د شرم د دوام لپاره د قیادی شورا رامنځته کېدل

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپرېږی چې د ملی یووالید حکومت مشران غواړی یو ځل بیا د ولس سترګو ته خاورې وشیندی او د فغان ملت د غوښتنو خلاف د قیادی شورا له لارې د ولسمشرۍ د واک او انحصار موده د پنځو نورو کلونو لپاره وغځوی. ټولو ته جوته ده چې د ملی یووالی د حکومت جوړښت نه افغانی دی او نه هم د افغان ولس په رایه رامنځته شوی، بلکې د یوې سیاسی هوکړې پر بنسټ په هېواد کې د ابدی بې ثباتۍ د نهادینه کولو لپاره د پردیو په منځګړیتوب او د هېواد له اساسی ‎ قانون سره په ټکر کې جوړ شوی دی. د دوی انحصارګرایانه سیاست ته په کتو، نه د ملی ګټو پروا لری، نه اساسی قانون ته ژمن دی؛ نه د سرماتی، پښې چاودی، په خېټه وږی، په پنځو حواسو معیوب ولس او نه هم په کنډواله د بدل شوی هېواد د بیا جوړولو غم ورسره دی او نه هم د هېواد راتلونکی برخلیک د دوی لپاره ارزښت لری. دوی ته یوازې او یوازې خپلې شخصی ګټې او پر واک پاتې کېدل مهم دی بس.

که حکومت دا فکر کوی چې یو ځل بیا افغان ولس وغولوی، دا خوب دې بهېدونکو اوبو ته ووایی. افغان ولس به نور د چا په دروغو او پرړو نه غولېږی او نه به هم د چا په دروغجنو ژمنو باور وکړی؛ که حکومت دا فکر کوی چې د پردې تر شا به یو ځل بیا د ولس د غوښتنو برعکس معامله وکړی او د قیادی شورا د جوړېدو په موخه به یو شمېر جهادی مشرانو ته باج او سیاسی رشوت ورکړی؛اشتباه یې کړې، له سره دې فکر وکړی.

که قیادی شورا رامنځته کېږی اړینه ده چې د ملت له غوښتنو سره سمه رامنځته شی، نه دا چې د حکومت مشران د واک د انحصار او د خپلو شخصی ګټو په پار د ملت پر سرنوشت لوبې وکړی. موږ منو او په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغان ملت له غوښتنو یوه غوښتنه همدا وه چېقیادی شورا رامنځته شی، خو داسې شورا چې د ولس رښتینې نماینده ګی وکړی او د هېواد ملی ګټې په کې خوندی وی.

دا زموږ د ۱۷ کلونو دوامداره غوښتنه وه چې د تېرو ۴۰ کالو په جګړو او کشمکشونو کې د ښکېلو خواوو له سالمو، وطندوستو او هغوشخصیتونو څخه چې په ملی او بشری جرمونو کې دخیل نه وو، داسې یوه شورا جوړه شی چې د ټولو سیاسی جهتونو د غوښتونو تمثیل وکړی، حکومت ته په مهمو ملی او بین المللی مسایلو کې مشوره ورکړی او د خپلو مشورو د تطبیق نظارت وکړی؛ نه دا چې ځان د فیصلو په اجرا کې دخیل وګنی. له بده مرغه چې دې موضوع ته چا پاملرنه ونه کړه. نن چې نظام د سقوط په درشل کې دی لوی لامل یې د همدغې تشې نه ډکېدل دی. نو ځکه یې موږ اوس هم نه ردوو، خو په دې شرط چې دا شورا د نظام د بنسټیزې اصلاح لپاره وی او یوازېد مشروع، ټولو ته د منلو وړ، سرتاسری، عامو او رڼو ټاکنو په فکر کې وی، نه د اوسنی معیوب ترکیب د ادامې په فکر کې.

ملت ته هغه قیادی شورا هېڅکله د منلو نه ده چې ټولې چارې یې په یوه یا دوو کسانو پورې منحصرې وی او هر څه په خپله خوښه پر مخ یوسی او هېڅکله به هم دا ډول شورا د ملت استازیتوب ونه کړی.

هر هغه بهانه، انګیزه، وسیله او طرحه چې د افغان ولس پاملرنه له ټاکنو اړوی، په حقیقت کې له ولس او خلکو سره ستره او نه جبرانېدونکې جفا او خیانت دی. اوس د دې وخت را رسېدلی چې د ملت پاملرنه ټاکنو ته را واړوو، د ټاکنو له لارې د افغان میړنی ولس په رایه یو پیاوړی او مشروع نظام، داسې نظام چې په رښتینې توګه د افغان ملت استازیتوب وکولای شی، رامنځته کړو. زموږ د اوسنیو ټولو ناخوالو اصلی لامل دا دی چې حکومت مو نه یوازې دا چې د ملت په رایه نه دی رامنځته شوی، بلکې د هغو کسانو په واسطه چې اوسنی واکمن یې واک ته ورسول او پرته له دوی امکان نه و چې دوی ارګ او سپېدار ته لار پیدا کړی هغوی یې هم په نیمه لار کې پرېښودل؛ ځکه خو یې مشروعیت تر پوښتنې لاندې دی او هر څوک یې د کمزوی کولو هڅې کوی.

له بده مرغه چې د ملی یووالی حکومت په تېرو څلورو کلونو کې داسې تېروتنې وکړې چې تېرې پنځلس کلنې لاسته راوړنې یې له خاورو سره خاورې کړې. د سیاسی وېش له مخې یې یو شمېر مهمې او برخلیک ټاکونکې ادارې داسې نا اهلو کسانو ته وسپارلې چې حتا د یوه عادی ریاست او آمریت وړتیا یې هم نه درلودهاو دا جنایت عام دی، له شک پرته ویلی شو چې په حکومت کې تر ۸۰٪ زیاتې ټاکنې د همدې مواصفاتو پر اساس تر سره شوې دی.

د ملی یووالی حکومت د دې پر ځای چې په تېرو څلورو کلونو کې یې خپلې کړې ژمنې عملی کړې وای، د پخوانی حکومت لاسته راوړنې یې ساتلې وای، په هغوی باندې یې پانګونه کړې وای او همدارنګه د تېر حکومت یو شمېر تشې یې ډکې کړې وی؛ پر خلاف یې خپل وخت د هېواد رښتینو او مطرحو څېرو ته په توطیه جوړولو تېرکړ او لا هم دغه لړۍ دوام لری.

نوی نظام چې رامنځته کېږی باید د خلکو په غوښتنه د خلکو لپاره رامنځته شی، د اوسنی حکومت په څېر د هېواد مطرحو څېرو ته توطیې جوړې نه کړی، تېرې لاسته راوړنې په اوبو لاهو نه کړی، کار اهل کار ته وسپاری او کومې تشې چې له اوسنی حکومت څخه ورته په میراث پاتې کېږی، باید ډکې او د بشپړاوی په موخه یې کوټلی ګامونه اوچت کړی.

Comments are closed.