افغانستان د چرګانو د غوښې او هګیو له پلوه ځان بساینې ته نږدې شوې

جمعه‌ګل اشرفی

هېواد  کې د چرګانو روزنه په دې وروستیو کلونو کې ډېره وده کړې او پر فارمونو یې میلیونونه افغانۍ پانګونه شوې ده، چې ورسره په هېواد کې د چرګانو فارمونه په کور د ننه د غوښې او هګیو ۵۴ سلنه اړتیا پوره کوی.

د کرنې وزارت چارواکی وایی، چې افغانستان په کال کې ۹۵۰ ټنه د چرګانو غوښې ته اړتیا لری، چې له دې ډلې ۵۴ سلنه یې د کورنیو فارمونو له لارې برابریږی او هر کال په هېوادکې دوه میلیارډه هکۍ مصرفیږی، چې څه باندې ۳۰ سلنه یې له کورنیو فارمونو څخه په لاس راځی.

له دې سره سره، چې اوسمهال له پاکستان، برازیل، ایران او قزاقستان څخه هېواد ته د چرګانه غوښه او هګۍ واردیږی خو په دې ورستیو کلونو کې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت په دې برخه کې د هېواد د ځان بساینې په پار هلې ځلې کړندی کړی دی.

دیاد وزارت  له خوا په تېر مالی کال کې د چرګانو د روزنې څه باندې  ۴۰ فارمونه، چې له پنځه زرو څخه تر ۳۰ زرو پورې د چرګانو د روزنې ظرفیت لری جوړې شوی دی.

سږکال هم  د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یوشمېر وړو فارمونو ترڅنګ د چرګانو د روزنې درې ستر فارمونه، چې هر یوه یې د ۲۵ زره چرګانو د روزنې ظرفیت لری  د پروان او کندهار په ولایتونو کې پرانستل شوې، چې به دې ډله کې په پروان  ولایت کې د چرګانو د روزنې دوه سترفارمونه، چې هر یوه یې د ۲۵ زره چرګوړو د روزنې ظرفیت لری او کال کې ۴۸۰ ټنه د چرګانو غوښه تولیدوی ا وپه کندهار ولایت کې د ۲۵ زره چرګوړو د روزنې په ظرفیت د غوښینو چرګانو ستر فارم، چې په کال د ۱۵۰ زره چرګانو د روزنې ظرفیت لری او ۲۲۰ ټنه د چرګانو غوښه تولیدوی په کار پیل وکړ.

په ورته وخت کې د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې هم د ۱۵ زره نسلی چرګانو په ظرفیت د نسلی چرګانو د روزنې لومړنۍ ستر فارم پرانیستل شوه.

نوموړی فارم، چې په یوه ۱۷ میاشتنۍ دور کې د ۱۵ زره نسلی چرګانو د روزنې وړتیا لری د چرګوړو د دستګاوو سره یوځای په کال کې یومیلیون او ۳۸۵ زره او ۹۰۵ یوه ورځنۍ چرګوړی تولید او بازار ته عرضه کوی، چې په کابل کې د غوښینو چرګانو د فارمونود پام وړ اړتیاوې برابروی.

د کرنې وزارت وایی: «په دې کچه د چرګانو د روزنې فارمونه جوړول د کرنې د سکټور په ځانګړی توګه د چرګانو د روزنې د پراختیا په برخه کې مهم رول لری او هېواد د چرګانو د غوښې او هګیو له پلوه ځان بساینې ته رسوی.»

همدارنګه په تېر مال کال کې یاد وزارت د خصوصی سکتور د دوامدارې ودې په موخه په بېلا بېلو ولایتونو کې د خصوصی سکټور د پانګوالو په ونډې سره څه باندې ۲۳ سوداګریزې فارمونه، چې هر یوه یې له ۲۵ زرو څخه تر ۳۰ زره چرګانو د ساتلو ظرفیت لری ایجاد کړی دی.

د کرنې وزارت له خوا د نویو جوړه شویو فارمونو سره، په ټول هېواد کې د چرګانو د فارمونو شمېره څه باندې ۲۶۴ ته رسیږی، چې ورسره د چرګانو د غوښې او هګیو کورنی تولیدات هم ډېرشوی.

په هېواد کې د چرګانو د روزنې فارمونه په کال کې څه باندې ۵۰۰ ټنه غوښه او ۳۴۰ میلیونه هګۍ تولید او د هېواد بازارونوته اوړاندې کوی، چې په هېواد کې د چرګانو شته فارمونه د خلکو تر ۵۴ سلنه د چرګانو د غوښې او هګیو اړتیاوې پوره کوی.

په افغانستان کې د چرګانو دروزنې فارمونه جوړول لویه لاسته رواړنه ده، چې د کارموندنې، اقتصادی ځواکمنتیا، ځان بساینې او د اقتصادی ودې او پرمختیا لامل کیږی.

باید وویل شی، چې د کرنې وزارت د چرګانو د روزنې د فارمونو او د چرګانو د غوښو او هګیو د تولیداتو د ډېرولو ترڅنګ د فارمې چرګانو روغتیایی برخې ته هم پاملرنه کړې ده، چې د افغانستان په ځېنو برخو کې د چرګانو د ناروغیو تشخصیه کلینیکونه یې هم جوړې کړی دی.

Comments are closed.