د لاجورد لارې پرانېستې څه پیغامونه درلودل؟

لیکوال‭: ‬خان‭ ‬ولی‭ ‬خان‭ ‬بشرمل‭ ‬

د نړۍ ډاډمن هېوادونه د خپل کُلیوضعیت د ارامښت په موخه منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه خپلو زیربنایی منابعو او بشری ځواک ته په کتو عیاروی. خپل ظرفیت د وخت د غوښتنو مطابق لوړوی څو په راتلونکې کې فرصتونو او چالشونو ته ځواب ووایی. افغانستان هم تر ۲۰۲۵ پورې ځان ته کلیدی اقتصادی، سیاسی او امنیتی اهداف او لاسته راوړنې ټاکلې دی. باید د افغانستان د دوامداره ثبات لپاره د ۲۰۳۰، ۲۰۴۰ او ۲۰۵۰ کالونو کلیدی پلانونه هم مالوم او واضح شی. د دې پلانونو په پایله کې به د افغانستان د خلکو او ادارو ترمنځ یو ډول باور رامنځته شی چې له امله به یې موږ خپلو موخو ته رسیدګی وکړای شو. د دې پلانونو کلیدی هدف د افغانستان تر ۲۰۳۰ پورې د سیمې پر څلور لارې بدلول او وروسته د شته هدف لپاره د ملی او نړیوالو کمپنیو په مرسته سترو زیربنایی، ودانیزو او انکشافی پروژو لپاره فوق العاده زمینه مساعدول دی. د دې هدف لپاره باید له نن څخه د سیمې او نړۍ اصولو او کامیابو هېوادونو سابقې ته په کتو حقوقی، تجارتی او اصولی مسایلو او کاری پروسیجرونو د اسانولو لپاره کار ترسره شی. دا بدلونونه مقننه، قضایه او اجرایه برخو کې د سمون په راوستو سره راتلای شی. څو دوی د راتلونکې دیرشو کالو نړیوالو رقابتی بدلونونو ته په کتو افغانستان له سیمې او نړۍ سره سیال کړی. له نیکه مرغه د افغانستان حکومت له تیرو څلورو کالو راهېسې پانګوالو او سوداګرو ته تر ډېره کاری پروسیجرونه اسان کړل. اما اړتیا لیدل کیږی چې دا نور هم ساده او اسان کړل شی. څو پدې رقابتی بازار کې هغه څه لاسته راوړو چې سیمه ییز او نړیوال هېوادونه یې له یو بل سره د رقابت په موخه کاروی. امکان لری چې د سیمې ډېر هېوادونه د افغانستان د سیمې پر  څلور لارې بدلیدل ونه زغمی خو ولې موږ کولای شو چې د دوی هغه ګټې چې لا تراوسه ترې نا خبره دی، د خپلو ګټو سره د کامیابې دیپلوماسۍ په رڼا کې تحلیل او وړاندې کړو. دا به د افغانستان د شته منابعو له کارولو سره فوق العاده مرسته وکړی.

افغانستان د عصری کیدو په مرحله کې ډېر ژر او په اسانه هدف ته رسیدای شی، چون په سیمه کې د عصری ریل پټلۍ، میټرو او عصری ترانزیت تجارب ډېر نوی دی. یانې موږ ته اړتیا نشته چې د زړو زیربناو د له منځه وړلو په موخه زیات کار یا وخت ضایع کړو بلکې د ذهنونو د عیارولو له لارې عصری زیربناو ته مخه کړو. د یادونې ده چې د اسیا منابع او ستراتیژیک موقعیت د نړۍ د سترو قوتونو لپاره نوی دی. د نړۍ ستر قوتونه پردې تفاهم ته رسیدلی دی چې نور د ترهګرو ډله یزو ډلو ملاتړ نتیجه نه ورکوی. دوی د اسیا په اوسنی هراړخیز انکشاف کې د خپلو موخو د تضمین په خاطر ستراتیژیکه ونډه غواړی. دا اوس د هېوادونو په ظرفیت پورې اړه لری چې څنګه دوی د نړۍ د سترو قوتونو له ستراتیژیکو اهدافو سره ځان عیاروی او د ځان ګټو ته د دوی د مفاداتو په چوکاټ کې لوړه بیه ټاکی.د اروپا او معاصرې نړۍ زیاتره برخې له طبیعی منابعو بې برخې او زیاتره یې د اروپا په پرمختګ کې مصرف شوی دی. خو ولې د عصری نړۍ ستر قوتونه غواړی چې د اسیا له دې فرصتو مستفید شی. البته د دې هدف به دا نه وی چې د اسیا د متمدنه کیدو په بهیر کې یو څوک یا عصری نړۍ زړه سواندې واوسیږی. بلکې دوی ځانو ته هغه فرصتونه مساعد کړی دی چې زموږ اسیا به له ډېر ځنډ وروسته ورته ورسیږی. د عصری نړۍ د بوختیا ښې بیلګې خلایی څیړنه، عصری تیکنالوژی او طب کیدای شی. چې موږ ورته اړتیا لرو او دوی څخه یې د تقلید په ډول په لوړه بیه پیرو.

