لومړی زنګ

پر اساسی قانون د څار کمېسیون باید خپل اعتبار ترلاسه کړی

ټاکل شوې، سبا پر اساسي قانون د څار کمېسیون شپږ غړي، ولسي جرګې ته وروپېژندل شي. دغه کمېسیون دنده لري، چې د اساسي قانون په متن کې ناڅرګندتیاوې، حکومتي ادارو ته روښانه کړي. د حامد کرزي په واکمني کې هم دغه کمېسیون فعال...

ادامه مطلب


د سپټامبر یوولسمه او د اسلامی نړۍ کورنۍ جګړه

یکشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۴

- د پوهنتون استاد او د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو انستیتیوت له مشر ډاکتر داوود مرادیان سره د ۸صبح ځانګړې مرکه - مرکه کونکی: فردوس کاوش


یادښت: د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر یوولسمې تروریستی برید د اسلامی نړۍ او لویدیځو هېوادونو اړیکو په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیسته. دا پېښه له اسلام‌پاله افراطی ډلو سره د امریکا او ناټو د جګړې پیل و، کومې ډلې چې معاصر تمدن «معاصر جاهلیت» بولی او موخه یې په اسلامی نړۍ کې د نهمې او لسمې میلادی لسیزې د سیاسی نظام احیا کول دی. دا ډلې غواړی نظامونه په پرلپسې توګه خلافت او امارت احیا کړی او د معاصر تمدن ټولې نښې نښانې له منځه یوسی. هغوی ان هغه مسلمانان چې له افکارو سره یې موافق نه دی هم وژنی. ځینې فکر کوی چې دغه وضعیت د امریکایی پوهاند هانتیګتن د وړاندوینې تحقق دی، هغه ویلی وو له سړې جګړې وروسته به نړۍ د تمدنونو جګړې لیدونکې وی. خو ځینې نور فکر کوی چې اوسنی وضعیت په اسلامی نړۍ کې د کورنۍ جګړې له پیل څخه سرچینه اخلی، چې د اور لوګی یې د ټولې نړۍ سترګې ړندې کړی دی. ۸صبح د همدې موضوع په تړاو له ډاکتر داوود مرادیان سره مرکه کړې ده. په لاندې متن کې به دا مرکه ولولئ.

 

۸صبح: ځینې داسې فکر کوی چې د سپټامبر یوولسمه او له هغې وروسته پېښې د هانټیګټون د تیورۍ تحقق دی. تاسو څه فکر کوئ؟
ډاکتر مرادیان: زه داسې فکر نه کوم. د هانتیګتن تیوری ډېر نواقص لری. له تمدن څخه تعریف ډېر انتزاعی و. د نړۍ پراخ نوښتونه تر اتو تمدنونو لاندې طبقه‌بندی کېدی نه شی. تمدنونه په ډېرو ځایونو کې سره ورته‌والی لری. اختلافونه له ورته‌والو څخه بیخی کم دی. د هانتیګتن د تمدنونو تضاد، د سپټامبر له یوولسمې د وروسته بدلونونو تفسیر نه شی کولی. ددې پېښې او پایلو په اړه یې لا ډېر جامع تفسیرونه شوی دی. زما په باور د سپټامبر یولسمې پېښه نسبت تمدنونو ته د یو لړ واقعیتونو ښکارندویی کوی. دې پېښې په بېلا بېلو برخو کې له پاتې راتلو او ناکامیو څخه پرده پورته کړه. لومړی دا چې د سپټامبر یووسمې وښوده، چې موږ د عرب نشنالیزم په نوم څه نه لرو، چې وکولی شی د نړۍ ټول عربان سره یو موټی کړی. د سپټامبر یوولسمې پېښې د عرب نشنالیزم بحران په ډاګه کړ. بل واقعیت چې د سپټامبر له یوولسمې پېښې سره څرګنده شوه، په منځنی ختیځ کې د ناکامه دولتونو شته‌والی وو. د سپټامبر له یوولسمې پېښې وړاندې دغه واقعیت د ډېرو له سترګو پټ وو. له دې پېښې وروسته څرګنده شوه، چې نړۍ په منځنی ختیځ کې د ناکامه دولتونو له ستونزې سره مخ ده.
یو بل څه چې د سپټامبر یوولسمې پېښې ورڅخه پرده پورته کړه، د سیاسی اسلام ماتې وه. دې پېښې وښوده چې د سیاسی اسلام‌سل‌کلنه پروژه له ماتې سره مخ شوې ده. سیاسی اسلام د هغو کسانو پروژه وه چې غوښتل یې، د لویدیځو تیوریو پر وړاندې یو الترناتیف تدوین کړی. سربېره پردې د سپټامبر یوولسمې پېښې وښوده، چې لویدیځې ټولنې د مسلمانو کډوالو په جذب کې ناکامه دی. یو بل واقعیت چې څرګند شو دا و، چې د هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو ملی امنیت د غیردولتی لوبغاړو پر وړاندې زیان‌ منونکی دی. القاعده یو دولت نه وه. د سپټامبر یوولسمې وښوده چې د امریکا په څېر د یوه ځواکمن هېواد ملی امنیت د غیردولتی لوبغاړو له ناحیې څخه زیان وینی.

