په افغانستان کې د اندونیزیا ممکنه نقش

خان ولی خان بشرمل

اندونیزیا په اوبو کې پروت هېواد دی چې د اسلامی نړۍ تر ټولو ستر نفوس درلودونکی دی. خلک یې نهایت شریف، مذهبی او اخلاقی چوکاټونو ته ژمن دی. دوی د یو بل په کار کې مداخله نه کوی بلکې له خپل کار سره کار لری. هر کار په بسم الله او سلام و دعا پیلوی. نه غواړی چې د خپلې کړنې په پایله کې بل چا ته ضرر ورسوی، له هر چا سره ډېر عاجزانه او دروند برخورد کوی. ولسی زغم یې دومره زیات دی چې په سلګونه مذاهب او نژادونه پکې په آزاده او سولیزه توګه ژوند کولای شی. زیات شمېر ولس یې له عصری اروپایی پرمختګ څخه اغیزمن او کروندګر دی. دوی زیار باسی چې د موجوده غوښتنو سره سم پرمختګ وکړی. که څه هم له وچې لرې دی خو تر یو حدغربی، چینایی، هندی او آسیایی وګړې هم پکې تر سترګو کیږی.

دوی له بدنی شکل څخه ډېر کوچنې او ضعیف دی خو په “جاکارته” کې  د دوی په لاس جوړې شوې تجارتی او ودانیزې ودانۍ له اسمان سره خبرې کوی. دوی زموږ په پرتله ډېرې لږ غږیږی. د یو چا په لیدو مسکا کوی او د زړه له تله غواړی چې کارونو کې ورسره ممکنه مرسته وکړای شی. د ملی انکشاف او پلان، مالیه او فواید عامه وزارتونه یې د نړۍ د عصری غوښتنو مطابق پلانونه لری. هر هغه شی چې ستر تجاران یې له بهر څخه واردوی بیه یې له داخلی تولید څخه څو چنده زیاته وی څو عام خلک د دې تولید له اخیستلو ډډه وکړی.

اندونیزیا ځان ته نږدې ګاونډیان نلری لکه څنګه چې یې افغانستان لری. دویمه خبره دا ده چې د انډونیزیا ګاونډیان با فرهنګه او د تمدن او پرمختګ ملګری دی او له تخریب څخه کرکه لری. همدا ډول غربی لیکوال هم پدې آند دی چې د انډونیزیا ګاونډی هېوادونه د بیلابیلو کلتورونو پلویان دی، کیدای شی دې کار هم انډونیزیا له نسبی امنیت سره مخ کړې وی. د اندونیزیا شاوخوا پراته هېوادونه پر یو تدریجی او سولیز ریفورم باور لری خو د افغانستان ګاونډیان ډېر جدې او د څو ورځو په ترڅ کې په نړۍ غالب کیدل غواړی او غواړی د افغانستان په شمول ټوله نړۍ تر خپلې واکمنۍ لاندې راولی.

خو د اندونیزیا ګاونډیان بیا دا ډول نشه نلری، البته د افغانستان ګاونډیان نه خپله غواړی یو څه وکړی او نه نور هېوادونه پرمختګ ته پریږدی. دوی باور نلری چې له خپل محدود فکر څخه راووځی ولې غواړی چې نړۍ تر واک لاندې کړی. یو عمده علت هم دا دی چې دوی اټوم بم هم د دې لپاره غواړی رامنځته کړی چې د نړۍ په لاندې کولو کې ترې کار واخلی. دا یوه تیروتنه ده چې دوی به تر ډېرې اوږدې مودې ورسره لاس او ګریوان وی. که چېرې دوی نه بدلیږی نو موږ هم ترې تنګیږو او کړیږو! حتی دا هر څه اوس په یو ناسور بدل شویدی. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی هم د دې ناسور د له منځه وړلوزیار وایست او لګیا دی لا زیار باسیخو دلته ستونزه دا ده چې دا ګاونډیان غواړیټوله نړۍتر خپل واک لاندې راولی، په ځای د دې چې پر خپلو کړنو غور وکړی او له ځان سره د ځان د اصلاح او بدلولو په موخه فکر وکړی. له بده مرغه د آسیا او ځینې غربی نړۍ ۵۵ سلمه نفوس د دوی د ناوړه او تخریبی ایډیالوژۍ له امله په تکلیف دی. دوی ته دا باور ورکول چې نړۍ د نوښت او نویو عصری افکارو په لور روانه ده، یو ستر مشکل ګرځیدلی دی.