افغانستان هم د سیمه ییز رقابتی اقتصاد، تجارت او انکشاف په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غنی تر مشرۍ لاندې کلیدی کارونه ترسره کړل. اوسنی حکومت وکولای شول چې د پانګونې د جذب، د داخلی وګړو د ارامښت او اسانتیا په موخه د مقننه او دفتری اصولو او تګلارو له مخې په قوانینو کې اسانتیاوې رامنځته کړی. تر یوه بریده دفتری مدیریت کمپیوټری او عصری شو. داخلی او نړیوالو تجارانو ته اصول واضح او اسان شول. د بیلابیلو نړیوالو نهادونو سره تفاهمنامې او تړونلیکونه لاسلیک شول. په سیمه ییزه او نړیواله درجه بندۍ کې ځان ته مقام پیدا کول او نور ډېر کارونه دی چې د عصری نړۍ له قوانینو سره یې افغانستان تر یوه حده عیار کړ.

د لاجورد لارې پرانېسته هغه څه دی چې په ملی، سیمه ییز او نړیواله کچه یې بیلابیل پټ او ښکاره اندونه را پیدا کړی دی. د لاجورد لارې پرانېسته له اټکل سره سم د نړۍ او په ځانګړې ډول د سیمې هېوادونو لپاره جالب پیغامونه لری.بعضې وخت ډېرې کوچنۍ پیښې د سترو پیښو باعث کیږی خو ولې لاجورد لارې پرانېسته یوه کوچنۍ نه بلکې د سیمې هېوادونو هغه اقتصادی، تجارتی او ترانزیتی پلانونو او عملی پروژې چېله لسیزو راهېسې تر کار لاندې یا په راتلونکې کې یې په لاره اچوی فوق العاده اغیز کړی. هغه سیمه ییزې پروژې چې په میلیاردونو ډالرو بودیجه ورته مختص شوې ده او افغانستان پکې ونډه نه درلوده، نن د لاجورد لارې د پرانېستې له امله د افغانستان تر اغیز لاندې دی.

د دې لارې په پرانېستې سره افغانستان وکولای شول چې له ازمایښتی پړاو څخه ځان په عملی پړاو بدل کړی. یانې هغه پروژې چې په سیمه کې تر ۱۲۰ میلیارده ډالرو یا له دې زیاته بودیجه لری، اوس یې له افغانستان سرهد نښلیدو په اړه خبرې کیږی. د ایران اقتصاد پوهان پر دې اند دی چې د دې کار له پیل کیدو مخکې باید له دوی څخه هدایت اخېستل شوی وای. چاه بهار موږ ته یوه متبادله لاره کیدای شی خو ولې ایران غواړی چې په سیستان کې شته بغاوت له یو څه انکشافی ودې وروسته په یو نه یو ډول ارام کړی. هلته خلکو ته د دې پروژې او ترانزیتی لارې له برکته روزګار او بوختیا پیدا کړی. ایران له بل هر وخته اړ دی چې له خپلو سیمه ییزو هېوادونو مرسته وغواړی! ایران په موجوده شرایطو کې د خپلې ستراتیژیکې او اقتصادی ورکې سره مخ دی. ایران تشویش لری چې د ده هغه ستراتیژیک اهمیت چې امریکا، چین، روسیه او اروپا ته اړین و، له طبیعی زیرمو ډک افغانستان ترلاسه نکړی.