 

۸صبح: خو که چېرې له یوه بل اړخ څخه وګورو، کولی شو ووایو چې د سپټامبر یوولسمې بریدونه او له هغې وروسته پېښې، ارزښتناکه مخامخ کېدل دی، یوې خوا ته معاصر تمدن دی، چې له دموکراسۍ او بشری حقونو څخه خبرې کوی، بلخوا ته داسې ډلې دی چې بیعت، امارت، خلافت او د غیرمسلمانانو وژنه خپل ارزښتونه بولی؟
ډاکتر مرادیان: هو، د اسلام ‌پالو نظری او عملی ناکامی ددغو تاوتریخوالو لامل دی. په تېرو سلو کلونو کې سیاسی اسلام هڅه وکړه، چې د لویدیځ ارزښتی او حکومتی نظام پروړاندې ارزښتی او حکومتی نظام رامنځ ته کړی. دا سیالی روانه ده، خو افراطی اسلام‌پالو ونه شو کولی، د خپلو ایډیولوژیکو ارزښتونو پر بنسټ، د کار وړ نظام رامنځ ته کړی. د نظام په جوړولو کې ددغو اسلام‌پالو ناکامۍ تاوتریخوالی ته زمینه برابره کړې ده. که چېرې هغوی نظام جوړ کړی وی، یا په تیورۍ لیکلو کې بریالی وی، دغه احتمال ډېر زیات و، چې له تاوتریخوالی څخه به لرې پاتې شوی وو. کله چې څوک له خپلې عقلانی نظریې څخه دفاع ونه شی کړی او بدیل نظام جوړ کړی، په تاوتریخوالی لاس پورې کوی. یو بل واقعیت هم دا دی، چې افراطی اسلام یوه مډرنه ښکارنده (پدیده) ده. دغه ښکارنده له مډرنه وسیلو څخه کار اخلی، خو الهام‌ یې پخوانی دی. افراط‌یان توانېدلی له خواله مډرنه وسیلې سره ځانونه وتړی. هغوی تېر وخت له مډرنه وسیلې سره غوټه کړی، سیاسی افکار یې له تېرو پېړیو سره تړاو لری، خو وسیله یې مډرنه ده.

 

