افغانستان د سیمې له څلورلارې ور هاخوا – دوهم او وروستی برخه

امارات او افغانستان

دوبۍ:

متحده اماراتو تر ۱۹۸۰ پورې د امارات ایرلین په نوم د مسافرینو د وړلو راوړلو یوه هوایی الوتکه رامنځته کړه. د دې خدماتو له لارې عربو د نړۍ بیلابیلو هېوادونو ته سفرونه وکړل او له هغه ځایه به یې بیلابیل متخصصین، تجاران، پانګوال، نوښتګران او لوړو ماغزو کسان دوبۍ ته د سیاحت، چکر او میلمپالنې په بهانه راوړل. له دې کاره اماراتیانو دوه ډوله ګټه پورته کړه یو دا چې دوی په خپله نړۍ ولیده او دویم دا چې د نړۍ بیلابیل متخصصینو یې د دوبۍ له وچو دشتو، فرصتونو او چاپیریال سره بلد کړل. عربو خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته په کتو په دوبۍ کې شل زره بریتانیایی وګړو ته وړیا ځایونه او اسانتیاوې برابرې کړې، دوی ته د دوبۍ لینډر ویل کیدل. دې وګړو خپله پانګونه او وړتیا او تجربه دوبۍ ته انتقال کړه. دوی له ځان سره نور متخصصین راوستل. دې متخصصینو په دوبۍ کې د تکنالوژۍ، نوښت، پانګونې او تجارت په برخو کې پانګونه وکړه او د ورځ په تیریدو سره ورو ورو دوبۍ په نړیوال مرکز بدلیدو ته اماده شوه.

همدا ډول د دوبۍ مشرانو د روسیې وضعیت ته په کتو له هغه ځایه روسی متخصصین را دعوت کړل. دا متخصصین هغه ځوانان وو چې د سټالینزم له وېرې یې خپل شخصی ابتکارونه پر لاره نشو اچولی او له نظام څخه تنګ وو او نه یې غوښتل چې په روسیه کې ژوند وکړی. له دې سره دوبۍ تازه او نوښتګر ځوانان خپلې خاورې ته رامات کړل. د دې ترڅنګ شیخ محمد د عراق، کویټ، ایران، یمن او نورو همسایه هېوادونو له خپلمنځې ډغرو څخه ګټه پورته کړه او دوبۍ یې د سولې زانګو وګرځوله او دې ځای ته یې بیلابیل پانګوال رامات کړل او دوبۍ یې په رښتینې توګه د منځنې ختیځ او نورې نړۍ زړه وګرځول.

شیخ محمد چې تر ۲۰۰۰ میلادی کال پورې یې ښار د سترو مافیاوو مرکز وو، دوی وکولای شول چې له دې پیښو زده کړه وکړی او په سیاسی ډګر کې د راکړې ورکړې په معاملو کې د اماراتو مناسب استازیتوب وکړی. دې کړنلارو نوموړی ته ډېر څه ور زده کړل همدا علت دی چې د منځنې ختیځ په نازکو شرایطو کې ده امارات له نیابتی جګړو یو خوا ته ساتلی دی او پر دې سربیره نوموړی په اماراتو کې د ځوانانو، زغم او خوشالۍ وزارتونو ته لاره اواره کړه، په دوبۍ کې یې د داسې تجارتی، سیاحتی او عصری مرکزونه ایجادولو ته لاره اواره کړه چې دوبۍ تر راتلونکې ۵۰ کالو پورې باثباته ساتی.

کابل:

ولسمشر غنی په خپل اقتصادی لورلید کې ډېر ځله ویلی دی چې نوموړی په اوږدمهاله باثباته اقتصادی وده باور لری همدا علت دی چې له یو ناڅاپه اقتصادی ودې ځان لیری ساتی او وار په وار یې ویلی دی چې زما موجوده ډېر کارونه، هان تر دې چې اقتصادی سکوت، سیسټماټیکه بڼه لری. نوموړی وکولای شول چې د منځنې آسیا اقتصادی وضعیت او اقتصادی لوږې ته سیسټماټیک غبرګون وښیی، د جنوبی آسیا هغه پخوانی او وراسته قوانین چې د دودی راکړې ورکړې بڼه لری، څخه هم د ګټې په لټه کې دی. بلکې د یو څو ګاونډیانو د وزارت خارجه ویاندویانو خو دا هم وویل چې ولسمشر غنی د سیمې لپاره پرمختللی پروګرامونه لری باید ځان ورسره عیار کړو.

ولسمشر غنی د افغانستان پر څلورلارې بدلولو خبره ډېر ځله تکرار کړې ده. نوموړی پدې آند دی چې افغانستان به د سیمې موجوده وضعیت څخه په استفادې واقعآ په یو اقتصادی او ستراتیژیکه څلور لاره بدلیږی. ولسمشر غنی پوهیږی چې افغانستان له کالونو راهیسې په یو جنایی یا کریمنل اقتصاد کې راګېر هېواد دی. دلته ادارې فلج او معدنیات پر خپل ځای او کیندلو ته اړتیا لری. همدا علت دی چې ولسمشر غنی د افغانستان د خلکو روحیې د تشویق په موخه خپل پیل د سترو پروژو له پلی کیدو څخه را وکړ. د دې کار لپاره نوموړی د افغانستان پر دودی اخلاق ګزار وکړ او خلک یې دې ته وهڅول چې افغانستان کار ته اړتیا لری او د دې لپاره باید دی خپله ۱۸ ساعته کار وکړی.

همدا ډول ملی ادارو ته یې د فساد او اصلاحاتو په برخو کې جدې ګزارونه ورکړل، د خلکو په اند ډېر معتبر شخصیتونه یې په فساد کې راګېر کړل او عامه خلکو او نړیوالې ټولنې ته یې وښودل چې دا سپیڅلی نه بلکې د فساد ریښې دی. نوموړی هغه وګړی چې اکثریت وو خو  واکمنې طبقې په اقلیت کې شمارل، په اکثریت بدلولو لپاره کار پیل کړ. د دې ښې بیلګې د ځوانانو رهبرۍ ته رامخکې کول، میرمنو ته په نظام کې ونډه او د فقر پر ضد بیانیې هغه څه دی چې د ولسمشر غنی په دور کې سر را پورته کړل او غالب ګمان کیږی چې د کابینې ځوانان وزیران د افغانستان راتلونکې رهبرۍ یوه ښه پانګه واوسیږی.

د دې اصلاحاتو تر څنګ ولسمشر غنی د افغانستان د اساساتو د بنسټیز بدلون لپاره پر انرژۍ، ترانزیټ، تجارت، ټرانسپورټی لارو چارو او اداری اصلاحاتو ژور کارونه ترسره کړل څو خلکو ته باور ورکړی چې واقعآ افغانستان د سیمې په څلورلاره بدلیدونکې دی او دا هغه څه دی چې زموږ په راتلونکی سیاسی، اقتصادی، کلتوری او اخلاقی کړنو  کې کلیدی نقش لوبوی.

نور په راتلونکې لیکنه کې –  – –  – – –

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا
بستن