لومړی زنګ

پر اساسی قانون د څار کمېسیون باید خپل اعتبار ترلاسه کړی

ټاکل شوې، سبا پر اساسي قانون د څار کمېسیون شپږ غړي، ولسي جرګې ته وروپېژندل شي. دغه کمېسیون دنده لري، چې د اساسي قانون په متن کې ناڅرګندتیاوې، حکومتي ادارو ته روښانه کړي. د حامد کرزي په واکمني کې هم دغه کمېسیون فعال...

ادامه مطلب


فرید مزدک: هېڅ یوه جګړه هم ښه نه ده

چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۳

- د دلوې ۲۶ په مناسبت د خلق دموکراتیک ګوند له مهمې څېرې، فرید مزدک سره د 8صبح مرکه


۸صبح: ستاسو په نظر ولې شوروی پر افغانستان یرغل وکړ؟
فرید مزدک: غواړم لږ شاته لاړ شم، څو د پوښتنې اصلی ځواب ته ورسېږم.
د ۷۰ لسیزې په پیل کې سلطنتی نظام له ‌بندښت سره مخ شوی و. د سیاسی جریانونو د فعالیتونو پراختیا، د پارلمان د رول نسبی ډېروالی، په سلطنتی کورنۍ کې د سیاسی ډلو ترمنځ د اختلافونو او سیالیو تشدید او د دموکراسۍ لسیزې په مدیریت کې د شاه وېره او بې‌چاره‌ګی ددغو ننګونو او ستونزو حل ناشونی کاوه. د اړینو سیاسی او اقتصادی تضمینونو له ورکولو پرته د شوروی له اغیز لاندې سیمې څخه د افغانستان لرې کولو لپاره د لویدیځوالو، ایران او سعودی عربستان چټکو هڅو او د محمدداوود خان راتګ، هېواد د لوړو او ژورو خواته بوته چې اوس هم دا لوړې او ژورې دوام لری. دغه وضعیت هغه مهال لا پسې ترینګلی شو چې د «ثور انقلاب» پېښ شو او واک د افغانستان خلق دموکراتیک ګوند ته په لاس ورغی. د راتلونکې په اړه فکر نه کول او د کرملین‌ ناستو غفلت، د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند مشرانو خامی او د تره‌کی او امین ترمنځ شخړو، بحران د چاودون پړاو ته رسولی و. خلقی دولت په ځانګړې توګه د هرات له خونړیو پېښو وروسته هڅه کوله چې د امنیتی ننګونو حل او د خلکو د مخالفتونو ځپلو لپاره د شوروی لاډېره لاسوهنه جلب کړی. شوروی دولت د ایران د دلوې له ۲۲ انقلاب وروسته ګمان کاوه، چې امریکا د هغوی د کنټرول له ساحې څخه د افغانستان په لرې کولو سره غواړی، د رضا شاه پهلوی له لاسه ورکولو ضایعه جبران کړی. ددغه حالت دوام زمینه برابره کړه چې شوروی پر افغانستان پوځی یرغل وکړی او دا هغه څه وو چې بلې خواته سړې جګړې هیله درلوده. هغه څه چې وورسته له دې پېښې موږ ته راپاتې دی، بې‌ثباتی، ننګونې، جګړه او ویجاړۍ دی.

 

۸صبح: مانا داچې د شوروی اصلی موخه د خلق دموکراتیک ګوند ژغورل و، نه تودو اوبو ته رسېدل؟
فرید مزدک: تودو اوبو ته د شوروی رسېدو خبره یوه افسانه وه، نه واقعیت. افغانستان ته د شوروی پوځی قطعاتو ننوتلو په مناسبت د«تاس» په اعلامیه کې، د شوروی د سویلی سرحدونو د امنیت تامین اصلی دلیل معرفی شوی دی. البته د کابل دولت له نړېدو څخه مخنیوی هم یوه موخه وه. د مسکو لپاره حتمی نه وه چې د خلق موکراتیک ګوند دې په واک کې وی. شورویانو په کابل کې یو دوست دولت غوښت. هغوی د تره‌کی دولت په درزغوبل کې غوښتل نوراحمد اعتمادی د زعیم په توګه مطرح کړی چې وروسته حفیظ‌ الله امین هغه وواژه… ښایی د همدې دلیل له امله یې وژلی وی.

