ژمی به تېرشی، خو غنم به را ونه رسیږی!

د روان لمریز کال په پیل کې د تیر کال د ترخو تجربو، له امله چې د ژمی په موسم کې د زیاتو واورو او بارانونو له امله په هرات، مرکزی سیمو او بدخشان په ولایت کې د خوراکی توکو او غنمو د لږوالی له امله خلک له زیاتو ستونزو سره مخامخ شول، او دولت و نه شو کړی، چی په خپل وخت نوموړو سیمو ته د خلکو د بیړنیو اړتیا وو، په له منځه وړلو کې مرسته وکړی،نو دولتی چارواکو،ددې له پاره چې په روان کال کې د ژمی د موسم له رارسیدلو مخکې په هغه ولایتونو کې چی دلارو،د بندیدو امکانات په کې شته دی، د خلکو د اړتیا وو د لیری کولو له پاره غنم او نور خوراکی توکی وروسوی. په دغه برخه کې د طبیعی پېښوسره  د مبارزی د ریاست له خوا،اوپه خپله دسوداګرۍ دوزارت له خوا، ځانګړی هڅی پیل شوی، چې نوموړی وزارت له خوا د پاکستان سره د ۵۰ زره تنه غنمو قرار داد لاسلیک شو، د روسیی اواو کراین سره هم ورته قرار داد لاسلیک شو.

همدارنګه د قزاقستان د هیواد، سره هم د ۲۰۰ زره ټنو غنمودرانیولو قرار داد لاسلیک شو. د پاکستان سره د غنمو د قرار داد له مخې ۴۳ زره ټنه غنم له پاکستان څخه افغانستان ته راولیږدول شول. له قزاقستان څخه د غنمو د رالیږدولو، قرار داد د څلورو خصوصی شرکتونو سره وشو، او له قزاقستان څخه یۍ د غنمو په رالیږدلو پېل وکړ، چی له نوموړو غنمو څخه یوه اندازه په ولایتونو کې خلکو ته هم وویشل شول. له لږی مودی وروسته خلکو د نوموړو غنمو د خرابوالی په اړوند دولتی چارواکو، ته شکایتونو وکړل، چی له یوی خوا، غنم زاړه او تور رنګی دی او له بلی خوا په خوړولو کې له ښه کیفیت څخه پرخمن نه دی او خلک یی له  نا روغو سره مخامخ کړی دی، چی د خلکو ددغه رنګه شکایتونو په لړ کې دولتی چارواکو هم ومنله، چی رښتیا هم له قزاقستان څخه را لیږدول شوی غنم له ښه کیفیت څخه برخمن نه دی او د خلکو روغتیا یی د سخت ګواښ سره مخامخ کوی. نو د روان کال د مرغومی د میاشتی په ۲۸ مه د سوداګری وزارت وزیر وویل چی دوی د غنمو د خرابوالی له امله له قزاقستان څخه د ۲۰۰ زره ټنو د غنمو د رانیولو او رالیږدولو قرار داد د څلورو خصوصی شرکتونو سره لغوه کړ، او په ځآی به یی له پاکستان څخه ۱۹۰ زره ټنه پاک ، سپین اوباکیفیت غنم واخلی.
دلته اوس دا پوښتنه را منځته کیږی چی ولې د سوادګرۍ وزارت مخکې له دینه، چې غنم افغانستان ته را ورسیږی، په خپله په قزاقستان کې یۍ د غنمو له ښه کیفیت څخه ځان خبر نه کړ، دوی دا غنم د څارویو له پاره نه راوړل ،بلکې د انسانانو د خوراک له پاره یی را وړل ، په دغه برخه کې اصلی مسوولین څوک دی؟ له بلی خوا نه دا پوښټنه هم را منځته کیږی،هغه دا چی نن ورځ په میلیونونو افغانان د لوږی او خوراکی توکو د نشتوالی سره مخامخ دی، ددوی ځواب څوک وایی؟
نوموړې دهغه په ملیونونو وږو افغانانو پوښتنې دی ، چې د ژوند په سختو شیبو کې یې له خپلو چارواکو څخه کوی او هم په دغه  برخه کې له خپلو چارواکو نه غواړی چی په دغه برخه کې له مسوولو چارواکو څخه په کلکه تحقیق وکړی دا ځکه چی اوسنی حالت د نوموړو چارواکو، له  بې پروایی څخه را پورته شویدی او په دغه برخه کې د دولتی چارواکو، کړنی باید په ډاګه شی. له بلی خوا، د سوداګری وزرات ته په کارده، چې د نورو غنمو د قرار داد او رالیږدولو، په برخه کې له پوره غور څخه کار واخلی، د خصوصی شرکتونو سره د با کیفیته غنمو د رالیږدولو په اړوند پوره خبری وکړی او داسی ضمانتونه باید چې ترینه واخیستل شی چی ټول غنم د غنمو د اصلی نمونې سره سم راوړی او داسی و نه شی چی نومو ړی شرکتونه د خپل ځان په ګټه اصلی غنم پریږدی او په ځای یۍ تور، زاړه او بې کیفیته غنم راوړی. له بلی خوا، دا چی دغنمو د ویش او رسولو په برخه کې په ولایتونو کې ډیر ناوخته شویدی او خلک د سختی لوږی سره مخامخ دی ،نو په کارده، چی د سوداګری وزارت ډیر زر د پاکستان او یا د نور هیوادونو، سره د غنمو درانیولو قرار داد لاسلیک کړی.  ترڅو غنم ډیر زر هیواد، ته راولیږدول شی او په اړو کسانو،د ټاکلی بیړنی پروګرام له مخې  ډېر زر وویشل شی،اوداسې ونه شی چې ژمى تېرشی اوغنم راونه رسیږی،    او هم په راتلونکې کې دهغه لانجې مخه ونیول شی،چې همدااوس دسوداګرۍ وزارت اودشخصی شرکتونو ترمنځ درالیږدول شو ،غنموپه سر روانه ده .

دکمه بازگشت به بالا