د ښځو نړیواله ورځ د کله راهیسې؟

رڼا لودین

د مارچ اتمه نیټه هر کال د نړۍپه بیلابیلو هیوادونو کې د ښځې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږی. دا ورځپه ټولنه کې د ښځو د درناوی، له دوی سره د مینې، او په ټولنه کېد دوی د حقونویادونه کوی.

په لومړی سر کې دا ورځیوه سوسیالیسی سیاسی لمانځنه وه، چې په شرقی اروپا او د پخوانی شوروی په هیوادونو کېیادیدله،خو وروسته د ډیرو هیوادونو په معاصر کلتور کې ورګډه شوه.

په لومړی سر کېیې بڼه هم یوڅه د مور او مینې ورځې ته ورته وه خو وروسته وروسته د ښځو نړیواله ورځ د ښځو د حقونو لپاره د کمپاین په یو مناسبت بدله شوه.

پهیوه همداسې ورځیعنې د مارچ د میاشتې په اتمه نیټه په ۱۸۷۵ م کال کې په نیویارک کې د ټوکر اوبدنې د کمپنیوښځینه کارکونکیو، د خپل کار د شرایطو د ښه کیدو او د دوی د کمې تنخوا د زیاتیدو لپاره په مظاهرو لاس پورې کړ.

رڼا لودین

دا مظاهره هغه مهال د امریکا د پولیسو له سخت غبرګون سره مخ شوه او پر پاریدلو مظاهره چیانویې حمله وکړه او مظاهره یې وزپله.

له اعتراض کونکو ښځوڅخهیو شمیریېټپیانې او یو شمیریې بندیانې شوې. که څه هم دا اعتراض د امریکایی پولیسو له خوا وزپل شو، خو د ښځو دا اعتراض ددې سبب شو چې د ښځو د حقونو مسله په نړۍ کې د لومړیځل لپاره په یوه نوې بڼه او خوځښت راپورته شی.

تر دې وروسته داډول اعتراضونهیا په څرګنده او یا پټه هر کال په کارخانو کې کیدل خو له دې پېښېڅو لسیزې وروسته په ۱۹۰۷ م کال کې د مارچ په اتمه نیټهیو وار بیا د امریکا د نساجی فابریکو کارکونکیوښځو د لس ساعته کار پر ضد په پراخ اعتراض لاس پورې کړ.

په دې اعتراض کې له دوی سره یو کم شمیر سړی او د نورو طبقو یو شمیرښځې هم ملې وې. اعتراضدا ځل هم د پولیسو له خوا وزپل شو، او ګڼېښځې بندیانې شوې.

په۱۹۰۸ م کال کې د امریکا سوسیالیستګوند په انتخاباتو کې د ښځو لپاره د رای د حق غوښتنې په موخه د ښځو ملی کمیټه جوړه کړه ، او په همدې کال اوبدونکیوښځو پر ماشومانو د کار د بندیز او ښځو ته د رای د حق د ورکولو لپاره په نیویارک کې مظاهره وکړه.

د همدې کالد مارچ په اتمه اعتراض او زپل یې ددې سبب شول چې ترېیو کال وروسته یعنې په ۱۹۰۹ م کال کې دا ورځ د امریکا د ښځو د ملی ورځې په توګه تثبیت شی.

وروسته په صنعتی نړۍ کې دا وروځ ورو ورو د دولتونو او د کارخانو د بډایو مالکانو سره د کار د شرایطو او کمې تنخوا پر سر د ښځو د مخالفت په ورځې بدله شوه.

په۱۹۱۰ م کال کې د نړۍ د سوسیالیستانو په نړیواله کنګره چې د ډنمارک په کوپنهاګن کې جوړه شوې وه، د المان د ډیموکراټ سوسیالیستګوندښځینه استازې کلارا ځتکین د مارچ اتمه نیټه د ښځو د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه وړاندیز کړه.

کنګرې دا وړاندیز تصویب کړ او په ۱۹۱۱ م کال کې په جرمنی، ډنمارک، سویس، اتریش، استرالیا او یو شمیر نورو هیوادونو کې تقریبایو میلون سوسیالیستو او کارګروښځو د ټولنې د نورو ښځو او سړیو سره یوځایلاریونونه وکړل.