 

۸صبح: دا واقعیت لری چې د شوروی له یرغل مخکې، ببرک کارمل د تره‌کی پلوه خلقیانو سره د امین ځای ناستی دولت جوړولو هوکړې ته رسېدلی و؟
فرید مزدک: پرچمیانو د تره‌کی له وژلو وروسته وکولی شول د خلقیانو په همکارۍ حساب وکړی، خو د شوروی تر یرغل پورې، د هغوی ترمنځ همکارۍ نه وه شوې. ډېر خلقیان د امین تر ګوزار لاندې وو، خو یو شمېر مهمې څېرې یې د شورویانو په قبضه کې وو. په ځانګړې توګه د خلقیانو څلور وزیران (اسدالله سروری، سیدمحمد ګلاب‌زوی، محمداسلم وطنجار او شیرجان مزدوریار) د مسکو په پناه ځایونو کې وو، له هغوی څخه کار اخیستو د امین د حاکمیت نړولو امکان ډېراوه. پرچمیان او خلقیان په اصل کې دوه متفاوته او ناجوړه ډلې وې. هغه څه چې هغوی یې سره یو ځای کول له مسکو سره د دوی رنګ رنګ اړیکې وې او ولیدل شول چې پر افغانستان د شورویانو د کنټرول او حضور په کمزوری کېدو سره، دغو دوو جریانونو پخه دوښمنی وپال‌له.

 

۸صبح: ویل کیږی چې د ببرک کارمل او شوروی دولت تصور کاوه، چې له شپږو څخه تر اتو میاشتو پورې به د خپلو مخالفینو مقاومت مات کړی او ثبات به ټینګ کړی، ایا په واقعیت کې هم داسې وشول؟
فرید مزدک: هو. د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند کې تصور همدغه شان نیک وو. له خپلو ملاتړو او مخالفینو څخه د کابل درک ډېر سطحی او له احساساتو ډک و. هغوی په خپل څنګ کې د شوروی ستر پوځی ځواک لیده، خو د دولت او د خلق دموکراتیک ګوند په اړه یې د خلکو بې‌ باوری نه لیده، همدارنګه د مجاهدینو د ملاتړو پوځی او د مالی مرستو ستر حجم ته یې پام نه کاوه. خو کرملین هم په دې برخه کې واحد نظر او لیدلوری نه درلود. اقتصاد پوه او د شوروی لومړی وزیر الکسی کاسیګین د پوځی یرغل مخالف و. د وخت تېرېدو د هغوی دریځ مالوم کړی. نوځکه خو واک ته د «اندروپوف» په راتلګ سره، مسکو له افغانستان څخه د ځواکونو اېستلو بحث مطرح کړ، چې د امریکایانو له لوری له کوم غبرګون سره مخ نه شو. امریکایانو غوښتل، شورویان په افغانستان کې بوخت وساتی، چې د شوروی سور پوځ نور زیانونه هم ووینی.

 

۸صبح: ولې د ګوند او د دولت ټولنیزو ستنو ټینګولو لپاره د ببرک کارمل هڅې ناکامې شوې او ان ویې نه شو کولی «کیڼ محکوم» ملاتړ ترلاسه کړی؟
فرید مزدک: د شوروی پوځی حضور او د ویجاړونکې جګړې په دوام کې د ګوند او د دولت د ټولنیزو ستنو غښتلی کول یو خیال و. هغه څه چې د تره‌کی او امین نظام په سیاسی جریانونو او خلکو راوستل، له هغوی سره یې همکاری او د باور فضا رامنځ ته کول ناشونی کاوه. د ټولنیزو ستنو پیاوړتیا د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د شوروی کمونیست ګوند د سوداګریو پر لا ډېر حاکمیت ټینګار درلود، چې زموږ د هېواد شرایطو لپاره سم او مناسب نه وو.

