ولسمشر ته د افغانستان کرکټ بورډ د پنځو زونونو شورا لیک

 د افغانستان جلالتمأب منتخب ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غنی ته!

ښاغلی ریس صیب! مونږ دغه لیک تاسې ته د افغانستان کرکټ بورډ د پینځو زونونو( چې په مشرقی، جنوبی، غربی، شمالی او مرکزی ولایتونو ویشل شوی) په استازولۍ تاسې ته در استوو. زونونه د کرکټ ستنې دی که چیرې کرکټ په زونونو او ولایتونو کې په سمه توګه مدیریت شی او اسانتیاوې ور برابرې شی، نو لرې به نه وی چې هر کال موږ د راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبی په څیر ستوری لوبغاړی پیدا کړو.

د کرکټ بورډ مدیریت له ډیره وخته راهیسې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. مونږ وینو چې اکثره رهبری چې کرکټ ادارې ته راوستل کیږی، په کومو اسنادو او خبرو چې دا دنده ترلاسه کوی، ادارې ته په راتلو سره یو پلان هم نه عملی کوی او د کرکټ پرځای ډېر وخت او کار سیاست او بلخصوص کاذب سیاست ته کوی.

د دې کڼو یو څرګند مثال شکرالله عاطف مشعل دی چې اوس مهال له بده بخته په پاکستان کې د افغانستان سفیر دی. نوموړی لومړی د افغانستان لوبغاړی په ولایاتو او زونونو وویشل او سمت بازۍ او قوم پرستۍ ته یې مجبور کړل. وروسته یې په اداره کې هم ګڼ شمېر غیرې ضروری تغیرات راوستل او حتی تجربه لرونکی کسان یې دندو پرېښودو ته اړ ویستل. د نړۍ وال جام د ناکامه سفر یو اصلی لامل همدا مشعل او حاجى عزیز الله فضلی وو او لا هم په کرکټ کې د خپلو خلکو او استازو د ځایو لو پراخ کوښښونه کوی چې اوسنی اجرایوی ریس لطف الله ستانکزی یې هم د یوه نمایشی ازمایښت وروسته اجرایوی ریس اعلان او لا هم دغه دنده مخ ته وړی. حاجى عزیز الله فضلى چى دتحصیل کچه په دوربین هم نه لیدل کیږى حتا خپل نوم هم نشی لیکلى دکرکټ په تاریخ کی توره څهره چى ملی لوبډله په ډلو تقسیم کړه او په نړیوال جام کى دسترو ماتو سره مخ شوو چى نړیوال کرکټ مبصرین چى کومه پیشوګی د افغانستان کرکټ لوبډلی لپاره درلوده هغوی هم مایوس کړه دحاجى عزیز الله فضلى تر ټولو ستره غلطى چى دوخت تکړه کرکټ پوه اجراییه ریس شفیق الله ستانکزى دشخصى ګټو لپاره له دندی لیرى کړه او پر ځای پاکستان اصله افغانی اسدالله چى دتعلیم کچه یی شپږم ټولګې پور فارغ داجراییه ریس په دنده وګماره چون دواړو دیوى ستری ادارى مشری په غاړه درلوده دوی ددی توان نه درلوده د ستری ناکامې سره مخ شول په بورډ کى یو مهم اعضا چى دکرکټ بورډ ممبرز دى تراوسه هیڅ دکرکټ مسلکی اشخاص دکرکټ بورډ غړی ندی ګمارل شوی ، لومړى ځل لپاره APL وشوو چى زمونږ دکورنی لوبغاړو نیولی تر ملی لوبغاړو پورى پکى په اوسط ډول ۱۵۰۰۰$ روپی واخیستى دوی عالی جنابانو هغه لیګ هم بدنام او نشو کولی چی په نړیواله سطحه دهیواد کرکټ ته غټه ضربه ورکړه

ـ لطف الله ستانکزی:

جناب ریس صیب! نوموړی اوس مهال اجرایوی ریس دی، لوړې زده کړې لری او تر ډېره په لندن کې پاتې شوی خو دګرکټ په الفبا ندى خبر دمشعل لخوا په دنده ګمارل شوی تراوس یی سیسټم ته کار ندى کړى غقط شخص ته کار کوى ، د نوموړی دنده ده چې د کرکټ له نړیوالې شورا سره د افغانستان د کرکټ په پرمختګ هره ورځ په تماس کې وی او د نړیوالې شورا په غونډو کې باید ګډون وکړی. خو د کرکټ نړیوالې شورا دفتر په متحده عربی اماراتو کې دی، خو له بده بخته باید ووایو چې ښاغلی ستانکزی دوبۍ ته سفر نشی کولای او ځایی حکومت هیڅ اجازه نه ورکوی.

د نوموړی په دور کې اداره بیخی رکود حالت ته روانه ده او ترڅنګ یې اوس د خپلو خپلوانو او ځینو دوستانو په لګولو او تقرر لګیا دی، خو د کرکټ د پرمختګ لپاره هیڅ ډول برنامه نه لری.

ـ فرهان یوسفزی:

نوموړی د کرکټ بورډ عمومی ریس دی، ښاغلی فرهان خو په افغانستان کې بیخی د اوسېدو تجربه نه لری، د کرکټ خو لا ډېره لرې خبره ده. نوموړی اوس مهال په لندن کې له تېرو څو میاشتو راهیسې پاتې دی. له کرکټ سره یې شناخت بیخی صفر حالت کې دی. د نوموړی ټولې چارې د هغه یو سکرتر چې عبدالله بارکزی نومیږی سمبالوی. خو بدبختی دلته ده چې بارکزی هم د کرکټ په الف او با نه دی خبر. دغه روان حالت د کرکټ راتلونکی له ډېرو سوالونو سره مخ کړی دی.

مونږ په ( ۲۱-۰۹-۲۰۱۹) تاریخ له ښاغلی اجرایوی ریس او عمومی ریس سره کېناستو او د دوی د استعفا غوښتنه مو وکړه، خو له بده بخته باید ووایو چې د دوی د کرکټ د پرمختګ پرځای خپلو شخصی مسایلو ته ډېره ترجیح ورکوی، نو مونږ هم د افغانستان کرکټ لپاره مناسبه وګڼله چې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې په ۲۱ نېټه د یوه رسنیز کنفرانس له لارې له دې مفسدو مسولینو سره پرېکون وکړو او دندې پرېږدو او د دې مفسدو خلکو پر وړاندې مبارزه وکړو، چې لا هم دغه مبارزه جریان لری.

مونږ ځکه تر اوسه خپل غږ تاسې ته نه و در رسولی، چې د ټاکنو ملی پروسې مونږ ته تر هرڅه زیات ارزښت درلود، دغه راز د کررونا وایرس ناروغۍ له امله هم مونږ ونه غوښتل دغه د کرکټ موضوع را مخې ته کړو ځکه د ولس ارامتیا او روغتیا تر هرڅه لومړیتوب لری.

جناب ریس صیب!

که چیرې زر تر زره د دغې مفسدو اشخاصو پر وړاندې اقدام ونه کړیٔ، نو کرکټ به ډېر پخوانی او خراب حالت ته لاړ شی. او غوښتنه مو دا ده چې مسلکی او وړ اشخاص چې لږ تر لږه کرکټ یې کړی وی. په دې دندو وګوماریٔ او هغه کسان چې په فساد کې لاس لری عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی کړیٔ چې د پیسو او کیسو د غبن ټولې دوسیې ولس ته روښانه شی.

په درنښت

د افغانستان کرکټ بورډ د پینځو زونونو شورا

دکمه بازگشت به بالا