پر پاکستان فشارونه او د بدلون اړتیا

سید غفوراحمد جاوید

دافغانستان دملی امنیت سلاکار ښاغلی حنیف اتمر د پاکستان دلومړی وزیر په رسمی بلنه یاد هېواد ته سفر وکړ ترڅو دافغانستان او سیمی دسولی او ثبات لپاره د دواړو هېوادونو دهمکارۍ په عملی پلان خبری اتری وکړی، خو په ورته وخت کې  په کور دننه داسی شکونه پیدا شول چې پاکستان په تیرو څو کلونو کې د افغان سولی سره کومه ځانګړې مرسته نه ده کړی او نه دیاد هېواد  په نیت باندی باور کول په کار دی، ځکه پاکستان په تیرو کلونو کې نړۍ او افغان حکومت سره دوه ګونې سیاست لوبولی دی خو دا چې اوس پاکستان دکومو ستونزو او فشارونو له مخې غواړی خپله پالیسی بدله کړې غواړم دلته پری لنډ بحث وکړم.

کورنۍ ستونزی

پاکستان اوس په کور دننه له هر وخت زیات له مختلفو ستونزو سره لکه افراطیت، اقتصادی ضعف، د انرژۍ نه شتون او سیاسی بی ثباتۍ سره مخ دی، چې دا هره ستونزه په خپل ذات کې کولی شی پاکستان له ستونزو  سره مخ کړی، په ۲۰۱۵ کال کې په پاکستان کې د ۳۵۰۰۰ زره مدرسو د شتون راپور خپور شو چې یادی مدرسی زیاتره راجستر شوی نه دی او زیاتره تند لاری دهمدی مدرسو څخه روزل کېږی اوس پاکستان سره دا ویره ده که مخکې مو دا تند لاری افغانستان او کشمیر ته صادرول اوس یو شمیر یې له دی ډلو چې طالبانو ګروپ هم دی له نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړې دی او کیدلی شی دا ګروپونه د لوړو امتیازاتو په تر لاسه کولو سره بیرته په پاکستان راوګرځې.

همدارنګه له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۱ کال پوری د ترهګرو په بریدونو کې ۳۵۰۰۰ پاکستانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او دا بریدونه هغه کسانو کړی وه کوم چې خپله پاکستانې مدرسو کې روزل شوی دې.

یاد هېواد داوږدو کلونو راهیسی دبلوچانو له وسله والې او خپلواکې مبارزی ترڅنګ دیو شمیر سیاسی احزابو لکه د MQMپه څیر غورزنګونو له مبارزی سره  لاس او ګریوان دی، په ورته وخت کې له تیرو څو میاشتو راهیسی د پښتون ژغورنې غورزنګ هم یوه بله لویه مسله ده ځکه یاد غورزنګ د پاکستانی فوځ زیات هغه مسایل افشا کړل کوم چې دوۍ دترهګرو دروزلو په ترڅ کې ترسره کوې هغه که په خیبر پښتونخوا او بلوجستان کې دخلکو وژل او ترور کول دی او که دهغوۍ حقوقو نه ورکول دی همدارنګه دپاکستانې فوځ د تروریزم روزلو پروژه یې هم په هره جلسه کې افشا کړې ده او نړیوالو ته یې دا پیغام وررسولی دی چې د ترهګرۍ شاته د پاکستانی حکومت او فوځ لاس دی چې دی مسلې هم پاکستانې فوځ اندیښمن کړی که ترهګر وروزی نو په کور دننه له داسی غورزنګونو سره مخ دی.

نوموړی هېواد ددی ستونزو سره سره په کور دننه له پراخو اقتصادی ستونزو او اداری فساد سره هم په جګړه کې دی ځکه پاکستان  کې همدا اوس ۴۰ فصیده وګړې دفقر لاندی کرښه کې ژوند کوې او د ۱۴۰ میلونه وګړو په اندازه یې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ساعته بریښنا چې دژوند تر ټولو مهمه اړتیا ده لاس رسی نلری، او ټرانزیټی لاری یې بیله ستونزه ده چې په ورستیو کې پاکستانیان ورسره مخ دی ځکه دوۍ غواړی د افغانستان له لاری مرکزی اسیا مارکیټ ته ځان ورسوی.