 

۸صبح: ویل کیږی چې په هره اداره، قرارګاه او دفتر کې د شوروی سلاکارانو حضور ددې پر ځای چې ګټور تمام شی، د وخت نظام کمزوری کولو لامل شو، دا ارزونه سمه ده؟
فرید مزدک: هو. لکه څنګه چې کانسپت له بنسټ څخه سم نه وو طرح شوی، د سلاکارانو او متخصصینو په زیاتولو سره نه شو کېدی، په کارونو کې ښه‌والی راشی. د سلاکارانو ټیمونه په حقیقت کې د دولت په دننه کې د دولت بڼه درلوده. په هغو کلونو کې زموږ په زړونو کې د یوازیتوب او د سلاکارانو نشتون وېره ځای پر ځای شوې وه، همدارنګه له سلاکار پرته بنسټ ناتوانه او کم‌حیثیته ښکارېده.

 

۸صبح: ولې شوروی اتحاد او د وخت دولت په چټکۍ سره د خپلو مخالفینو پر وړاندې اودرېدل، آیا لامل یې یوازې د مخالفینو بهرنی ملاتړ وو؟
فرید مزدک: په هغو کلونو کې کابل او مسکو پر جګړو بوخت وو او جګړه یوازینۍ حل لاره نه وه. په افغانستان کې د شوروی پوځی حضور، په اقتصادی پرمختګ کې بندښت، په ارمنستان کې طبیعی پېښو او چرنوبیل چاودنې شوروی اړ کړ، چې په خپل جوړښت او له نړۍ سره په اړیکو کې بنسټیزو بدلونونو راوستو ته مخه کړی. پوځی حل ناشونی و او له بلې‌خوا، له تیت او پرک ځواکونو سره چې له تخنیکی او مالی ملاتړ څخه برخمن وو، د جګړې مخکې وړل ستونزمن کار و.

 

۸صبح: دا سمه ده چې ببرک کارمل د شوروی ځواکونو له بهر کولو سره مخالف و او په دې اړه یې له ګرباچوف سره شخړه کړې وه؟
فرید مزدک: هو. ببرک کارمل پرته له کوم قید او شرط څخه له افغانستان نه د شوروی ځواکونو له وتلو سره مخالف و. هغه په مسکو او د ګرباچوف پر ټیم خپل باور له لاسه ورکړی و. هغه انګېرل چې مسکو له امریکا سره په یوې خطرناکه ماملې کې د کابل ګټې تر پښو لاندې کوی. د ژنیو هوکړو له لاسلیک وروسته یوازې کابل او مسکو یې رعایت کولو ته ژمن وو او دغه حالت کابل له ترینګلی وضعیت سره مخ کړ.

 

۸صبح: د اتلسم پلنوم داستان څه شی دی؟ ډاکتر نجیب یوازې د ګرباچوف انتخاب و یا که د ګوند په دننه کې ځواکمن جریان چې د بدلون مشری یې کوله؟
فرید مزدک: په کابل کې د مشرۍ بدلون د اېستلو پروګرام یوه برخه وه او د شورویانو له لوری عملی شو. شورویانو هم په دې برخه کې واحد نظر نه درلود. پوځیانو د کارمل پر ځای «سروری» او «کاروال» په پام کې درلودل، خو «کی‌جی‌بی» او بهرنیو چارو وزارت له ډاکتر نجیب څخه ملاتړ کاوه. مسکو د ډیورنډ دواړو خواوو خلکو ترمنځ د هم‌تباره مشر په لټه کې و او دا د سیمې په تړاو د هماغه زوړ سیاست دوام دی چې له بده مرغه اوس هم دوام لری. د ګوند په دننه کې بندښت لیدل کېده، خو له اتلسم پلنوم څخه وړاندې په التر ناتیف پروګرام سره کوم ځواکمن جریان نه وو جوړ شوی. خلقیانو او د پرچمیانو له ډلې څخه یو شمېر قوم ‌پالو ډېر خوځښت درلود. ډېری ځوانان او نیوکګر د ګوند دویمې کنګرې په ترڅ کې مبارزې ته راووتل. د ګوند د ګڼ شمېر فعالانو او غړو فکری بدلون لپاره په دننه کې بندښت او په شوروی کې بیارغونه مهم خوځښتونه شوی وو.

