دکونړ کانونه لاهم دتالان په منګولو کې دی

دکونړ ولایت چپې درې، ماڼوګی او یو شمېر نورو ولسوالیو کې دقیمتی ډبرو پسې په هغه سیمو کې ناقانونه کیدنې روانې دی چې حکومتی ولکه پرې نشته دی.

دغلته کان کیندونکی،شپه او ورځ خواری کوی چې دبرمو په ډزو سره دقیمتی کاڼو کوټنۍ ومومې چې ددغه څه لپاره دځمکې په ډډ کې ان په کلونو کلونو مزله ته یې هم کلکه خپله ملا تړلې وی.

په دغه ولایت کې چپې درې هغه ولسوالی ده چې دمرکز اسداباد څخه تر پنځوس کیلومتره لرې ده او د قیمتی کاڼی لکه بیروچ او تښتې پکې ډیرې دی.

یادې ولسوالۍ دهغه سیمه ده چې مشهور کانونه پکې موجود او د وسله والو طالبانو ولکه پرې ټینګه ده. د غره په لمنو کې یې داسې سمڅې ویستل شوی چې دسړی پکې دروځې له پلوه غونی زیګیږی.

کان کیندونکی په لاسګاډو کې د دغه سمڅو نه دخاورو ګټو په راویستنې لګیا دی او ځینو د خپلو تونلونو مخې ته خپلې برمې چلان کړی چې دبمونو دچاودنو په وسیله خپل کانونه وکنی.

په دغه سیمه کې شاوخوا ته کورونه نشته، هر سړی پخپلو خولو کې ډوب دی خو کله کله په کان کې یو نیم ډز دسړی پام ځان ته ورواړوی.

یو کس چې په کان کې یې دتورتم له امله برقی ګروپونه کتار کړی او په لاسګاډی دخپل کان خاورې تیږې بهر راوباسی،وایی دتیرو لسو کلونو راهیسې دکانونو رایستنې په برخه  کار کوی.

هغه چې په ږیره کې یې سپن لګیدلی او زړې سورۍ جامې یې په تن دی خپل نوم مسلم ښیی او وایی په دغه کان کې یې د تیرو درې میاشتو راهیسې کار پیل کړی دی.

نوموړی وایی اوس اوس یې دکاڼو رګ صحیح کړی او ډاډه دی چې په راتلونکو څو اونیو  کې اصلی ځای ته ځانونه ورورسوی.

هغه چې نهه نور ملګری هم ورسره په دغه کان کې کار کوی راته په دې اړه معلومات راکوی  چې دکان سیمه څنګه پېژندلی شی.

«دلته رګونه دې، یا په هغه ځای کې چې دقیمتی کاڼو رګ دی، شنه نښه موجوده وی، شنه کاڼی، لری او یا هم پخپل سر شروع کوو چې کوم ځای کې مو رګ پیدا کړ .»

نوموړی وایی، په دغه سیمه کې ډیر مشهور کانونه شته چې دبیروچ په نوم قیمتی او تښتو په نوم نیمه قیمتی کاڼی پکې راوځی.

دغه کارګر زیاتوی چې، څو کاله پخوا په سیمه کې حکومتی ولکه ټینګه وه نو ځکه به په یادو کانونو کې، دوی په ډاډه زړه کار نشو تر سره کولی او ان کله کله به پولیسو دوی د ډانګو په زوره له سیمې شړل خو هغه مهال چې حالات ترینګلی شو د دوی په ستونی کې هم لاړې وچیلدې .

د دغه کان یو شریک، احمد الله چې د ننگرهار ولایت د کامی ولسوالې او سیدونکی دی او اوس مهال د کان په خوا کې د کاریګرو کار څاری وایی، له څومیاشتې یې په دغه سیمه کې دبمونو زمواری په غاړه اخستې او په تیرو دریو میاشتو کې یې کابو پنځه شپیته زره پاکستانۍ کلدارې لګیدلی دی.

