افغانستان د سیمې له څلورلارې ور هاخوا

خان ولي خان بشرمل

د روسیې پخوانی ولسمشر بوریس یلټسین د خپلو شخصی مسایلو له امله روسیه په داخلی او بهرنی مسایلو کې را ښکیل کړه. د پوټین نږدې لارښوونکی رچر شرما ادعا کوی چې نوموړی به ډېر څکل او د څکلو سره سم به یې د کابینې یو دوه وزیران را وغوښتل او دوی ته به یې جدی سپارښتنه وکړه چې له نن وروسته په کابینه کې هیڅ ډول نقش نلرئ او په کور کښینئ. دویم مشکل یې دا و چې کورنۍ اقتصاد به یې تر پورو لاندې راوست او هیڅ ډول حللاره یې ورته نه درلوده. همدا ډول نوموړی به د دولتی ادارو د خصوصی او دولتی کولو په مرحله کې تفکیک نشو کولای. خو کله چې پوټین واک ترلاسه کوی نو وضعیت بدلیږی. نوموړی پانګوالو ته ښه راغلاست وایی، داخلی کړکیچ کنټرولوی، مسلکی کادرونه ګماری او داخلی کړکیچ په فرصت بدلوی. نوموړی ته تر ټولو ستر مشکل دا و چې د ده په وخت کې د تیلو قیمتونه له ۲۰ امریکایی ډالرو  تر ۳۰ ډالرو یو بیرل ته پورته شول. دا هر څه پداسې صورت کې پیښیدل چې روسیه پدې برخه کې تر ۵۰ سلنه صادراتو مسؤوله وه او د روسیې ۳۰ سلنه اقتصاد یې جوړول. پوټین او سلاکاران یې ډاریدل چې ناڅاپه دا را ونه غورځی خو دوی سیسټماټیک مخته لاړل او بلاخره یې دا بدلون په ۲۰۰۷ کې پر ۲۵۰ میلیارده امریکایی ډالرو بدل کړ چې په پایله کې یې دا پانګه ناڅاپه خپلې دولتی ماشینری ته واچوله. له دې وروسته داسې ښکاریدل چې روسیه له غرب هم مخکې روانه ده. یانې کله کله ډار او کړکیچ د نجات باعث کیږی. دې کړکیچ روسیه تر آسمانه ورسوله او په نړۍ کې  یې د یو معتبر دریځ غوره کیدو ته اړ کړله.

د کارډوسو په وخت کې برازیل په ګونډو کیدو و خو کله چې لولا  په ۲۰۰۲ میلادی کال کې ټاکنې ګټې نو دی له بحران سره سره د ټولې لاتینې امریکې لپاره یو ماډل وګرځید، ټولې لاتینې امریکې د ده تقلید پیل کړ. هان تر دې چې د ۲۰۰۸ میلادی کال اقتصادی بحران په جریان کې یې د برازیل د تیلو مارکیټ تر ۳۰۰ میلیاردو امریکایی ډالرو ورسول. دا هغه څه وو چې د ترکیې او روسیې په پرتله ډېر زیات قیمت و.  

ترکیه هم د ورته جریان یوه کړۍ ده. عطا ترک چې د عصری ترکیې بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږی، په ۱۹۲۹ کال کې یې د ترکیې رسم الخط په یوه ورځ کې پر لاتینۍ ژبې واړول یانې یوازې په یوه ورځ کې یې د ترکیې ۹۹ سلنه نفوس د دې اقدام په بدل کې بې سواده کړ. دا واقعآ هم ډېر جدی ګام و خو د عطا ترک له نظره ښه ګام و. نوموړی هر څه ته له خپل نظره کتل. د استانبول پخوانی ښاروال اردوغان همدا ځانګړتیاوې لری. ډېر ځان غوښتونکی دی خو په عین وخت کې دی پدې پوهیږی چې ټولنیز جوړښتونو ته باید مزاحمت ونشی بلکې په خپل حال پریښودل شی یانې دی په ورته حال کې سیکولر او هم مذهبپال دی. نوموړی اوس پر سترو زیربینایی پروژو لکه د برقی ټرینونه، کیمیاوې انرژۍ او د سترو کاروباری مغازو پر جوړولو بوخت دی. دا هغه څه دی چې ترکیی ته فرصت برابروی. البته د مذهبی او سیکولر قوتونو ترمنځ د بیلانس پر غوروالی باندې هم فکر کول پکار دی.