خو بل لوری ته د اندونیزیا ولسمشر د ولسمشر غنی د یو لیکچر له امله نهه ساعته سفر کوی او افغانستان ته راځی. د اندونیزیا د مالیې وزارت له کلیدی چارواکو سره د خبرو په مهال راته مالومه شوه چې له ولسمشر غنی سره له موږ زیات د اندونیزیا چارواکې مینه لری!

اما زموږ په شاوخوا کې ډېر داسې هېوادونه شته چې د تخریب لپاره پریمانه سامان لری خو د افغانستان ستراتیژیک، اقتصادی او ترانزیټی اهمیت ورته هیڅ ښکاری. د افغانستان ځانګړتیاوو ته په کتو، د اندونیزیا هېواد لیوالتیا لری چې د افغانستان په کلیدې برخو لکه سترو سړکونو، کوریډور، معدن او ادارې جوړونه کې کلیدی نقش ولوبوی. دا هغه څه دی چې د اندونیزیا له اقتصادی، سیاسی او ستراتیژیک دریځ سره مرسته کولای شی. اندونیزیا له دې لارې غواړی چې خپلو داخلی بنسټ پالو ته هم اطمینان ورکړی چې له یو مسلمان هېواد سره خواخوږی لری او غواړی چې له شته بحران څخه په را ایستلو کې یې مرسته وکړی. همدا ډول دا پدې مانا هم ده چې اندونیزیا په اسلامی نړۍ کې د یو سترنفوس په درلودوسره سیاسی نفوذ هم پیدا کول غواړی، دا هغه څه وو چې له اندونیزیا ورک وو!

مناسبه یې بولی چې د افغانستان په وضعیت کې د نقش لوبولو سره په اسلامی نړۍ کې خپل حضور اغیزناک وښیی او وروسته دا اغیز په اقتصادی حضور بدل کړی. د دې تر څنګ اندونیزیا پر دې هم پوهیږی چې د اسلامی نړۍ له فکری کنګلتیا، دود پالنې او زړو نظریاتو او واکمنۍ عامه مسلمان وګړې تنګ شوی، همدا علت دی چې د اندونیزیا ماډل ته په دوامسره غواړی د اسلامی نړۍ د ځوانانو زړونه وګټی.

غالب ګمان کیږی چې د اسلامی نړۍ ځوانه طبقه د موجوده اسلامی رژیمو له حکومتوالی،اخلاق، تنګ نظری، افراطیت او وروسته پاتې دیپلوماسی، فکری کنګلتیا او دودی حکومتی ماشینری څخه تنګ شوی. همدا علت دی چې دوی د خپلو هېوادونو په پرتله غرب ته ډیر زړه ښه کوی څو هلته لاړ شی او زده کړې، تخنیکی روزنه او خپل کاری ظرفیت لوړ کړی او څوکاله ژوند وکړی. فلسفی قانون دی چې راتلونکې له تیر څخه معاصر وی او که چېرې داسې نه کیږی نو بیا ټولنه بل لوری ته ځی. بیخې داسې لکه په افغانستان کې!

البته د دې خبرې هدف به دا نه وی چې افغانستان د طبیعی قوانینو برخلاف چلند وکړی! بلکې موږ ویلی شوو چې افغانستان اوس هم بدلون ته اړتیا لری خو د دې بدلون د رامنځته کیدو لپاره هغه بشری قوه نشته چې په اندونیزیا کې لیدل کیږی. اندونیزیا کولای شی د ولسمشر غنی هغه ژمنې چې په ولایتونو  کې په هره ولسوالی کې تخنیکی او مسلکی روزنیز مرکزونه رامنځته شی، مرسته وکړی. اندونیزیا کولای شی د داخلی کوریډورونو په جوړونه کې له افغانستان سره مرسته وکړی. د دې ترڅنګ د اسلامی تعلیماتو، برښنیزو بندونو، داخلی تولیداتو او وچو میوو د پروسې په برخو کې مرسته وکړی. دا هغه څه دی چې د ورانولو په موخه یې طالب یا بل کوم اسلامی ډله شریعی جواز نشې وړاندې کولای.

