دوشنبه, ۱۰ جدی ۱۳۹۷

د نړۍ ډاډمن هېوادونه د خپل کُليوضعیت د ارامښت په موخه منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه خپلو زیربنايي منابعو او بشري ځواک ته په کتو عیاروي. خپل ظرفیت د وخت د غوښتنو مطابق لوړوي څو په راتلونکې کې فرصتونو او چالشونو ته ځواب ووايي. افغانستان هم تر ۲۰۲۵ پورې ځان ته کلیدي اقتصادي، سیاس

  • په سعودی کې ښځو ته د ډرایورۍ د اجازې په پلمه

    ددې اونۍ په پیل کې په سعودی عربستان کې عملا ښځو د موټر چلولو اجازه تر لاسه کړه.

  • افغانستان د سیمې له څلورلارې ور هاخوا – دوهم او وروستی برخه

    متحده اماراتو تر ۱۹۸۰ پورې د امارات ایرلین په نوم د مسافرینو د وړلو راوړلو یوه هوایی الوتکه رامنځته کړه. د دې خدماتو له لارې عربو د نړۍ بیلابیلو هېوادونو ته سفرونه وکړل او له هغه ځایه به یې بیلابیل متخصصین، تجاران، پانګوال، نوښتګران او لوړو ماغزو کسان دوبۍ ته د سیاحت، چکر او میلمپالنې په بهانه راوړل.

  • افغانستان د سیمې له څلورلارې ور هاخوا

    د روسیې پخوانی ولسمشر بوریس یلټسین د خپلو شخصی مسایلو له امله روسیه په داخلی او بهرنی مسایلو کې را ښکیل کړه. د پوټین نږدې لارښوونکی رچر شرما ادعا کوی چې نوموړی به ډېر څکل او د څکلو سره سم به یې د کابینې یو دوه وزیران را وغوښتل او دوی ته به یې جدی سپارښتنه وکړه چې له نن وروسته په کابینه کې هیڅ ډول نقش نلرئ او په کور کښینئ. دویم مشکل یې دا و چې کورنۍ اقتصاد به یې تر پورو لاندې راوست او هیڅ ډول حللاره یې ورته نه درلوده. همدا ډول نوموړی به د دولتی ادارو د خصوصی او دولتی کولو په مرحله کې تفکیک نشو کولای. خو کله چې پوټین واک ترلاسه کوی نو وضعیت بدلیږی. نوموړی پانګوالو ته ښه راغلاست وایی، داخلی کړکیچ کنټرولوی، مسلکی کادرونه ګماری او داخلی کړکیچ په فرصت بدلوی. نوموړی ته تر ټولو ستر مشکل دا و چې د ده په وخت کې د تیلو قیمتونه له ۲۰ امریکایی ډالرو  تر ۳۰ ډالرو یو بیرل ته پورته شول. دا هر څه پداسې صورت کې پیښیدل چې روسیه پدې برخه کې تر ۵۰ سلنه صادراتو مسؤوله وه او د روسیې ۳۰ سلنه اقتصاد یې جوړول. پوټین او سلاکاران یې ډاریدل چې ناڅاپه دا را ونه غورځی خو دوی سیسټماټیک مخته لاړل او بلاخره یې دا بدلون په ۲۰۰۷ کې پر ۲۵۰ میلیارده امریکایی ډالرو بدل کړ چې په پایله کې یې دا پانګه ناڅاپه خپلې دولتی ماشینری ته واچوله. له دې وروسته داسې ښکاریدل چې روسیه له غرب هم مخکې روانه ده. یانې کله کله ډار او کړکیچ د نجات باعث کیږی. دې کړکیچ روسیه تر آسمانه ورسوله او په نړۍ کې  یې د یو معتبر دریځ غوره کیدو ته اړ کړله.

  • ټاکنو کې ګډون ولې اړین دی؟

    انسان د خودمختاره  موجود په توګه په بیلابیلو برخو کې د خپل ځان لپاره  د ټاکنې  او غوراوی دنده په غاړه  لری، حق لری چې خپل برخلیک په خپله وټاکی او په هغو پریکړو کې چې  ده او د  ده له راتلونکې او کورنۍ  سره په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول تړاو لری، ګډون وکړی. ځینو ته کیدای شی دغه با ارزښته حق چندان اهمیت ونه لری، خو  باید په یاد ولرو؛ هغوی چې په ځانګړې توګه  سیاست او قدرت ته  رسیدو لپاره هلې ځلې کوی او ور سره سرو کار لری، کولی شی د دوی  ژوند د پام وړ اغیزمن کړی.

  • پر پاکستان فشارونه او د بدلون اړتیا

    دافغانستان دملی امنیت سلاکار ښاغلی حنیف اتمر د پاکستان دلومړی وزیر په رسمی بلنه یاد هېواد ته سفر وکړ ترڅو دافغانستان او سیمی دسولی او ثبات لپاره د دواړو هېوادونو دهمکارۍ په عملی پلان خبری اتری وکړی، خو په ورته وخت کې  په کور دننه داسی شکونه پیدا شول چې پاکستان په تیرو څو کلونو کې د افغان سولی سره کومه ځانګړې مرسته نه ده کړی او نه دیاد هېواد  په نیت باندی باور کول په کار دی، ځکه پاکستان په تیرو کلونو کې نړۍ او افغان حکومت سره دوه ګونې سیاست لوبولی دی خو دا چې اوس پاکستان دکومو ستونزو او فشارونو له مخې غواړی خپله پالیسی بدله کړې غواړم دلته پری لنډ بحث وکړم.