 

۸صبح: ظاهرآ مسکو د ټولو ځواکونو له بهر کولو وړاندې د وخت پوځ پیاوړی کړ او ان د وخت دولت لپاره یې د خوراکی توکو زیرمه جوړه کړه، ایا ډاکتر نجیب د شوروی ځواکونو له وتلو وړاندې، د شوروی له لوری د پوځ او دولت د پیاوړی کولو له څرنګوالی څخه خوښ و؟
فرید مزدک: ډاکتر نجیب د اردو له وضعې څخه خوښ نه و. هغه په افغانستان کې د شوروی ځواک د قسمی حضور ملاتړی و. د شورویانو له لوری د حیرتانو- بګرام لارې او د هوایی ډګرونو امنیت تامینول، د ډاکتر نجیب له جدی غوښتنو څخه وې، چې مسکو یې هېڅ کله هم منلو ته چمتو نه شو. د جګړې اوږدېدو، د ملی پخلاینې او د سولې سیاست له اعلان وروسته د جګړې پای لپاره د انګېزې نشتوالی، د خلقیانو او پرچمیانو ترمنځ د اختلافونو ډېرېدو، د تڼی کودتا او د مجاهدینو په اړه د یو شان لیدلوری نشتون، اردو له دننه څخه کمزوری کاوه. په دولت کې د پوځی چارو اړوندو کړیو د مختصصینو او قومندانانو په پرتله له تعصبه ډک لیدلوری درلود، چې د کار وړ ځواکونو د تیتېدو او د روحیې کمزورې کېدو لامل کېده.

 

۸صبح: نو دا واقعیت لری چې ډاکتر نجیب د ۱۳۶۸ کال په پای کې له مسکو څخه غوښتی وو، چې د هغه له دولت څخه د ملاتړ لپاره کندهار ته ځانګړی ځواکونه ولېږی؟
فرید مزدک: هو. ډاکتر نجیب د خپلې واکمنۍ په ټوله موده کې هڅه وکړه، چې د شوروی پوځ واحدونه په څنګ کې ولری، داسې مالومیږی چې (د شوروی اتحاد د بهرنیو چارو وروستی وزیر چې وروسته د ګرجستان ولسمشر شو) شواردنادزه، هم په دې برخه کې له هغه څخه ملاتړ کاوه. د شوروی بشپړه پوځی وتنه هغه څه و، چې پر ډاکتر نجیب ور وتپل شو.

 

