بېړه او شرطونه؛ افغانستان کې د سولې د راتګ احتمالات

احمد‭ ‬شکېب‭ ‬دوست‭- ‬آزاد‭ ‬خبریال

د امریکا حکومت د ۲۰۱۸ کال د سپټامبر په څلورمه نېټه افغانی الاصله امریکایی سیاستوال زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې د خپل استازی په صفت وټاکه چې اصلی ماموریت یې د مخامخ مذاکراتو لپاره د افغان حکومت او طالب وسله والو پخلا کول دی.

زلمی خلیلزاد تر اوسه په افغانستان، پاکستان، متحده عربی اماراتو، قطر او ځېنو نورو هېوادونو کې له ذیدخلوو خواوو سره مجلسونه کړی دی او هڅه کوی چې د ۲۰۱۹ کال د جمهوری ریاست تر ټاکنو مخکې د سولې مذاکرات پیل او یوې پایلې ته ورسېږی.

خلیلزاد وایې “بېړه” لری او هیله مند دی چې “طالبان او افغانان ټاکنې د سولې د توافق لپاره د یوه مهال ویش” په توګه ومنی.

پر سوله بېړه، د واضحې لارنقشې نه شتون او د جګړو شدت په نږدې راتلونکې د سولې پر راتګ خلک بې باوره کړی دی. د خلیلزاد سفرونو له لیدنو کتنو پرته، تراوسه کومه ځانګړې پایله نه ده لرلې.

د ولسونو د قناعت لپاره لازمه ده چې امریکا، د افغانستان حکومت او طالبان په کلیو او لویو ښارونو کې د تشدد اندازه راکمه کړی. لږ تر لږه که دا کار تر ټاکنو مخکې وشی، له ټاکنو وروسته د سولې هڅې ګړندۍ او د خلکو باور زیاتولی شی.

 

“سوله قید او شرط لری”

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی چې ظاهراً د زلمی خلیلزاد د روانو هڅو له ټولو جزئیاتو خبر نه دی، سوله له قید او شرط پرته نه منی.

ولسمشر غنی د نوامبر په ۲۸ نېټه د سویس په جېنوا کې د افغانستان په اړه جوړ شوی کنفرانس ته د سولې لپاره د خپلو مرکچیانو لیست اعلان کړ. د جمهوری ریاست د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمی د حکومت د دوولس کسیز هیت رهبری پر غاړه لری.

د افغانستان ولسمشر د سولې تامینولو لپاره “پنځه کاله” وخت وټاکه او لاندې شرطونه یې کېښودل:

-” د اساسی قانون سره سم د ټولو اتباعو (په ځانګړی ډول د ښځو) د حقونو او مکلفیتونو تامینول

– د اساسی قانون منل یا د اساسی قانون له احکامو سره سم د هغه تعدیل

– له قانون سره سم د ملکی خدمتونو، امنیتی او دفاعی ځواکونو د فعالیتونو پرمخ وړل

– هیڅ یوې وسله والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستی شبکو، بهرنیو تخریبی سازمانونو، دولتی یا نادولتی بنسټونو سره اړیکه ولری او په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې وی، اجازه نه ورکول کیږی.”

ولسمشر غنی د خپل کار په دوره کې د سولې لپاره ډېرې هڅې کړی دی خو نه دی توانیدلی چې د جنګ شدت راکابو کړی. وسله والو مخالفینو پراخې سیمې نیولی دی او په کلیو او بانډو کې د حکومت واکمنی نوره هم کمه شوې ده.

د یوه آزاد خبریال په صفت ما له ډېرو حکومتی او غیرحکومتی چارواکو، په امریکا کې د نظر له خاوندانو او د وسله والو مخالفینو له کابل میشتو خواخوږو سره مرکې کړې دی. ټولې غاړې له جنګ ستړی ښکاری خو د لویو ګټو په نسبت یې پر شرطونو اتکا ډېره ده.

د امریکا د دفاع وزیر د دسامبر په لومړۍ نېټه واشنګټن کې وویل چې دوی له طالبانو سره پدې شرط مذاکره کوی چې دغه ډله “له القاعده سره خپلې اړېکې وشلوی، د افغانانو وژل بند کړی او د افغانستان اساسی قانون ومنی.” جیم ماتیس په زغرده وویل چې له طالبانو سره سوله له افغانستان څخه د امریکایی قواوو د وتلو په مانا نه ده.

په دې اساس،‌ د امریکا په شرطونو کې کوم خاص بدلون نه ترسترګو کېږی: پخوا یې هم د اساسی قانون پر منلو او له القاعده سره د طالبانو د اړېکو پر ختمېدو ټینګار درلود اوس یې هم لری.

اوس د افغانستان اکثریت وګړی پدې باور دی چې که امریکا وغواړی، سوله راتلای شی او اوس تر بل هر چا، د افغانانو سترګې امریکا ته دی. له بلې خوا،‌ د جنګ په غځېدو او د داعش ډلې د راټوکېدو له امله د سیمې هېوادونه په خاص ډول روسیه او ایران په افغانستان کې خپلې لاسوهنې زیاتې کړی دی او دې مسلې په افغانستان کې د امریکا حضور ته تازه ګواښ جوړ کړی او په همدې ترتیب د سولې لپاره یې د واشنګټن هڅې ټکنۍ کړی دی. په عین وخت کې دغو بربنډو مداخلو د خلکو په ذهن کې دا عمومی باور چې “امریکا د هر درد دوا ده”، زیانمن کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزی د روسانو په مشرۍ د مسکو په غونډه کې افغان حکومت “اجیر” وباله او ټینګار یې وکړ چې طالبان تر هرڅه مخکې لومړی له امریکایانو سره خبرو ته کښېنی.

د سولې لپاره د طالبانو یو اساسی شرط له افغانستان څخه د بهرنیو په خاصه توګه د امریکایی قواوو وتل دی. عباس د امریکا د سیال په خاوره کې وویل “که امریکایان پخپله رضا له افغانستان څخه نه وځی، په زور یې وباسو”.

طالبان پوهېږی چې په زور امریکایان ویستلی نه شی او په دې هم خبر دی چې اکثریت افغانان طالبانی دورې ته نه ستنېږی. د ښځو او نارینه وو د حقونو او وجیابو برابری، د رسنیو آزادی، د مدنی ټولنو فعالیت هغه حقیقتونه دی چې طالبان یې باید پخپلو بیاناتو کې په زغرده ملاتړ وکړی.

افغانستان اوس له پخوا څخه ډیر بدل شوی، نجونې او هلکان یې د نړۍ په ګڼو تعلیمی مراکزو کې سبق وایې. نوی نسل له پرمختګ پرته په کم قناعت نه کوی.

د امریکایی قواوو پر وتلو ټینګار او له دغې غوښتنې د امریکا انکار د سولې لپاره د راتلو معادله پیچلې کړې  او د خلکو مایوسی یې نوره هم زیاته کړې ده.

په عین وخت کې د امریکایانو بېړه، د افغان حکومت شرطونو او له حکومت سره د خبرو لپاره د طالبانو نه حاضرېدل نه یواځې دا چې د جمهوری ریاست تر ټاکنو مخکې د سولې د راتلو شونتیا کمه کړې بلکې د جنګ د دوام لپاره یې بهانې زیاتې کړی دی.

Comments are closed.