لومړی زنګ

پر اساسی قانون د څار کمېسیون باید خپل اعتبار ترلاسه کړی

ټاکل شوې، سبا پر اساسي قانون د څار کمېسیون شپږ غړي، ولسي جرګې ته وروپېژندل شي. دغه کمېسیون دنده لري، چې د اساسي قانون په متن کې ناڅرګندتیاوې، حکومتي ادارو ته روښانه کړي. د حامد کرزي په واکمني کې هم دغه کمېسیون فعال...

ادامه مطلب


جنرال رازق: اسناد لری چې حکومت د سولی په نامه معاملې کوی

یکشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۴


۸ صبح کندهار: د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق د یکشنبې ورځ د کندهار نوى والی همایون عزیزی د معرفی کیدو په غونډه کې وکړې.
ښاغلی عزیزی د ملی یووالی حکومت اجرایوی رییس عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو چارواکو دولتی مامورینو او کندهاریانو ته ور وپیژانده.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له افغان چارواکو وغوښتل چې افغانستان دی د سولی په نوم پر نورو هیوادونو او استخباراتی کړیو نه خرڅوی.
نوموړی وویل چې داسې اسناد او شواهد یې ترلاسه کړی چې له مخې یې افغان حکومت د هیواد پر سر د سولی په نوم سودا کوی او له مخې یې د افغانستان مشهور کسان وژنی.
د کندهار امنیه قوماندان له ښاغلی عبدالله څخه په مخامخ خبرو کې وغوښتل چې له دغه کاره لاس واخلی او په افغانستان کې سرتیری او نور ځواکونه شپه او ورځ د خاورې او خلکو د ساتنی لپاره کار کوی.
((زه داسې اسناد او ویډیو په لاس کې لرم چې حکومت زموږ پر سر سودا کوی، دا سودا د سولې په نوم په قطر، اماراتو او نورو هیوادونو کی له قیوم ذاکر سر د خبرو له لارې کوی، قیوم ذاکر د افغانانو قاتل دى، که چیرې د سولی بهیر داسې وی نو دا د افغانستان لپاره د زهرو چاړه ده.))
غونډه کې اجرایوی رییس عبدالله عبدالله د امنیه قوماندان څرګندونو په ځواب کې وویل چې هیڅکله به د افغانستان د خلکو او خاوری پر سر مامله ونه کړی خو زیاته یې کړه چې د سولی راوستل د هر افغان غوښتنه ده.
ښاغلی عبدالله د کندهار نوی والی ته د دندی مبارکی وویله زیاته یې کړه چې په افغانستان کی رامنځته شوى ګډ حکومت د سولې او نورو برخو د سموالی لپاره هڅې کوی او هغه ژمنی به پوره کوی چې لا له وړاندې یې کړې وی.
((موږ غواړو چې په افغانستان کی سوله راشی، سوله د هر افغان خوښه ده او غواړی یې، چې سوله رامنځته شی، موږ به هیڅکله د سولې په نوم مامله ونه کړو.))
د کندهار نوی والی ډاکتر همایون عزیزی د پیژندنی په دی غونډه کې ژمنه وکړه چې په عدلی او قضایې ارګانونو کې به اصلاحات راولی، د اداری فساد مخه به نیسی، د کندهار ښار او ولسوالیو د بیارغاونې په برخو کې به اقدامات زیات کړی.
هغه له کندهاریانو څخه وغوښتل چې له ولایتی ادارې سره همکاری وکړی له دې ادارې سره خپلې ستونزې شریکې کړی.
((زه د کندهاریانو لپاره کار کوم، زما لومړی کارونه به داوی، چې په عدلی او قضایې ارګانونو کی اصلاحات راولم، اداری فساد مخنیوى وکړم، لیری پرتو سیمو ته پام ډېر کړم او دلته د پوهنې بهیر ګړندی او ښه کړم.))
د کندهار مخکنی والی ډاکتر توریالی ویسا د پیژندنې په دې غونډه کې خپلی شاوخوا شپږ کلنې لاسته راوړنې یادې او ویې ویل چې کندهاریانو په تیرو شپږو کلونو کې زیاته مینه ورکړه.
په دې غونډه کې د کندهار یو شمیر مشرانو او نورو له نوی والی څخه د بریښنا، بیارغاونی، د اقتصادی وضعیت ښه کیدو، د پوهنې بهیر ګړندی کیدو او نورو کې د کار غوښتنه وکړه.


اشتراک گذاري با دوستان :