موږ باید د افغانستان په هکله یو څو ستراتیژیک ګامونه واخلو. لومړۍ دا چې د افغانستان سیاسی موقعیت پر اقتصادی موقعیت بدل کړو. د افغانستان شرانګیزه ټولنیز جوړښت پر یو با ثباته او نورماله ټولنیز فکر بدل کړو. همدا ډول د آسیا او نړۍ هېوادونو ته باور ورکول پکار دی چې افغانستان هم د منځنې او جنوبی آسیا ترمنځ له دوبۍ، هانګ کانګ یا بنکاک څخه ښه نقش لوبولی شی او د دی هېوادونو د اقتصادی ودې لپاره هم کلیدی نقش لوبولی شی.

په نړۍ کې ډېر داسی هېوادونه شته چې له موږ یې نفوس، جغرافیه او زیرمې ډېرې دی خو  دوی نړۍ ته دومره اړین ندی لکه افغانستان! آیا موږ پر دې فکر کړی دی؟ ډېرې داسې پیښې شوې دی چې اساس یې له کنپایریسی خو د اساسو اهدافو لپاره طرحه کیږی. د بیلګې په توګه د سپټمبر ۲۰۰۱ پیښه یا دا چې افغانستان ته بهرنی د معادن لپاره راغلی دی؟ یا دا چې سعودیه او اسرایل، هند او پاکستان د یو بل جدی او سخت دوښمنان دی. یا دا چې د افغانستان د ناکامیو ترشا د امریکا لاس دی. شعوری ملتونه او قامونه داسې پیښې او اوازې په احساساتی ډول نه بلکې په شعوری ډول څیړې. څو له دې پیښو له څیړنو وروسته ځانو ته لسیز، شل کلیز او اوږدمهاله پلانونه رامنځته کړی چې پدې کې یې د خلکو سر او مال خوندی وی او د وخت په تیریدو سره د عصر مطابق ملی یا هر اړخیز تکامل وکړای شی. خو له بده مرغه موږ زیاترو پیښو ته احساساتی غبرګون ښودلی دی چې په پایله کې یې نه جبرانونکی تاوان سره مخ شوی یوو.

ډېر داسې هېوادونه شته دی چې زیاتره یې اسلامی دی، د بیلګې په توګه سعودی، قطر، امارات، پاکستان، جاپان، جنوبی کوریا، ډنمارک او نور هېوادونه چې د امریکا، جرمنی، فرانسه او بریتانیا ستراتیژیکه ملګرتیا له معادنو، تیلو او ډېرو قیمتی مادیاتو اړینه او قیمتې بولی. په خاصه توګه دا هېوادونه په ټوله کې د امریکا ستراتیژیکې ملګړتیا ته اړ دی. افغانستان چې د اداری، سیاسی، ټولنیز  او اقتصادی جوړښتونو له نظره د سیمې نسبتاً یو ځوان هېواد دی، تر ټولو زیات د دې ذکر شویو هېوادونو ملګرتیا ته اړتیا لری. سر بیره پر دې د منځنی او عربی هېوادونو ملګرتیا هم د افغانستان د وختی پرمختګ لپاره اړینه ده. له نیکمرغه په تیرو درو کالو کې افغانستان سیمې او نړۍ ته وښوده چې افغانستان د ستراتیژیکو ملګرتیا په اصولو پوهیږی. د دې ملګرتیا په مسلکیتوب کې د افغانستان حکومت د اقتصادی پرمختیا تر څنګ د خپل وسلوال پوځ، ملی ادارو او پر کرښه د ګاونډ هېوادونو بې باکې او ترهګریزو تیریو ته ډېر په مسؤولانه او ډیپلوماټیکه توګه ځواب ویلی دی.