نوموړی وایی، په دغه سیمه کې هغه سړی هم ورسره په یوه برخه شریک دی چې کان یې په ځمکه کې وتلی دی.

خو زیاتوی چې په ټول کان کې نهه کسان شریکان لری او هر کس خپل ځان ته د خپل توان مطابق برخې اخستې دی. هغه وایی، که څه هم په سیمه کې وسلوال طالبان حاکم دی خو په دوی کار نلری.

«مونږ په خپله طالبانو ته پیسې داسې نه ورکوو چې هغوی یې رانه وغواړی خو دلته یې خلک ورکوی چې ډیر مال یې راوځی.»

نوموړی وایی، اوس مهال په سیمه کې امنیتی حالات خراب دی او په چاقاچی ډول خلک قیمتی ډبرې تر ډیره دپاکستان هیواد ته وړی.

احمد الله وایی، دکونړ دغاښی  او نا اپاس په کنډونو او د نورستان لخوا د چترال له سیمو پاکستان هیواد ته دغه قیمتی کاڼی لیږدول کیږی.

هغه همدا راز زیاته کړه چې په سلګونه کسان د کونړ د چپې درې، ماڼوګی  او یو شمیر نورو ولسوالیو په کانونو کې په کار بوخت دی، دی وایی ځینو کاریګرو ته پیسې ورکول کیږی او کنه ډیر خلک په کان کې دکاڼو په برخه کار کوی او په سیمه کې شپه او ورځ د کان مخې ته په خیمو او کوټو کې اوسیږی.

ومې وغوښته له هغه چا سره هم خبرې وکړم چې، په ځمکه کې یې کانونه شتون لری خو دغږ نه ثبتولو په شرط یې وویل د ظاهر شاه د حکومت له مهاله یې په ځمکه کې کانونه راوځی، په لمړی سر کې هغه مهال په دې کان کیدنه بندشوې وه خو دوی پرې بیرته کار پیل کړی او لاهم روانه ده .

په کونړ کې د کانو او صنایعو ریاست چارواکی هم په دغه ولایت کې دغیرې قانونی کیندنو خبره منی او وایی، اوس مهال هم په هغه سیمو کې د قیمتی کاڼو پسې کیندنې روانې دی چرته چې امنیتی حالات بې ډاډه دی .

د دغه ریاست مشر، هارون رشید لمړی په کونړ کې د هغه قیمتی او نیمه قیمتی کاڼو نوعیت  په ګوته کوی چې په دغه ولایت کې شتون لری.

«کونړ د قیمتی کاڼو له پلوه یو غنی ولایت دی، بیروچ، کونزیت، اکومارین، مرمر او نور ډیر مندل کیږی.»

نوموړی وایی، دکونړ په ماڼوګی، چپې درې او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د بیروچو په نوم قیمتی کاڼی میندل کیږی چې اوس مهال یې په رایستنې پسې غیرقانونی کیندنې روانې دی.

ښاغلی رشید وایی، د جیو لوژیکې سروې لمخې چې پخوا کلونو کې تر سره شوی او هم د دوی د موندنو په بنا په کونړ کې د قیمتی او نیمه قیمتی کاڼو خورا ډیر کانونه شتون لری خو کره شمیر یې په لاس کې نلری.

«په پیچ دره کې په وټه پور، چپه دره، ماڼوګی او شیګل ولسوالۍ کې قیمتی کاڼی پیدا کیږی.»

دغه چارواکی وایی، تر اوسه په قانونی توګه دکونړ  دکانونو ویستنی لپاره هڅې ندی شوی او نه هم تر اوسه چا وړاندیز کړی چې دکونړ کانونه په قانونی توګه استخراج کړی.

ښاغلی رشید وایی، دوی دخپلې پالیسۍ لمخې یواځې دغیرقانونی کیندنو دمخنیوی دنده په غاړه لری، خو د دغه ولایت امنیتی چارواکی وایی، په سیمه کې یې د کان کیندونکو او غیر قانونی لیږد د مخنوی لپاره خپل پولیس ګمارلی تر څو د قیمتی ډبرو د قاچاق مخه ونیسی.

