لومړی زنګ

پر اساسی قانون د څار کمېسیون باید خپل اعتبار ترلاسه کړی

ټاکل شوې، سبا پر اساسي قانون د څار کمېسیون شپږ غړي، ولسي جرګې ته وروپېژندل شي. دغه کمېسیون دنده لري، چې د اساسي قانون په متن کې ناڅرګندتیاوې، حکومتي ادارو ته روښانه کړي. د حامد کرزي په واکمني کې هم دغه کمېسیون فعال...

ادامه مطلب


له ټاکنیزو اصلاحاتو پرته د ټاکنو ترسره کیدل، یوه تیروتنه ده

جمعه ۱۷ دلو ۱۳۹۳

- حکیمی


د افغانستان د ۱۳۹۳ کال ولسمشرۍ ټاکنو هیواد د سقوط تر برېده ورساوه. یادې ټاکنې بې پایلې وې او د ټاکنو د دویم پړاو دواړو سیالانو د یو سیاسی هوکړې له مخې، هغه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کری په هڅه، د ملی یووالی حکومت یې رامنځته کړ. په ټاکنو کې درغلۍ او سرغړونې دې حد ته رسیدلی وې، چې ټولې رایې سل په سلو کې تفتیش شوې او ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې دغه تفتیش د نړۍ په کچه بې سارې و.
ټاکنیزې ادارې ټینګار لری، چې د ملی یووالی حکومت باید تر هر څه مخکې ټاکنیز اصلاحات پیل کړی، له دې پرته به د ولسمشرۍ ټاکنو کړکیچ په راتلونکو پارلمانی ټاکنو کې بیا تکرار شی. د ۸صبح ورځپانې په دې اړه د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ له اجرایی رییس محمد یوسف رشید سره مرکه کړې ده.

 

۸صبح: ټاکل شوې، افغانستان په راتلونکی کال کې پارلمانی ټاکنې ترسره کړی، دا داسې مهال ده، چې په روان کال کې د ولسمشری ټاکنې له زیاتو ستونزو سره مخ شوې، پر دې بنسټ په ټاکنو کې اصلاحات څومره مهم دی؟
رشید: ټاکنې له دې سره، چې د خلکو لپاره یو ښه فرصت دی، چې خپل برخلیک پر خپل لاس وټاکی، خو له دې سره جوخت کولی شی، یوه ستره ننګونه هم وی.
لکه څرنګه چې د ۱۳۹۳ ټاکنو په پایله کې نږدې و، چې د تیرو دیارلسو کلونو ټولې لاسته راوړونې او په هیواد کې د دموکراسی د ټینګښت په موخه ټولې هڅې له منځه ولاړې شی. موږ کولی شو، له دې ټاکنو څخه د یو درس او تجربې په توګه ګټه واخلو. موږ باید د دې ټاکنو له تخنیکی او حقوقی اړخونو څخه د یوې تجربې په توګه کار واخلو.

 

۸صبح: په دې وروستیو ورځو کې پر دې ټینګار کیږی، چې په ټاکنیز سیستم کې باید اصلاحات رامنځته شی، دغه اصلاحات به څرنګه او په کومو برخو کې ترسره شی؟
رشید: موږ باید په لومړی ګام کې له ټاکنیزو کمیسیونونو څخه پیل کړو. موږ د ټاکنیزو ادارو په تړاو د خلکو باور له لاسه ورکړی دی. کله چې موږ غواړو، چې ټاکنې ولسی شی او په هغو کې د خلکو پراخ ګډون تضمین کړو، نو اړینه ده، چې د ټاکنیزو جوړښتونو په تړاو خلکو باور بیرته ترلاسه کړو. حکومت باید په دې برخه کې جدی کار وکړی، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو برخلیک څرګند کړی. که موږ په ټاکنیزو جوړښتونو کې له تغییر پرته راتلونکې پارلمانی ټاکنې ترسره کړو، نو دا به یوه ستره تیروتنه وی، چې تکرار یې دموکراسی ته سخت زیان رسوی. د ټاکنیزو جوړښتونو په برخه کې، باید د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون لوړ پوړی چارواکی او غړی بدل شی او پرځای یې نور مسلکی او صادق کسان، چې د ټاکنو د مدیریت وړتیا ولری او وشی کړای، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو خپلواکی وساتی، وګومارل شی.