په سیمه کې افغانستان د هند-پاکستان او ایران-سعودی شخړو ته ډېر په دیپلوماټیکه توګه غبرګون ښودلی دی. همدا ډول هغه ټولې پیښې چې په اروپا او امریکا کې د ترهګرو لخوا رامنځته شوې دی، د افغانستان لخوا ډېر په تخنیکی او مسلکی توګه څیړل شوې دی او په اړه یې مسلکی او ډیپلوماټیکې اعلامیې خپرې شوې دی. دا هغه څه دی چې موږ ته اوږدمهاله ثبات او ستراتیژیک باور را بښی.

کله چې موږ د سیمې د څلورلارې یا د آسیا د زړه ادعا کوو نو اړینه ده چې فرهنګ، اخلاق، اصول او مسلکیتوب مو هم د سیمې له اخلاقو، کړنو، عادتونو، اصولو او دودونو څخه لوړ وی. که چېرته موږ واقعآ د سیمې څلور لاره کیږو نو په تعلیمی نصاب کې اړینه بولم چې د اقتصاد، ترانزیټ، معتبر اخلاق، غنی فرهنګ (Multiculturalism)، عصری میلمپالنې، بیلابیلو ژبو منلو او د یو بل د زغملو اصول هم ور ګډ کړو.  موږ باید زورواکی، بې باکې، بې اصولی او بې عدالتی سره هم پریکړون اعلان او په عمل کې یې ثابت کړو. موږ که چېرته د سیمې په څلور لاره بدلیږو نو دلته باید اخلاق او فرهنګ فوق العاده تغیر وکړی. موږ باید دومره ضعیف و نه واسو چې د داعش او طالب یا شمالی ټلوالی په څیر د زورواکو او بې باکو وګړو طبقې پر موږ غلبه وکړی یا زموږ په هوډ او باور منفې اغیز وکړی یا موږ دوی خپلو اهدافو ته قایل کړی. البته دا هر څه ناڅاپه او له وخت مخکې نشې کیدای بلکې تدریجی بدلون ته اړتیا لری. هر څه به د یو معاصر تمدن په رامنځته کیدو سره منځ ته راځی.

موږ باید دې ته په ذهنی توګه چمتو واوسیږو چې له کابله  تر تاشکند، سمرقند، کاشغر، دوشنبې، عشق آباد، تهران او چاه بهار پورې به ستر سړکونه، ریل پټرۍ او بولیټ ټرین ولرو. دا باید له ترکیې او جورجیا وروسته پر اروپا ور ننوځی. له دې تغیراتو سره سم باید موږ اروپا ته خپل غنی او بشرپاله کلتور هم صادر کړو. له احمد شاه بابا مینې څخه تر کمپنۍ پورې یو ځانګړی میټرو چې په وسایلو برابر وی، ولرو. تر څو د دریو ساعتونو مزل په ۱۰ دقیقو کې وکړو. باید دا ذهنیت رامنځته شی چې له ګل باغ څخه تر شمالی او بیا همداسې د دې په مرسته ټول ښار د برقی ټرانسپورټ په مزی وتړو او د ساعتونو جنجالی سفر په څو دقیقو کې وکړو. موږ باید دا تکل هم وکړو چې له ننګرهار څخه تر مزار شریف بولیټ ټرین ولرو.