د کونړ امنیه قوماندان، جنرال حبیب الله سید خیل وایی، په هغه سیمو کې چې دحکومت لاس رسی هلته یې د دغه څه مخه نیولې ده .

هغه په دغه برخه کې له ولسی خلکو مرسته وغوښته چې د قاچاقبرانو په ښودنه کې دې له دوی سره مرسته وکړی.

هغه د چپې درې به ولسوالۍ کې د کانودغیر قانونی کیندنو په اړه وویل، په هغه سیمه کې چې کانونه وجود لری، دوی یې نشی کابو کولی او که حالات سم شی نو پر ضد به  یې جدی اقدام وکړی.

په سیمه کې د وسلوالو طالبانو ځایی قوماندان وایی، تر اوسه یې د کان کیندنې مخه نده  نیولی او دغه څه د ځایی خلکو حریم کڼی چې په خپله خوښه یې د کانونو په ویستنه پیل کړی دی.

که څه هم  د قیمتی کاڼو د خرڅون لپاره په کونړ کې ځانګړی بازار نشته خو د ختیځ په کچه د دولت سره په همغږۍ په ننګرهار کې د قیمتی ډبرو یو مارکیټ شتون لری.

د دغه ځانګړی بازار مشر، حاجی محمداګل وایی، څلور کاله وړاندې یې د ختیځ په کچه د والیانو په مشوره دغه بازار د دې لپاره جوړ کړی، چې د قیمتی کاڼو د غیر قانونی لیږد مخه ونیول شی خو له دوه ځلې سربیره ورته تر اوسه چا قیمتی کاڼی ندی راوړی .

نوموړی غوښتنه کوی چې دولت د دغه قیمتی کاڼو په لیږد کې له دوی سره مرسته وکړی نو له یوه پلوه به د دوی بازار په مخکې لاړ شی او له بله پلوه به په قانونی توګه دقیمتی کاڼو خرڅون صورت ومومی.

په سیمه کې ځایی خلک هم د قیمتی کاڼو خپل سرې کیندنو اندیښمن کړی او له دولت، ولس او ان د وسلوالو طالبانو غواړی چې د کانونو په ژغورنه کې دې خپل ملی مسولیت ادا کړی.

د کونړ والی، سید فضل الله وحیدی هم د کونړ دپیچ درې په یادو دوه ولسوالیو کې د قمیتی کاڼو پسې غیر قانونی او خپل سرې کیندنې منی او وایی، دوی خپلې هڅې کړی خو د امنتی حالاتو په نسبی خرابیدو دغه کیندنې زیاتې شوی دی او په قاچاقی لارو پاکستان ته لیږدول کیږی.

نوموړی وایی، د دغه څه لپاره یې امنیه قوماندانۍ او نورو کشفی ادارو ته لارښونه کړې چې د کانونو د کیندنو او غیر قانونی لیږد مخه ونیسی.خو زیاتوی چې د دغه کانونو څخه وسله وال طالبان ګټه پورته کوی او دوی پرې په سیمه کې ځانونه ساتی: «تر ډیره په دغه سیمو کې وسلوال طالبان دغه کانونه کنی او دوی پرې ځانونو ته وسلې او اړین تجهیزات برابروی.»

په تیر ۱۳۹۱ ه کال کې د ختیځو ولایتونو په کچه د قمیتی ډبرو سوداګرو ټولنې ویلی وو چې په یوه کال کې د ختیځ په کچه د یوه ملیارد افغانیو په ارزښت قیمتی کانی پاکستان هیواد ته په ناقانونه توګه وړل شوی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

دانه یواځې کونړ دی، چې په غیرې قانونی توګه یې دکانونو ایستل روان دی بلکه دهیواد په نورو ولایتونو کې، چې قیمتی کانونه په بر کې لری پراخه ایستنه روانه ده  او کاونډیو هیوادونو ته په ناقانونه توګه لیږدول کیږی.

دکمه بازگشت به بالا