 

۸صبح: د ټاکنیزو ادارو خپلواکی څومره مهمه ده، ایا که ټاکنیز کمیسیونونه په یو ډول نه یو ډول ځینو کړیو، حکومت او یا نورو کسانو پورې تړلی وی، کولی شی د ټاکنو لپاره د خطر زنګ وی؟
رشید: د دغو ادارو خپلواکی ډېره مهمه ده. ځکه ټول له ټاکنو یوه هیله لری. حکومت، نوماندان او نور سیاسی جوړښتونه پر ټاکنیزو کمیسیونونو فشار راوړی. پر دې بنسټ، که موږ په ټاکنیزو کمیسیونونو کې پیاوړی مدیریت رامنځ ته نه کړو، نه شو کولی، په راتلونکی کې رڼې ټاکنې و لرو.

 

۸صبح: د ولسمشرۍ ټاکنې د پراخو درغلیو له امله بدنامې شوې، ستاسو په باور باید کوم اصلاحات رامنځته شی، چې په راتلونکو پارلمانی ټاکنو کې د درغلیو له تکرار څخه مخنیوی وشی؟
رشید: له درغلیو څخه مخنیوی هغه مهال شونی دی، چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې پیاوړی مدیران ولرو. موږ له سترو او مهمو ننګونو سره مخ یو، ځکه لا د رایه ورکونکو نوملړ نه شته او موږ نه پوهیږو، چې په هر ه حوزه کې څومره رایه ورکونکی لرو. دغه نوملړ باید چمتو شی او دا مسله هم مشخصه شی، چې په ټاکنیزو حوزو کې د رایه ورکوونکو شمیر څومره دی، چې د ټاکنو لپاره ټولې چارې د همدغه نوملړ له مخې چمتو شی. بله مهمه موضوع دا ده، چې معافیت باید وجود و نه لری او هغه ټولې ډلې او کسان، چې په ټاکنو کې په درغلیو او سرغړونو لاس پورې کوی، باید تر پوښتنې او قضایی تعقیب لاندې راشی. همدارنګه په ټاکنو کې د سیاسی نفوذ له اعمال څخه مخنیوی و شی. حکومت او ټول سیاسی جریانونه باید په ټاکنو کې لاسوهنه بنده کړی. زمینه باید داسې برابره شی، چې هیڅ حکومتی او غیرحکومتی زورواک پر دې ونه توانیږی، چې په ټاکنو کې نفوذ وکړی او پایلې یې له خپلې خوښې سره سم تغییر ورکړی.

 

۸صبح: که پارلمانی ټاکنې د هغو مدیرانو په مدیریت ترسره شی، چې خلک پرې بې باوره دی او مدیریت یې خلکو ته د پوښتنې وړ دی، نو دا ټاکنې به له کوم برخلیک سره مخ شی؟
رشید: په دغه صورت کې به موږ د ټاکنو پر بهیر د خلکو باور او اعتماد له لاسه ورکړو. خلک به اصلا په ټاکنو کې د برخه اخیستو او ګډون لیوالتیا و نه لری او که پکې ګدون وکړی، نو دغه ګډون به هم په ډېره محدوده کچه وی او دا برخه اخیستنه به هم د نوماندانو له خوا د پیسو د وېش او یا نورو قومی اړیکو په پایله کې وی، خو په ټوله کې، په ټاکنو کې د ګډون لپاره به انګیزه نه وی.
له بلې خوا په ټاکنو کې د درغلۍ او سرغړونې بحث به پر یو ټاکنیز فرهنګ بدل شی او هغو کسانو، چې په تیرو وختونو کې د درغلیو او سرغړونو په پایله کې رایې ترلاسه کړې وی، په متکررو مجرمینو او خاطیان باندې بدل او د ټاکنو اعتبار به ډېر سخت تر پوښتنې لاندې راشی.

 

۸صبح: له تاسو مننه.


اشتراک گذاري با دوستان :