موږ باید دې ته هم ذهنیت آماده کړو چې دلته به د ساینس پوهنې، تکنالوژۍ، اقتصاد، لرغونپوهنې او انسانپوهنې په برخو کې به ستر څیړنیز او باوری مرکزونه ولرو چې پدې مرکزونو کې به د سیمې او نړۍ بیلابیلو سیمو د مسایلو، مشکلاتو او حللارو په اړه به څیړنې کیږی. دا څیړنې به د نړۍ د مسایلو په حل کولو کې کلیدې نقش لوبوی.

د دې ترڅنګ باید عصری ادارې، مالی سیسټم او عصری حکومتوالی ولرو چې د سیمې د هېوادونو لپاره د قانون، اصولو، اسانتیاوو او راکړې ورکړې په برخو کې په هغه کچه نقش ولوبوی چې د سیمې هېوادونه ترې تمه لری. زموږ بانکې نظام باید دومره قوی وی چې تر میلیاردونو امریکایی ډالرو د خوندیتوب او لیږد را لیږد ظرفیت ولری. جنایی اقتصاد باید ورک شی او په شفاف او معصر اقتصاد بدل شی. د یادونې ده چې د ولسمشر غنی هغه دریځ چې د جنایی اقتصاد پر ضد دی، د ختمولو په برخه کې یې په ټوله سیمه کې یو ډول ذهنیت جوړ شوی دی چې لومړۍ تمرین یې په هندوستان کې د مودی په پېر کې را برسیره شو. د افغانستان حکومت باید په هر وزارت کې د نوښت ریاستونه، په مربوطه وزارتونو کې د پانګونی ریاستونو او تقریبا په هر وزارت کې د تنظیماتو او ترتیباتو، ستراتیژیک روابطو او ظرفیت جوړونې ریاستونه رامنځته کړی څو وکولای شوو له نړۍ سره په سمه او د دوی په ژبه روابط فعال کړو. د یادونې ده چې دا څه خیالی ندی بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې عملی کیږی او عامه وګړې او پانګوال ترې ډېره ښه ګټه پورته کوی.

باید وویل شی چې د افغانستان لپاره د دې ډول ژوند رامنځته کیدل به نوې تجربه نه وی. بلکې ویلی شوو چې افغانستان په تیر کې د وخت د غوښتنو مطابق د ژوند کولو تجربه کړې ده. خو له بده مرغه موږ هر ځل په کیفیتی مرحله کې د وخت د غوښتنو ونه منله. همدا علت دی چې په پایله کې یې د نورمونو او فرهنګ کنګلتیا او نه تغیر موږ یو داسې ارادی کنګلتیا سره مخ کړو چې تر ننه پکې را ګېر یوو!

تایلنډ ته یو تعلیمی برنامې ته د یونیسکو لخوا بلل شوی وم! لومړۍ ورځ مو زښته بوخته تیره کړه او د برنامې په اخیر کې د ۲۰ هېوادونو استازې د یو کوچنې تفریح او ناستې لپاره ماښامۍ اماده کړی و. زه هم دې ماښامی ته لاړم. د خبرو په جریان کې د نیپال یو وګړې شیلندرا چې د یونیسکو سره د آسیا لپاره د احصایی متخصص په توګه کار کاوه د منځنې او جنوبی آسیا نورو میلمانو په مخکې راته وویل چې ګورئ پوهیږئ؟ له کومې ورځې چې افغانستان نا ارام شوی دی، له هغې ورځ ټولې آسیا سمه ورځ نده لیدلې بلکې موږ ټول یې ناارامه کړی یوو! یو بل آسیایی لیکوال په خپل کتاب کې لیکی: هر هغه څوک چې له هندوستان څخه به یې افغانستان ته سفر کول نو د تفریح په خاطر به یې د موسیقۍ یوه پاته، یو څو کتابونه او تاریخی شیان فرمایش کول. د افغانستان یو څو نورو ښارونو یا هېوادونو په اړه پدې لیکنه کې یو څو پرتلیزه کتنې وړاندې کیږی.

ادامه لری…

Comments are closed.