ږیره زما، واک یې د ملا!

دغه خبره چی ږیره زما واک یۍ د ملا ، له ډېرو پخوانیو خلکو څخه راپاتې ده، چی په پخوا وخت کې به زیاتره جرګی  دکلی د ملا امامانو، له خوا فیصله کید لی،اوپه دغه فیصلوکې به کله کله داسې کېدل ، چې دچا له خوښې پرته به ملا، خپله فیصله صادروله ، یا داچی ملایانو، به  په پخوا وخت کې خلک دیته اړ ایستل چې ږیره پریږدی. نویوشمیر خلکو په داخبره کوله چې : ږیره زما،واک یی دملا! په دې مانا چې یوشمیر خلکوته داښه نه ښکا ریدله، چې ددوى دږیرو واک د ملا سره وی، چی نن ورځ دغه خبره د خلکو په منځکی د یو منل  شوی متل په توکه د مرکو او جرګو په وخت کې کارول کیږی.

دغه متل زیاتره په هغه وخت کې د یو چا  ،له خولې نه راوځی چی دده له خوا ، یو بل څوک په خپل سر وکالت کوی او دده حق او مال یو بل څوک د خپلی ګټی له پاره استعمالوی او یایې بل چا ته ورکوی. یا دا چی د یو کمزوری او مظلوم کس مال د یو بل زور واکۍ له خوا، غصب کیږی او په خپل سر څه یۍ چې زړه غواړی هغسې ورسره کوی…
نوموړی متل زموږ د خلکو ترمنځ په نوموړو یادو شوو مواردو کې استعمالیده، خو په اوس وخت کې یۍ په عملی بنه ډیرو لږ وخلکو فکر کاوه. لنډه دا چی دغه متل هغه وخت زموږ د خلکو په ژوندې کې په عملی ډول ولیدل شو، چی په افغانستان کې طالب واکمنی ټینګه شوه ،او د ملا، په ځاى د ږیرو واک طالبا نو ته په لاس ورغی او آمرییی وکړ ،چې هیڅوک خپلی ږیری کلولى نه شی. خلکو د طالبانو له ویری له یو مخې ږیری پریښودلې او هیچا دا حق نه درلوده، چی خپلی ږیری لنډی او یایې کلې کړی. چی دغه کار د یو ځانګړی ډلی او یا ځانګړی سیمی پوری اړه  نه درلودله، بلکی افغانان په هر ځای کې مجبور او ملکف وو ،چی خپلی ږیری پریږدی. آن دا چې هغه افغانان به له بهر څخه چې افغانستان ته راتلل ،هم مجبور او مکلف وو، چی خپلی ږیری په افغانستان کې د طالبانی نظام د حکم سره سمی پریږدی. په هرځآی کې به د طالبانو له خوا د خلکو ږیری لیدل کیدلی او اندازه کیدلی د هر چا به چی ږیره د طالبانو،د اندازی له مخی لنډه وه، نو په  کېبلونو به وهل کیده، او هم به بندی کېده. نو خلکو ته دا خبره  سل په سلکو کې رښتیا شوه، چی ږیره زما واک یې د ملا ! په دومره توپیر سره چی د ملا په ځای د ږیری واک دطالبانو سره شو.
او په دغه ډول د طالب ملایانو په واکمنى کې خلکو د خپلو ږیرو، د لنډولو او کلولو حق نه درلوده،او له یو مخې ږیرې د طالبانو له وېری پر یښودل کېدلی  .کله چې طالبانی نظام ړنګ شو، نو خلکو بیرته د خپلو ږیرو واک ترلاسه کړ، او ږیری د طالبانو له واکمنې څخه خلاص شوی.
نن سبا نوموړی متل د افغانستان د خلکو ترمنځ یوبل ډول استعمالیږی، هغه دا چی د یو شمیر خلکو په منځکې د سیاسی تودو بحثونو په وخت کې داسی ویل کیږی چې  : وطن زما واک یې د بل چا.