۸صبح: یوه نظریه هم دا ده، چې د نړۍ یوه ډله مسلمانان فکر کوی، چې د فرهنګ او اقتصاد په نړیوال کېدو کې ونډه نه لری، د پرمختګ له بهیره لرې پاتې دی، د بې‌هویتۍ احساس کوی نوځکه خو له تاوتریخوالی او ترور سره لاس یو کوی، ستاسو په اند ایا دغه نظریه سمه ده؟
ډاکتر مرادیان: که چېرې موږ د اسلامی نړۍ تاریخ ته وګورو، کله چې عربان له پخوانی ایران سره مخامخ شوی، دا سیالی له یوې خوا د واک او خپلې خاورې پراختیا لپاره د دوو قدرتونو مخامخ کېدل و، له بلې خوا دا سیالی ارزښتی او ایډیولوژیک مخامخ کېدل و. د لرغونی ایران ارزښتی نظام، په یوه ډول کثرت ګرا وو. په همدې کابل کې د هندو باورانو، د زردښتیانو او بودایانو عبادت ځایونه وو او هغه وخت د دینونو یو ډول نوښت لیدل کېده. خو کله چې عربان راغلل ویې کولی شول له دغو نوښتونو سره جوړجاړی وکړی. ددې ترڅنګ موږ له هویتی مخامخ کېدو سره هم مخ وو. عربانو په خپله ژبه او قومی پېژندګلوۍ ټینګار کاوه او لرغونو ایرانیانو او خراسانیانو پر خپلې ژبې او پېژندګوۍ، چې دې شخړو څو سلیزې دوام وکړ. ددغسې مخامخ کېدو بله بېلګه، د اسلامی نړۍ او لویدیځې نړۍ ترمنځ رامنځ ته شوه. په اوس وخت کې هم په درې حوزو کې د سیالیو لیدونکی یو. اقتصادی سیالۍ چې اروپایانو رامنځ ته کړه، استعمار یې وکړ، دولتونه یې له منځه یووړل.
وروستۍ مذهبی سیالۍ هم پیل شوې، سید جمال‌الدین افغانی لومړنی تیورسن و چې هڅه یې وکړه د لویدیځ مډرنیت پر وړاندې یو الترناتیف (ځای ناستی) رامنځ ته کړی. وروسته هم نورو ډلو له لویدیځوالو سره مذهبی سیالیو ته دوام ورکړ. بله سیالی د پېژندګلوۍ سیالی وه، ددغو سیالیو له امله تاوتریخوالی هم رامنځ ته شول. په لویدیځو هېوادونو کې د مېشتو مسلمانانو لویه برخه د لویدیځ او اسلامی نړۍ د فرهنګی سیالۍ قربانی شوه. په منځنی ختیځ کې اسلام‌پاله ډلې د لویدیځو او اسلامی نړۍ ترمنځ د همدغو مذهبی او هویتی سیالیو ښکارندویی کوی. البته د منځنی ختیځ په وضعیت کې د یو شمېر قدرتونو سیاستونه هم بې‌اغېزې نه دی. پوښتنه دا ده، چې ایا اسلامی نړۍ باید په دریو‌اړو جبهو کې له لویدیځوالو سره وجنګیږی؟ اسلامپاله افراطیان دې پوښتنې ته مثبت ځواب ورکوی، د هغوی په باور باید په دریواړو جبهو کې له لویدیځو سره وجنګیږی او وینې تویه کړی.
خو که چېرې د نړۍ په مختلفو سیمو کې نور تمدنونه په یوه جبهه کې جګړه کوی، په بله جبهه کې جوړجاړی ته سره رسېدلی، د بېلګې په توګه جاپان دموکراسی او بشری حقونه منلی، دموکراتیک سیاسی نظام یې منلی دی، خو د پېژندګلوۍ په برخه کې یې جاپانی ژبه خوندی ساتلې ده او پرې ټینګار کوی. داسې یې نه دی کړی چې په ټولو جبهو کې له لویدیځوالو سره جګړه وکړی. د چین داستان هم همداسې دی. چین سوسیالیزم منلی دی، اوس یې د لویدیځ اقتصاد بازار هم منلی، خو خپل ارزښتی پېژندګلوی یې خوندی ساتلې ده. هند هم خپله خپلواکی ترلاسه کړه، خو د ارزښتونو په حوزه کې یې په ډېرې هوښیارۍ سره عمل کړی دی. دموکراسی او د ګوندونو شمېر او بشری حقونه یې ومنل، انګلیسی ژبې ته یې رسمیت ورکړ، په څنګ کې یې، ژبه او خپله مذهبی پېژندګلوی خوندی کړه. خو په اسامی نړۍ کې، افراط‌یان د لویدیځ تمدن په ټولو جبهو د باطل کرښه راکاږی، چې دا سم کار نه دی.

 