ښکاره خبره ده چې د اندونیزیا نفوس ورځ تر بلې په زیاتیدو دی او امکان لری چې په نږدې کالونو کې دریو سوو میلونو ته ورسیږی نو اندونیزیا هم اړتیا لریچې د نفوس ډېره برخه مصروفه وساتی همدا علت دی چې اندونیزیا په ډېر لږ لګښت سره په افغانستان کې د افغان اقتصاد د پرمختګ په موخه ډېر کلیدې پروژې پرمخ وړلی شی. که چېرې د پاکستان اسلام د هند له هغو خدماتو چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې اقتصادی واکمنۍ ته لاره اواروی، مشکل لری نو اندونیزیایی اسلام ته خو دې اجازه ورکړی چې خپل سولیز اقتصادی برنامی دلته عملی کړی.

پر دې برسیره، د اندونیزیا نقش به د جنوبی آسیا لپاره ډېر کلیدی وی. دا نقش به وکولای شی چې د جنوبی آسیا ورسته پاتی کلتور ته تغیر ورکړی. د جنوبی آسیا موجوده افراطی کلتور له احساساتو ډک او له عقله تش دی. دلته ډېری  پریکړې پر عقلانی بنسټونو نه بلکې په مفروضو ولاړې دی چې پایلې یې هیڅکله نه احساس او نه تحلیل شوې دی. د جنوبی آسیا په کلتور کې د یو چا د خوشالولو لپاره وینه تویول اړینه شوې ده خو په اندونیزیایی کلتور کې بیا رحم د خدای تعالی د خوښۍ عمل دی. هلته داخلی یا باطل  احساسات معتبر دی خو په جنوبی آسیا کې په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او افغانستان کې ظاهری بڼه اړینه او پر افراطیت ولاړه ده. د دی بڼی بدلول پکار ده. دلته د عصری تمدن د بنسټ ایښودو لپاره اړینه ده چې د منځنې او جنوبی آسیا ترمنځ د حرکت او خوځښت اصلی مرکز چې افغانستان دی، ورغول شی.

که چېرې د جنوبی آسیا کلتور د غنی کلتور ادعا لری نو اړینه ده چې د منځنې آسیاله کلتور سره مثبت رقابت ته ځان آماده کړی. موږ که چېرې د اندونیزیا او دې ته ورته هېوادونو حضور په خپلو سیمو کې یقینی کړو نو هغه ورځ لرې نده چې د منځنې ختیځ په شمول منځنې آسیا او جنوبی آسیا به د پرمختګ په لور وخوځیږی. بل یو ستر حقیقت دا دی چې ډېرو کمو هېوادونو ته د تخریب، ترهګرۍ، وژلو او د انسانی ارزښتونو د له مینځهوړلو دنده ور پاتې ده. حقیقت دا دی چې د نړۍ زیات شمیر نفوس غواړی د موجوده عمومی کنګلتیا څخه را ووځی او د پرمختګ او انکشاف په لور حرکت وکړی. غالب ګمان کیږی چې د نړۍ ډېر معاصر هېوادونه له موجوده عصری حیثیت څخه هم را وتل غواړی او د یوې نوې نړۍ د تخلیق په لټه کې دی خو موږ ته بیا هم هغه زوړ او وروسته پاتې کلتور را په برخه دی چې د غزنی بربادی یې ښه بیلګه ده.

که غواړو چې د اندونیزیا په څیر د مسلمان او پرمختللی هېوادونو له دینی، شریعی، عصری، دنیاوې او اقتصادی کړنلارو څه زده کړو نو اړینه ده چې د ځان ټولیزه ارزونه وکړو چې ایا موږ د دې وړ یوو چې داسې هېوادونو ته په خپله غیږه کې ځای ورکړو؟ که چېرې موږ غواړو چې له دې ډول ارزونې  یو څه لاسته راوړو او راتلونکې مو له سوکالی او سولې ډک وی نو اړینه ده چې موږ ډېر په غور سره د هرات، بلخ، بامیان، غزنی، کندهار، جلال اباد او پکتیا تجارتی او اقتصادی تاریخ را واخلو او له ځان سره یې تحلیل کړو. که چېرې د نوموړیو ښارونو تاریخ وګورو نو هغه ورځ لرې نده چې د نړۍ په علمی او اقتصادی پانګه کې به نقش لوبولو ته چمتو واوسوو.

Comments are closed.