطراتو او لیکنو ښکاری چې هغه وخت د بدلونونو په لړ کې د شیعه وو تر منځ وسله والو نښتو توپیر درلوده. ځینو ویلی دی چې ایرانی څارګرې ادارې له سید علی بهشتی وغوښتل چې ایران ته ورشی خو دی ورنغی. دلته نو چې کله نوموړی دغه کار ونه کړ پر ضد یی منفی تبلیغات ډیر شول.
کله چې په ایران کې شاهی نظام وشنیدل شو او هلته د سپاه پاسداران په نوم پیاوړې استخباراتی ډله جوړه شوه، د افغانستان په اړه مسایل هم دې ادارې ته ورتلل. هغه وخت پکې یو تن سید مهدی هاشمی ډیر مخکې شو او د سپاه پاسداران د خوځښت مشر شو. د افغانستان او جهاد په ټول مسایل په ده پورې تړلی و.د مهدی او بهشتی اړیکې د ګڼو لاملونو له امله ښې نه وې.
نوموړی د ولایت فقیه یانې روح الله خمینی له نوم په کار اخیستو سره د بهشتی په کمزوری کیدو پیل وکړ او په مرکزی سیمو کې یې د تندلارو ډلو ملاتړ وکړ. د افغانستان د نصر سازمان په ۱۳۵۸ کال یا۱۹۷۹ کال کې په قم کې جوړ شو او په اول کې د نصر ډله یادیده. ددې سازمان مخکښ سړی چې وروسته یی مشر شو عبدالعلی مزاری و. ځینې نور لکه قربان علی عرفانی، خادم حسین ناطقی او میرحسین ترکمنی صادقی، یې هم غړی وو. قسیم اخګر هم ددې شورا تر جوړیدو یو کال وروسته له دغه سازمان سره یو ځای شو.
خو د افغانستان د شعله یانو خوځښت بیا د شوروی پرضد مبارزه کې بهرنی ملاتړ نه درلود نوځکه خو اړ و چې وتښتی له مجاهدینو سره یو ځای شی، یا دولت ته تسلیم شی او یا هم وروسته وروسته په ملیشو تبدیل شی.
د ایران د سپاه پاسداران د خوځښت مسول سید مهدی هاشمی په دې اند و چې په افغانستان کې د شیعه ډلو د نه پریښودو په صورت کې به یو جوړښت ورته جوړ کړای شی. ده تر ډیره پر شر جوړ کړه حکومت وکړه مقوله باور درلود او تر ډیره یې په وړو ډلو تسلط غوره ګاڼه. دلته د پاکستان او ایران ستراتیژی یو شانې وه. پاکستان هم په پیښور، کوټه او نورو ځایونو کې د سنی مجاهدینو پلوی و او ای اس آی اوو واړه تنظیمونه تمویلول خو بیلابیل.
د مهدی هاشمی د بیلتون غوښتنی له پالیسی سره سم اووه کاله شیعه ډلې په مرکزی سیمو کې یو بل سره پر جګړو بوختې وې او یوه اداره یې نه درلوده. تر ډیره ویل کیدل چې مرکزی ولسوالۍ خلق حکومت ته د پام وړ نه وې تر پوځی یې ډیر کار په څارګریزه برخه کاوه. خو مجاهدینو ته ځکه مهمې وې چې لویدیځ او شمال ته یې د وسلو زیرمې له همدې لارې تلې. دلته یو څه نظم و او عشر او زکات هم ورکول کیده. خو د شیعه وو تر منځ دا سیمې و ویشل شوې او هرسړی پکې خپل سری پیل کړه.
د ایران ستراتیژی د خاد په ګټه شوه ځکه د دوی تر منځ خپل منځی شخړې لامل شوې چې دوی کمزوری شی. خاد هم هڅه کوله ددې ډلو تر منځ نفاق او نښتې دوام وکړی. دلته هزاره خوانینو خپل نفوذ له لاسه ورکړ یا وتښتیدل یا د دولت تر ولکې لاندې سیمو ته راغلل. خو سادات بیا د اصف محنسی تر مشرۍ لاندې په حرکت انقلاب اسلامی نومی خوځښت کې سره را ټول شول. د شیعه وو تر منځ وسله والو نښتو تر ۱۹۸۸ کال پورې د بامیانو تر آزادۍ پورې روانې وې. بامیان لومړنی ولایت و چې د کابل له ولکې خلاص شو او دا په خپل وار سره بل بدلون و.
د بامیانو تر اآزادۍ وروسته ټول شیعه د حزب وحدت تر نوم لاندې یو موتی شول او د مرکزی سیمو لپاره یې خپل غږ پورته کړ. دغه نوښت کورنی و او بهرنیان پکې ښکیل نه وو.
بل له هیواده بهر د دغه یو والی ستر لامل هم دا و چې مهدی په ایرا ن کې په دار شو. ایران له عراق سره په جګړه کې له امریکې او اسراییلو سره پټې اړیکې جوړې کړې. په لومړی سر کې کله چې په پټه امریکایی دیپلوماتان خوشې شول ستر لامل یې اټومی وسلې ته لاسرسی و. خو وروسته امریکې او اسراییلو نه غوښتل چې د عراق او ایران جګړه بایلونکی یا ګټونکی ولری ځکه دا ستونزې یې په ګټه وې. مهدی چې د ایت الله منتظری زوم او د امام خمینی سیاسی سیال هم و، ده له امریکې سره د ایران د مک فارلین له پټې ماملې پرده پورته کړه. دی د ملی خیانت په تور وځړول شو. مک فارلین یو امریکایی وو چې د اسراییلو په مرسته یې د عراق او ایران په جګړه کې ایران ته پټې وسلې ور وړې. دلته یې نور په جزییاتو نه غږیږو.
د ایران د سپاه پاسداران د شیعه ګانو ټوټې کیدو سیاست د خاد په ګټه شو. دغه کار له دې سره سره چې د خاد په ګټه و خو یوازې شیعه نه وو چې ایران یې ملاتړ کاوه سنیانو هم په ایران کې دفترونه درلودل او کله کله به یې هلته د خپلو خوځښتونو لارښوون کوله. ددې په بدل کې بیا خاد د هغو ایرانی ډلو ملاتړ کاوه چې د ایران د نظام پر ضد ولاړ وو. هڅې وشوې چې دې ډلو ته په هرات او فراه کې ځایونه ورکول شی. دوی په دغو ولایتونو کې ځای پر ځای شول خو وضعیت یې په ګټه نه و. پخوانی شوروی هم له ایران سره ښې اړیکې جوړې کړې وې او نه یې غوښتل له دغه هیواد سره اړیکې خرابې کړی. دلته بیا هم افغانان د کی جی بی د دسیسو ښکار شول.
نور بیا……………


اشتراک گذاري با دوستان :