د نوموړی متل د رښتیایی په اړوند، نن سبا ګورو، چی په افغانستان کې د تروریزم او طالبانو پرخلاف جګړی په بهیر کې د امریکا ایتلافی او ناټو ځواکونو په شتون کې هغه څه تر سترګو کیږی، چی کټ مټ نوموړی متل ته ورته دی، په دی مانا چی بهرنی هېوادونه ، افغانستان ته دخپلو ځواکونوپه رالیږلو اولیږدولوکې  د افغانستان د خلکو ، دولت او پارلمان نه پوښتنه نه کوی او په خپل سر پوځی عملیات پلانوی او پرمخ یې بیایې. په خپل سر بمبارۍ کوی. په خپل سره خلک بندیانوی او په خپل سرکورونه تلاشی کوی. په خپل سر، د افغانستان له پاره ستراتژی جوړوی او په خپل سر د خپلی محاسبې له مخې خپل پوځونه افغانستان ته راولی، په خپل سر دخپلې محاسبی له مخې د افغانستان ملی اردو او ملی پولیس جوړوی او په خپل سر اربکی جوړوی. لنډه دا چې په تېرو ۷کلونو کې د افغانستان د خلکو او دولت سره د پوځی عملیاتو په همغږۍ، د هوایی بمبارې، د کورونو په تلاشی او د خلکو د نیولو په مخنیوی کې ، بهرنیو ځواکونو هیڅ سلا مشوره و نه کړه، او دغه په خپل سری یې تر ننه روانه ده، چې له دغه حالت څخه ټول افغانان دی پایلی ته رسیدلی دی چی وایی: وطن زما ، واک یې د بل چا.
 لکه چې په تیر وخت کې طالب ملا ونه شو کړلی چې د افغانستان دخلکو د ږیرو واک د تل له پاره ترلاسه کړی، نو په اوس وخت کې د اوسنی حالت په نظر کې نیولو سره امریکا او نړیواله ټولنه هم نه شی کولای چی د افغانستان واک تر ډیره پوری له ځان سره وساتی. نړیوالې ټولنې او امریکا ته په کار ده، چی د افغانستان د خلکو د تیر تاریخ نه په پوهیدو سره باید په افغانستان کې هر څه په خپله خوښه او د خپل ځان له پاره  و نه کړی. په کار ده چی د افغانستان د خلکود ژوند ټول واقعیتو نه او لومړیتوبونه  په نظر کې ونیسی، افغانستان د نړی د یو خپلواک هیواد،او  خلک یې د یو خپلواک ملت په توګه ومنی. په ځانګړی توګه د امریکا ، نوی ولسمشر اوباما ته په کارده ،چی د افغانستان په وړاندې د بوش د اداری د تیر سیاست سره له یو مخې مخه ښۀ وکړی، افغانستان ته باید د خپل نوی سیاست په هنداره کې ووینی د طالبانواو د تروریزم پرخلاف جګړه، یا دا چی یوازی د خپلو مرستو  په ورکولو سره په خپله افغا نانوته پریږدی او یا داچې په نوموړی جګړه کې د افغانستان د ملی اردو، ونډه اومسوولیت مالوم کړی، دا چې اوس دآمریکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستان دستراتیژۍ په جوړولو ډېر دقیق فکر کوی، نوپه کارده چې په نوموړې سترا تیژۍ کې دافغانستان دخلکو، هیلې اوغوښتنې په نظر کې ونیول شی،دافغانانوسره په پوره ډول په هره برخه کې سلا مشورې وشی، اودنوموړې ستراتیژۍ له مخې په عمل کې افغانان داومنی چې دوى دخپل هېواد، خاوندان اودتروریزم پر خلاف جګړه کې دنړیوالې ټولنې سره همغږی اوپه دغه سترمسوولیت کې شریک  دی . 

دکمه بازگشت به بالا