۸صبح: فکر نه کوئ، چې د سپټامبر له یوولسمې وروسته د یو شمېر مسلمانانو او لویدیځوالو ترمنځ هویتی جګړه پراخه شوې، ددې هویتی جګړې زور اخیستل د کاریکاتور چاپولو په مقابل کې د یو شمېر مسلمانانو په تاوتریخجنو غبرګونونو کې وینو، همدارنګه داسې ښکاری چې په لویدیځ کې تحصیل کړی مسلمانان له افراطی ډلو سره یو ځای کیږی، آیا دا ټول د هویتی جګړې د پراخېدو ښکارندویی نه کوی؟
مرادیان: هو خو ددې موضوع په څنګ کې باید نور واقعیتونه هم په پام کې ونیسو. د اسلام تمدن له یوې خونړۍ کورنۍ جګړې سره هم مخ شوی دی. ددې کورنۍ جګړۍ لوګی د ټولې نړۍ سترګې ور ړندې کړی دی. د سپټامبر له یوولسمې پېښې وروسته ډېری قربانۍ مسلمانانو ورکړی دی. دغه کورنۍ جګړه په څو برخو کې ده. یوه هم د واک کورنۍ جګړه ده. ترکیه د اسلامی نړۍ مشرۍ لپاره په غیرمستقیمه توګه په جګړه کې ښکېله ده، په همدې موخه نیابتی جګړې مخ ته وړی. سعودی عربستان هم د اسلامی نړۍ مشرۍ لپاره جنګیږی، ایران او پاکستان هم دې جګړې ته د تیارسۍ په حالت کې دی. دا د مسلمانو دولتونو ترمنځ کورنۍ جګړه ده. په مسلمانو دولتونو کې فرقه‌ یی او مذهبی جګړې روانې دی. بلخوا اسلامی نړۍ له څو بحرانونو سره مخ ده. یو له دغو بحرانونو څخه په اسلامی نړۍ کې د دین مشرۍ کولو بحران دی. اسلامی نړۍ په دینی مسایلو کې د مشرۍ مرجع نه لری. د مسیحیت په نړۍ کې شپاړسم پاپ بنډکټ په دینی مسایلو کې وروستۍ خبره کوی.
خو موږ په اسلامی نړۍ کې داسې مرجع نه لرو، چې په مذهبی مسایلو کې وروستۍ خبره وکړی. په تشیع حوزه کې د قم او نجف ترمنځ نښتې روانې دی. د اهل سنت په حوزه کې هم د الازهر، عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ اختلافونه شته. اسلامی نړۍ د اقتصاد او پرمختیا له ننګونې سره هم مخ ده. پایله یې دا ده چې موږ د داسې اکثریت پټه‌خوله مسلمانانو لیدونکی یو چې په یو ډول سرخوږی کې ښکېل شوی او ترڅنګ یې یوه افراطی اقلیت، د اکثریت پټه خوله مسلمانانو ژوند ور حرام کړی دی او کله هم له هغوی څخه په نیابت خبرې کوی.

 