سیمه ایزفشارونه

هسی خو هم پاکستان په سیمه کې ځانګړی دوست نه لری بغیر له چین څخه، او په اسیا کې چین دی چې هر وخت په پاکستان دفشار په وخت نوموړې هېواد ته دیو ښه دوست او ملګرې په توګه ثابت شوی دی خو دپاکستان دترهګرۍ څخه ملاتړ پالیسۍ په ورستیو کې چین هم اندیښمن کړی دی او چین فکر کوې چې په پاکستان کې روزل شوی ترهګرې به دیاد هېواد لویې اقتصادی سیمه ایزې او نړیوالې پروژې وګواښې چې یوه بیلګه یې د CPEC پروژی دچارو د پیل ځنډنی کیدل دی یاده پروژه دهغه ګواښونو او نا امنیو له امله ځنډیدلې کوم چې دافراطیت او پاکستان کې د نورو قومونو دحقوقو دنه ورکړی له امله راپیدا شوی دی.

همدارنګه چین غواړی چې داسی لویې پروژی رامخته کړې چې ان څو براعظمونه په بر کې ونیسی دبیلګې په ډول د یو سرک او یو تم ځای پروژه، یا داسیا پراختیایې زیربینایې بانک او دی ته ورته نورې هغه پروژی چې دترانزیت او انرژۍ په برخه کې ورته په سیمه ایزه کچه بستر هوار شوی دی خو ولې په افغانستان کې به دامنیت نه شتون او په پاکستان کې به ترهګری دا هرڅه له ګواښ سره مخامخ کوې ځکه دافغانستان موقعیت د ټولو هغه پروژو دنښلولو ټکی دی کوم چې په سیمه کې پلان شوی دی ځکه چین دیادو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوې ترڅو په سیمه کې د ځان په وړاندی خنډونه او حساسیتونه کم کړی چې همدی مسلې ته په پام سره یې دهندوستان سره هم داړیکو پراختیا نیت کړی دی او په افغانستان کې یې دهندوستان سره د ګډو پروژو دپیل لپاره هم چمتووالی ښودلی دی چې دا مسله خپله په پاکستان د چین دفشار راوړلو څرګنده بیلګه ده.

نړیوال فشارونه

بله مهمه مسله د پاکستان لپاره دنړیوالې انزوامسله ده پاکستان همدااوس دنړۍ له پامه په غورزیدلی حالت کې دی او نړیوالو په ځانګړې ډول امریکا متحده ایالاتونو او ناټو په پاکستان خپل باور له لاسه ورکړی دی او هغه هېواد ته چې یو وخت دترویزم ضد مبارزه کې دنړۍ سره دملګرتیا له امله سلګونه میلونه ډالر ورکول کیدل اوس نړۍ ورباندی دتروریزم دملاتړی تور پوری کوې چې دا خپله دپاکستان لپاره په نړیواله کچه د بی باورۍ تر ټولو بد حالت دی.

پایله

نو یادو پورته ذکر شوو ټکو ته په کتلو سره اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې پاکستان په ټوله کې په خپلو پالیسو کې بدلون راولی او د تروریزم روزلو پالیسو پرځای د ترویزم له منځه وړلو پالیسی مخته کړی چې په دی سره به وکولې شی دنړیوالو له فشار ځان خلاص کړی.

همدارنګه که پاکستان په افغان سوله کې دزړه نه اقدامات وکړې نو په راتلونکې کې به دمرکزی اسیا او په سیمه کې دنورو اقتصادی پروژی په پلې کیدو کې مهم رول ولوبوی او له دی لاری به خپل سیمه ایز باور لا زیات کړی او دخپل ولس اقتصادی پیاوړتیا کې به هم د پام وړ بدلون راولی، خو که بیا هم داسی ونکړې نو روانی ستونزی به پاکستان هم دجدی ګواښونو سره مخ کړی.

 

Comments are closed.