افغانستان د نړیوال جام پای لوبې ته و نه رسید

آسترالیا تر ۱۹ کالو د کم عمر لرونکو لوبډلې د نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې افغانستان ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه. له دې سره آسترالیا پای لوبې ته ووته. بله نیمه پای لوبه د هند او پاکستان د لوبډلو تر منځ ده.

آسترالیا چې درې وارې یې تر ۱۹ کلنو د کم عمر لرونکو نړیوال جام ګټلی دی د افغانستان توپ وهونکی دې ته پرې نه ښوول چې لوړ هدف وټاکی. افغانستان په ۴۸ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۱ منډې وکړې او آسترالیا دغه هدف د څلور لوبغاړو په سوځیدو سره په ۳۸ اوور کې پوره کړه.

د آسترالیا آل راونډر جوناتن میرلو د ۲۴ په منډو په ورکولو سره د افغانستان څلور لوبغاړی وسوځول.

په توپ وهنه کې د آسترالیا جیک ایدوارد ښه وځلید چې ۶۵ توپونو یې ۷۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

په پام کې ده چې د جنورۍ په ۳۰ به هند او پاکستان لوبډلې نیمه پای لوبه وکړی او ګټونکی لوبډله به د فبروری په دریمه نیټه له آسترالیا سره د سږنی نړیوال جام پای لوبه وکړی.

افغانستان سږ کال په ګروپی سیالیو کې د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ته ماتې ورکړه او کوارټر فاینل سیالیو ته یې لار ومونده او په کوارټر فاینل کې یې د نیوزیلنډ لوبډلې ته په ۲۰۲ منډو ماتې ورکړه.

د افغانستان لوبډلې د سږنی جام وروستی پړاو ته د لار موندنې هیله درلوده خو د ځوانانو لوبډلې توپ وهونکی د آسترالیا پر وړاندې ښه و نه ځلیدل.

د افغانستان د ځوانانو لوبډلې د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته په داسې حال کې چې ځمکه نمجنه وه په خپله د توپ وهنې پریکړه وکړه. د افغانستان د منډو جوړولو بهیر د اوپنر ابراهیم ځدراڼ تر سوځیدو وروسته په کراره شو.

تر هغه وروسته اکرام علیخیل یو څه تم شو او په ۸۰ توپونو یې پنځوس منډې وکړې، خو له هغه سره بل کوم داسې لوبغاړی په ویکټه ټینګ نه شو او دا د دې سبب شو چې افغانستان د یوه لوړ هدف ټاکلو ته و نه رسیږی.

د افغانستان ټوله لوبډله په ۴۸ اور کې د ۱۸۱ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده.

د یوه آسانه تعقیب پر مهال افغانستان هغه وخت یو چانس له لاسه ورکړ چې په اتو منډو د ایدوارد یو کیچ و نه نیول شو. ایدوار د آسترالیا له لوری تر ټولو زیاتې مندې وکړی. پارام اپال د آسترالیا بل توپ وهونکی وو چې ۳۲ منډې یې وکړې او د لوبې تر آخره ناسوځیدلی پاتې شو.

دیدگاه are closed.

 

هشت صبح در شبکه‌ اجتماعی فیسبوک