۸صبح: د سپټامبر له یوولسمې پېښې وروسته لویدیځه نړۍ له افراطی ډلو سره په پوځی جګړه کې ښکېله شوه، طالبانو سقوط وکړ، القاعده وشړل شوه، بن‌لادن ووژل شو، خو وروسته مو ولیدل چې طالبان بیرته راغلل، په منځنی ختیځ کې د ابوبکر البغدادی ډلې سر راپورته کړ، ځینې په دې باوری دی، چې له تروریستی او افراطی ډلو سره د لویدیځوالو مبارزه له ماتې سره مخ شوې ده، تاسو څه فکر کوئ؟
مرادیان: د سپټامبر یوولسمې پېښه یوه غیردولتی لوبغاړی وپنځوله. ټولې هغه ډلې چې تاسو یې نومونه واخیستل، غیردولتی سازمانونه او لوبغاړی دی. لویدیځوالو په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره ځانونه له غیردولتی لوبغاړو سره مخ کړل. د لویدیځو هېوادونو ټولې امنیتی، پوځی او بروکراتیکې دستګاوې، دولت محوره دی. د تاریخ په اوږدو کې د لویدیځوالو سیالان دولتونه وو. د سپټامبر یوولسمه لومړنۍ غیردولتی ننګونه وه. د لویدیځو دولتونو ټولنې اداری او پوځی دستګاووې، له سیالیو دولتونو سره د سیالۍ لپاره پېژندل شوې وې، نه له غیردولتی سازمانونو سره د مخامخ کېدو لپاره، نوځکه خو لویدیځ دولتونه له مسلمان افراطی ډلو سره په مبارزه کې له ډېرو ستونزو سره مخ شول. د بېلګې په توګه، د سپټامبر له یوولسمې وروسته د امریکا په ټول استخباراتی سازمان کې هېڅ پښتو ژباړن نه و. د سپټامبر له یوولسمې وروسته لویدیځې نړۍ داسې یوې لوبې ته ور ودانګل چې تجربه او چمتوالی یې ورته نه و نیولی. نه یې مهارت درلود، نه یې وسیله درلوده او نه هم تجربه، چې له همدې امله لویدیځوالو لویې تېروتنې وکړې.
د لویدیځوالو لویه تېروتنه دا وه، چې دینی تاوتریخوالی ته یې جدی پام ونه کړ، بله تېروتنه یې دا وه چې یو شمېر دولتونو ته یې جدی پام وکړ او فکر یې کاوه، چې دغه دولتونه افراطی ډلې کنټرولوی، خو دغه دولتونه هېڅ هم نه وو، وړتیا یې نه درلوده. بله ستونزه دا وه، چې یو شمېر لویدیځو سیاستوالو هڅه وکړه، د بن‌لادن د تیزس عکس پیاده کړی او هغه د دوښمن کور ته د جګړې له لېږدولو څخه عبارت وو. بن‌لادن ویلی وو چې د هغه سازمان جګړه د دوښمن کور ته ور وړی، برعکس یو شمېر لویدیځو سیاستوالو هم منځنی ختیځ ته د جګړې لېږدولو نظریه مطرح کړه. د عراق جګړه رامنځ ته شوه او یو شمېر لویدیځ سیاستوال په دې باور وو، چې ښه به وی د جګړې ډګر منځنی ختیځ و اوسی او وسله‌وال افراط‌یان په هماغه منځنی ختیځ کې له لویدیځې نړۍ سره جګړې ته حاضر شی او جګړه د لندن او نیویارک په څېر ځایونو کې پېښه نه شی. دا د لویدیځوالو تېروتنې وې. زموږ د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په څېر ځینې فکر کوی، چې هر څه یوه توطیه وه، دا نظریه ناسمه ده. هرڅه توطیه نه وه، خو د یو شمېر لویدیځو سیاستوالو لاسونه هم پاک نه دی او د هغوی تېروتنو جګړه لاپسې پراخه کړه.

 

۸صبح: ځینې فکر کوی، چې امریکا او لویدیځه نړۍ له دولتونو څخه د هېوادونو بې‌برخې کولو سیاست ته دوام ورکوی، د دوی په نظر هماغسې چې د عراق اشغال یوه تېروتنه وه، د بشاراسد له مخالفینو څخه ملاتړ هم تېروتنه ده او توندلارو ته زمینه برابروی، خو داسې مالومیږی چې امریکا د عراق له جګړې څخه پند نه دی اخیستی او اوس غواړی سوریه هم بې‌دولته کړی؟
مردایان: که چېرې د امریکا له نظره وګورئ، قضیه توپیر کوی. امریکا په منځنی ختیځ کې څو ډوله ژمنې او ګټې لری. امریکا باید خپلو ټولو ژمنو او ګټو ته ورسیږی. مثلآ چې یو پلار د خپلو ټولو اولادونو غم خوری. د امریکا یو لومړیتوب دا دی چې د خپلو سیمه‌ییزو متحدانو ملاتړ له ځانه سره ولری. ترکیه، عربستان او امارات د امریکا له متحدانو څخه دی او دوی ټول له واک څخه د بشار اسد لرې کول غواړی. امریکا نه شی کولی ددغو دریو هېوادونو غوښتنې له پامه وغورځوی. د امریکا بل لومړیتوب له ایران سره یوه اټومی هوکړه‌لیک ته رسېدل و. د ایران لپاره د بشار اسد ساتل یوه سره کرښه ده، امریکا نه شو کولی د ایران دا غوښتنه له پامه وغورځوی. د النصر جبهې او اسلامی خلافت په څېر ډلې د امریکا لپاره ګواښ دی. بلخوا، په عراق، لیبیا او لبنان کې د تهران سیاسی او مذهبی نفوذ هم د امریکا لپاره د منلو نه دی. نو امریکا په یو وخت کې په سوریه کې څو ډوله ژمنې او ګټې لری او نه شی کولی، یوه یې هم له پامه وغورځوی او بلې ته یې ډېر پام وکړی. د امریکا په سیاستونو کې تضاد او تناقض د امریکا له ځواکمنتوب او ددغه هېواد له متضادو لومړیتوبونو څخه سرچینه اخلی.