په ایران کې ورځ تر بلې فقر او بېکاری په زیاتیدو ده. ټولنیز چوکاټونه په پړسیدو دی، فکری کنګلتیا او لوږه په لوړیدو ده. بل لوری ته د نړیوالو بندیزونو له امله له ستراتیژیک او سیاسی ستړیا سره مخ دی چې دا به د ایران لپاره دوه ډوله وضعیت رامنځته کړی. یو دا چې له تیر څخه په زده کړه د افغانستان له برنامو ملاتړ وکړی څو د امریکا په څیر هېواد ته وښیی چې په اقتصادی کنګلتیا او د شته مذهبی دیکتاتورۍ د دوام په موخه ورسره له نرمښت کار واخلی. دویم دا چې ایران به د سیاسی زوال ښکار شی او د افغانستان د برنامو لپاره چې د سیمې د دوامداره او لسیزو ثبات باعث کیدای شی، د دسیسو او ترهګریزه عناصرو په مرسته ممانعت وکړی خو ولې اسیا د اقتصادی، تجارتی، ترانزیتی او انکشافی ثبات په لوری روانه ده، همدا علت دی که ایران له سیاسی بې غورۍ کار واخلی نو له یوازیتوب سره به مخ شی.

پاکستان وار له مخکې د خپلو تخریبی کړنلارو او تګلارو له امله په ژورو اقتصادی ناروغیو اخته دی. کیدای شی د چین د بې رخۍ سره مخ شی. له بده مرغه پاکستان د لاجورد لارې پرانېسته د خپل اقتصادی پروژو لپاره چې له چین سره د خپل راتلونکې ۳۰ کلیز اقتصاد د ودې په موخه پیل کړی دی، جدی ګزار ګڼی. پاکستان پر دې اند دی چې د دې لارې د پرانېستې له امله به د چین هېواد افغانستان ته تمایل زیات شی او هغه څه چې د بلوڅو بیلتون غوښتونکو له امله په بلوچستان کې تر خطر لاندې دی، پریمانه اغیز واچوی. همدا ډول پاکستان له دې هم ویره لری چې افغانستان به د بلوچستان او خیبر پښتونخوا خام مواد د ډیورڼد دې غاړه ته انتقال او له پروسیس وروسته به د افغانستان شمال ته انتقال او وروسته به منځنۍ اسیا او اروپا ته په لوړه بیه صادر کړی. د دې علت دا دی چې پاکستان په پورته ذکر شویو سیمو کې هیڅ ډول بشری او عصری وده نه غواړی، لحاظه د دې سیمې ولس اړ دی چې د افغانستان بازار ته مخه کړی. دا هغه څه دی چې پنجاب یې له ورکړې عاجز دی. پاکستان دا اندېښنه هم لری چې افغانستان د لاجورد لارې ستراتیژیکو پروژو په څیر اقداماتو له امله غواړی چې پاکستانته دا پیغام ورکړی چې د افغانستان د ستراتیژیک اغیز احتیاج یې امکان لری چې د جنوبی اسیا د ستراتیژیکو هېوادونو له نوملړه وباسی.

چین بیا پردې اند دی چې د لارجورد لارې پرانېسته د یو کمر بند یو سړک لپاره هغه څه دی چې د سیمې هېوادونو ترمنځ یې د باور او هیلې لپاره زمینه مساعده کړه. یانې د دې سترې پروژې د عملی کېدو له امله به د چین هغې سترې پروژې چې څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ته یې په نظر کې نیولې دی، مثبت اغیز وکړی. اما که چېرې چین ته دا ذکر شوی باور ورنکړای شی نو کیدای شی چې چین دا لاره  د ځان لپاره د یو کمر بند یو سړک لپاره بدیل وګڼی. پداسې حال کې به په افغانستان کې مسؤل ارګان د بهرنیو چارو وزارت وی چې دا به زموږ له چین سره د ترینګلی اړیکو پیل وی. موږ د دې ډول اقتصادی پروژو د پلی کېدو له امله کولای شو چې د چین په څیر سترو هېوادونو ته باور ورکړو چې د افغانستان د سیمې د مشارکت او څلور لارې کېدو صلاحیت لری. دلته کیدای شی چې یو داسې فرهنګ ته لاره هواره شی چې د عصری غوښتنو سره عیار د تیر احیاء وګرځی.