۸صبح: ولې د ۱۳۶۷ کال د دلوې ۲۶ څخه وړاندې د جګړې پای لپاره یوه سیاسی هوکړه تر لاسه نه شوه؟ آیا په ژنیو کې د ډیورنډ شخړې په اړه بحث شوی و؟
فرید مزدک: مسکو له «منځ‌لارو» تنظیمونو (حضرت مجددی، سیداحمد ګیلانی او محمدی) سره د نږدې کېدو لپاره د کابل له هڅو څخه ملاتړ کاوه. یو ځل یې هم په بغداد کې د ارواښاد یاسرعرفات په مرسته د حکمتیار تنظیم له مشرانو سره لیدنه برابره کړه. وروسته ددې لیدنې کوربه توب قذافی وکړ، خو کومه پایله یې ورنه کړه. د هغو ورځو شرایط ډېر پېچلی وو او نړیوالو او سیمه ‌ییزو قوتونو د افغانستان په اړه یو شان نظر نه درلود. د ژنیو هوکړو په طرح کې یوازې د سرحدونو له اصطلاح څخه کار واخیستل شو، نه ډیورنډ، چې هماغسې لاسلیک هم شو. د افغانستان بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل پر دې برخه اعتراض درلود او نه یې غوښتل هوکړه لیک لاسلیک کړی، خو د ډاکتر نجیب دریځ پرته له څه ویلو د طرحې منل و. که چېرې وکیل طرح نه لاسلیک کولی، د پلاوی له مشرۍ څخه به شړل شوی وی او ژنیو ته به یې د سند لاسلیک لپاره بل کس لېږلی وی. په ژنیو کې د دواړو خواوو ټولو مسلو په اړه خبرې ونه شوې. په پای کې هم یوازې کابل او مسکو پرې عمل وکړ او د نورو خواوو لپاره اصلآ مهمه نه وه.

 

۸صبح: د ۱۳۶۷ کال د دلوې په ۲۶ ورځ تاسو او د وخت واکمن ګوند نورو مشرانو څه حس درلود؟
فرید مزدک: په هغه ورځ مو بېلا بېل فکرونه درلودل. ځینې هم سولې او پخلاینې ته خوښ وو او ځینو هم فکر کاوه، چې هېڅ کله به هم یوازې پرې نه ښودل شی. د ملګروملتونو سازمان د پروګرامونو پلی کېدو ته هیله‌ مند وو. موږ په همدغو متفاوته او بېلا بېلو حسونو سره، په ستونزمنو جګړو کې راګیر شو، چې وخت ته یې اړتیا درلوده او وخت زموږ په لاس کې نه و.

 

۸صبح: نن د دلوې شپږویشتمې پېښې ته په کومه سترګه ګورئ؟
فرید مزدک: دغو ۲۶ کلونو یو ځل بیا وښوده چې هېڅ کومه جګړه ښه نه ده. هېڅ کوم هېواد او خلک یوازې د بهرنی ملاتړ په اتکا سره نه شی کولی د ځان لپاره کار وکړی. زموږ هېواد ډېر کله یوازې یو «موقعیت» دی او دولتونه، نه دی توانېدلی، دغه «موقعیت» په سمه توګه سترو او وړو ماملو ته دننه کړی. موږ له ځان، هېواد او د خپل هېواد له ګټو څخه واحد تعریف نه لرو.
له قومی او فرهنګی توپیرونو څخه ډک خلک لرو او ددغو توپیرونو ساتلو لپاره سیاسی جوړښت ته اړتیا لرو.

 

۸صبح: د وروستۍ پوښتنې په توګه، آیا ریښتیا هم د ډاکتر نجیب سقوط د شوروی له ماتې سره تړلی دی او که چېرې شوروی ماته نه وی خوړلې، د ډاکتر نجیب حکومت به دوام پیدا کړی وو؟
فرید مزدک: که چېرې شوروی ور څخه په ملاتړ کې پاتې شوی وی، یا بل ملاتړی یې ځای ډک کړی وی، کم له کمه به د ډاکتر نجیب دولت په لنډ وخت کې له ماتې سره نه مخ کېده. خو د سیاسی ثبات او اقتصادی پرمختګ په راتلو سره، له نورو عواملو سره هم تړاو لری، چې له ټولو څخه مهم یې په هېواد کې په ارامو سیاستونو د جګړې بدلېدل او د افغانستان په تړاو د نړیوالې او سیمه‌ییزې اجماع جوړېدل دی.

 

۸صبح: له تاسو څخه مننه.
فرید مزدک: هیله کوم.


اشتراک گذاري با دوستان :