 

۸صبح: خپل هېواد ته راګرځو. ځینې فکر کوې چې زموږ هېواد لکه څنګه چې په سړه جګړه کې د لویدیځ او ختیځ پوځی جګړې ډګر و، اوس هم د افراطی اسلام‌پالو او معاصر تمدن ترمنځ د جګړې ډګر دی او دواړه خواوې غواړی زموږ په خاوره کې وجنګیږی، فکر نه کوئ چې اوس هم موږ قربانی ورکوو؟
مرادیان: وګورئ لومړی باید په افغانستان کې د افراط‌پالو د پرمختګ کورنی بستر ته پام سر لارو د داوودخان پر وړاندې پاڅون وکړ او وروسته پاکستان ته لاړل. یانې کورنی عوامل ددغه جریان رامنځ ته کېدو لامل شول. اوس هم د طالبانو بیاځلې پرمختګ کورنی لاملونه لری، نه باید هر څه ته د یوې بهرنۍ پروژې په سترګه وګورو. وروسته د افراطی جریانونو د پرمختګ سیمه هم نه باید له پامه وغورځوو. پاکستان له شپېتمې لسیزې راهیسې د بنسټ‌پاله اسلام له کارت څخه ګټه اخیستل د خپل سیاست یوه برخه ګرځولې ده. ایران هم د ۱۳۵۷ کال د دلوې ۲۲ انقلاب وروسته له افراطی جریان سره مرسته وکړه. موږ په داسې سیمه کې یو چې له افراطی جریان څخه ملاتړ ډېر تود بازار لری. په نړیوال بعد کې لویدیځوالو هم د کمونیزم پروړاندې د بنسټ‌پاله اسلام له کارت څخه کار واخیست، خو له ۲۰۰۱ کال وروسته لویدیځوالو له دغه کار څخه ګټه پورته نه کړه، بلکې له دغه جریان سره یې مبارزه وکړه. په دغه پړاو کې د لویدیځوالو تېروتنې د طالبانو ځواکمنی لامل شو. هېڅ داسې پروګرام نه و، چې لویدیځوال بیاځلې طالبان صحنې ته راولی، زه موافق نه یم، چې لویدیځوالو دې له قصده د افغانستان جګړه پراخه کړې وی.

 

۸صبح: نو ولې ناټو پر وزیرستان بمبارۍ ونه کړې، کله چې طالبانو سقوط وکړ، د القاعدې او طالبانو جګړه مار وزیرستان ته وتښتېدل او وروسته په هغه ځای کې سره منظم شول. ولې ناټو ترجیح ورکړه، چې له هغوی سره په خوست او پکتیا کې وجنګیږی، خو په وزیرستان بمبارۍ ونه کړی؟
مرادیان: تاسو پوهېږئ، چې پر وزیرستان پاکستان واکمن دی او پاکستان اټومی وسله لری. داسې نه وو چې لویدیځوالو کولی شول په وزیرستان بمباری وکړی، خو نه غواړی. لویدیځوالو نه شو کولی پر وزیرستان لښکرې ور وباسی یا هلته بمباری وکړی، ځکه چې پاکستان اټومی ځواک لری. لویدیځوال د پاکستان چلند ته په تغییر ورکولو کې هم پاتې راغلل، اصلآ د جګړې پر ډګر د افغانستان یو شمېر سیمو بدلولو او ترجیح ورکولو بحث مطرح نه و. دغه وضعیت د لویدیځوالو د ناتوانی حاصل و. بل ټکی دا دی چې د سوریې په څېر د پاکستان پر وړاندې د امریکا سیاست څو لومړیتوبونه لری. له تروریزم او افغانستان سره جګړه د امریکا او پاکستان د اړیکو یوه برخه ټاکی، نه ټوله. د پاکستان د اټومی وسلو جګړه د امریکا په سیاست کې یو لومړیتوب دی. په پاکستان کې ثبات بل لومړیتوب دی او دغه متضاد لومړیتوبونه د اوسنی وضعیت په رامنخ ته کولو کې رول لری. زموږ د پخوانی ولسمشر څرګندونې چې وایی، امریکا او پاکستان مامله کړې، چې په افغانستان کې جګړه لازیاته شی، هېڅ منطقی بنسټ نه لری.

 

۸صبح: ډېره مننه ډاکتر مرادیان


اشتراک گذاري با دوستان :