له نېکه مرغه د امریکا سیمه ییز رقابت ته په کتو، د لاجورد لارې پرانېستې ته په مثبت نظر ګوری او غواړی چې پدې برخه کې له افغانستان سره هراړخیزې همکارۍ ته غاړه کیږدی. امریکا غواړی چې په افغانستان کې هغه څه چې د افغانستان د هر اړخیز تحول په برخه کې مرسته وکړی او د امریکا حیثیت په نړیواله توګه ښه کړی، مرسته کوی. د امریکا پدې برخه کې مرسته نه یوازې افغانستان د اړوندو هېوادونو له تجارتی او حقوقی بیوروکراسۍ راباسی بلکې افغانستان سره هم مرسته کوی چې د یو ستراتیژیک ملګری درلودو له امله د سیمې له هېوادونو سره په ډاډه زړه تفاهم ته ورسیږی. دا هغه څه دی چې د اروپا ډېر ستر ځواکونه هم ورته اړتیا لری. امریکا تر ډېره بریده پردې باور ده چې له افغانستان څخه په وتو دا سیمه به بېرته د ترهګرو ځاله شی او جنګ سالاری به بیرته را وګرځی. خو ولې د حکومت د لاجورد لارې په څیر ستر اقتصادی اقدامات نه یوازې افغانانو ته بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هم  پیغام ورکوی چې افغانستان اوس هغه پخوانی افغانستان ندی بلکې د مدیریت ظرفیت یې پیدا کړی دی.

د لاجورد لارې، ټاپی، کاسا زر او چاه بهار په څېر کلیدی پروژې باید افغانستان له هر ډول سیمه ییز سیاسی اغیز لېرې وساتی. دا هغه څه دی چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت او سفیران یې درک کړی. له بده مرغه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتره هغه ډېسکونه چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ستراتیژیک، دیپلوماټیک او اقتصادی تحولاتو څارلول لپاره یې ایجاد کړی دی، له کاره لویدلی دی. دوی جدی اصلاح او بدلون ته اړتیا لری. هلته له مقرراتو سره سم بیدار کادرونو ته اړتیا لیدل کیږی. چې د سیمې په پروټوکول او خوی پوه شی. له راتلونکې کلیدی بدلونونو خبر او د افغانستان په ګټه یې را وڅرخوی. موږ باید په اړوندو ادارو او وزارتونو کې د نوموړې سترې پروژې د بریالیتوب لپاره داسې شعبې رامنځته کړو چې دا سترې پروژې د لوژیستیک، حقوقی او قانونی اړخه مدیریت کړی.

د افغانستان هغو ټولو خواخوږو هېوادونو ته چې د افغانستان په پرمختیا کې خپل سیاسی، امنیتی او شخصیتی ثبات وینې، د لارجورد لارې پرانېسته ستر باور او خوشبینی ده. دوی له دې پیل انګیزه اخلی او د افغانستان په ظرفیت، اصلاح او پرمختیا یې باور زیاتیږی. افغان ولسمشر محمد اشرف غنی سیمه ییز حریفانو ته یو ډېر واضح پیغام درلود، هغه دا چې:

“تاسو زموږ لارې تړئ خو موږ تاسو ته لارې پرانیزو. تاسو زموږ پرمخ د جنوبی اسیا لارې تړئ خو له یاده مو ونه وځی چې له منځنۍ اسیا تر اروپا پورې لنډه لار د افغانستان له لارې تیریږی او تاسو یې کارولای شئ.”

د لاجورد لارې له پرانېستې وروسته سیمه ییز تشویشونه باید ډېر په سیسټماتیکه توګه حل شی او د افغانستان ګټو ته په کتو د سیمه ییزو اقتصادی انکشافاتو سره یو شی. د دې لارې له پرانېستې وروسته د حکومت لخوا پر دې کار روان دی چې د دې لارې د دوامداره او با ثباته ساتلو په موخه د حکومت له لوری یو ځانګړی کلیدی روډ میپ جوړ شی. هغه ټولې ستونزې چې پدې لومړی پړاو کې تر سترګو شوی دی د مربوطه وزارتونو له لارې د اړوندو هېوادونو سره شریکې او حل شی. همدا ډول پدې هم کار روان دی چې څنګه د دې هېوادونو ترمنځ ازاد پاسپورټ او روډ پاس ته زمینه مساعده شی. پر دې سربېره حکومت په نظر کې لری چې له بدخشان څخه تر نېمروز پورې یو فرهنګی، اقتصادی، ستراتیژیک او ترانزیټی کوریډور رامنځته کړی. د دې ترڅنګ له هرات څخه تر تورغونډۍ او اقینه پورې کلیدی کوریډورونه رامنځته کړی تر څو وروسته پاتې فکرونو له عصری زېربنا په مرسته د وخت له غوښتنو سره عیار شی.

Comments are closed.