دوی په جشنونو او ویناوو سره د ښځو لپاره د رای ورکولو، کار او مسلکی روزنېاو نورو برخو کې حقونه وغوښتل.

په همدې کال کې په چین او روسیې کې هم د اتم د مارچ په مناسبت مظاهرې وشوې.

خو لا د مارچ له اتمې نیټېیوه اونۍ نه وه وتیره شوې چې د نیویارک د ښار د تریانکل په اورلګیدنه کې چې د خوندیتوب د وسایلو د نشتوالی او د کار د بدو شرایطو له کبله لګیدلی و۱۴۹ښځې ووژل شوې.

همدا مسله ددې سبب شوه چې په ورپسې کال کې د مارچ د اتمې نیټې په مناسبت مظاهرې تر دې هم پراخه شی چې په کې په بیلا بیلو هیوادونو کې د ښځو د کار پر شرایطو اعتراضونه وشول او ددې شرایطو د ښه کیدو غوښتنه وشوه.

د نړیوالې جګړې په پیل سره چې میلونونه سړی د جګړې کرښو ته ولاړل، سوسیالیستوښځو په دې کلونو کې د مارچ د اتمېلاریونونه د جګړې، وژنو او د جګړې له کبله د رامنځ ته شویو خرابیو پر ضد کول.

په۱۹۱۷ م کال د مارچ په اتمه په روسیه کېښځو د اجناسو د بیو د لوړیدو، د کارخانو د رخصتیو او د کارګرانو د ایستلو پر ضد مظاهرې وکړې او دې پېښې په روسیه کې د اکتوبر د انقلاب په رامنځ ته کولو کېډیر اغیز درلود.

له جګړې وروسته د شپیتمې لسیزې تر لومړۍ پورې د ښځو ورځډیره د پاملرنې وړ نه وه او که لمانځل کیده هم ډیر پام نه ورته کیدهځکه په متمدنو ټولنو کېښځې توانیدلې وې چې خپلو ډیرو غوښتنو ته ورسیږی.

خو په نولسوه شپیتمه لسیزه کې د ښځو د سازمانونو له ودې سره دې ورځېیوځل بیاځانګړی ارزښت وموند، په ۱۹۷۵ م کال کې د مارچ اتمه نیټه د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوه او دوه کاله وروسته یعنې په ۱۹۷۷ م کېیونیسکو دا ورځ د ښځود نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت وپیژنده.

له هغې ورځې راهیسې، د مارچ اتمه په نړۍ کې د حکومتونو،سازمانونو، تولنیزو ادارو او خلکو له خوا د ښځو د ورځې په توګهلمانځل کیږی. دا ورځ سربیره پر دې چې د ښځو لپاره د حقونو د راپورته کولو او په دې برخه کې د عامه پوهای د زیاتولو لپاره یوښه مناسبت دی، ټولنیزارښت هم لری او په یو شمیرټولنو کې په دې ورځ سړیښځو ته ګلان او ډالۍ ورکوی او په دې توګه په ټولنه کې د هغوی د ونډې درناوی کوی.

افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چیرې چې ښځې له خپلو ډیرو ابتدایی حقونو څخه هم بې برخې دی.

که څه هم په دې هیواد کې په تیره یوه نیمه لسیزه کې د ښځو په ژوند کې ځینې مثبت بدلونونه راغلی دی خو بیا هم ډیر کار ته اړتیا شته څو افغان میرمنې وتوانیږی د خپلې ټولنې په جوړولو کې له سړیو سره یوځای رغنده رول ولری.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د نسکوریدو راوروسته اتم د مارچ د ښځو د ورځې په توګه هر کال لمانځل کیږی. که څه هم د ځینو په نظر دا نماځنې نمایشی بڼه لری، خو زما په باور که نمایشې لمانځنه هم وی لږ تر لږه په دې هیواد کې د ښځو د ژوند ناسم وضیعت ته پاملرنه اړولی شی.

Comments are closed.