په پاریس کې دافغانستان دسیمه ییزو همکاریو کنفرانس

دافغانستان سره دګاونډیو هېوادونو دسیمه ییزه همکاریو کنفرانس دروان کال دروانې میاشتې په ۲۴مه دیکشنبې په ورځ چې د۲۰۰۸زیږیز کال ددسمبردمیاشتې د۱۴مې نېټې سره سمون خوری په پاریس کې جوړ شو. په دغه کنفرانس کې دافغانستان او دهغه دګاونډیو برسیره دآمریکا،بریتانیا،روسیی اویوشمیر نورو هېوادونو استازو  ګډون کړى وو. په دغه کنفرانسکې په دې خبرې وشوې چې څنګه کېد لاى شی ،افغانستان، پاکستان اوایران خپلې سیمه ییزې همکارۍسره هم غږې کړی اوپه سیاسی،اقتصادی اوامنیتی برخوکې اوهم دتروریزم اودنشه یی توکو،دقاچاق دمخنیوی په برخه کې خپلې همکارۍ په دوامدار ډول وخت په وخت پیاوړې کړی ،تر څووکولاشی چې افغانان دخپل هېواد کنترول په خپل لاس کې واخلی .

همدارنګه په دغه کنفرانس کې نوموړی هېوادونه به وکولاى شی چې دخپلو منځی اختلافونو له پاره دحل لاره هم پیداکړی .
دغه رنګه ورته کنفرانس دافغانستان سره دبسپنه ور کونکو هېوادونوله خوا،دروان کال د غبرګولی د میاشتې په ۲۳مه چې د۲۰۰۸زیږیزکال دجون دمیاشتې د۱۲مې نېټې سره سمون خوری په پاریس کې جوړ شو . په نوموړى کنفرانس کې ۶۵هېودونو،او۱۵نړیوالو سازمانونو، استازو ګډون کړى وو. په  کنفرانس کې  دافغانستان دولت دملې پراختیا پنځه کلنه ستراتیژی  وړاندې کړه ، چې په پا یله کې دګډون کونکو هېوادونوله خوا،۲۱ملیارده ډالره ،دمرستې وعده دافغانستان سره وشوه ، چې دادى له نوموړى کنفرانس څخه شپږ میاشتې  تیریږی خو نه د وعده شوو پیسو  درک او نه د ملی پراختیا د ستراتیژۍ د عملی کولو بهیر مالوم شو. اوس مهال هم د پاریس د پرونی کنفرانس د پایلو او د عملی کړنو په اړوند د خلکو سره یو لړپوښتنی شته دی او وایی چې له نوموړی کنفرانس څخه به څه پایلی په لاس راشی؟ د دغه پوښتنی په ځواب کې لکه څنګه چی د پاریس د تیر کنفرانس په اړ وند د خلکو د هیلو سره سمی پایلی په لاس را نغلی، نو کیدلای شی چه د نوموړو کنفرانس پایلی او د هغی عملی بهیر په ډاګه چاته څرګنده نه شی . دا ځکه چی د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ اقتصادی او سیاسی  سیالۍ  روانی دی، او په ځانګړی ډول د پاکستان او ایران ترمنځ په افغانستان کې پوره اقتصادی جګړه روانه ده او دغه جګړه ددی لامل شویده چی د تروریزم پرخلاف جګړه  هم اوږده کړی. نو ځکه نن ورځ دا له هیچا نه پټه نه ده چی  که له یو خوا، له پاکستان څخه افغانستان ته طالبان او تروریستان راوړی نوله بلی خوا، د چین او ایران له خوا، طالبانو ته وسلی او مهمات هم ورکول کیږی نن سبا چین هم د افغانستان په اقتصادی جګړه ښکېل شویدی او د جګړی په دوام کې خپلی اقتصادی ګټی وینی. نو ځکه د طالبانو سره د وسلو ، مرسته کوی. له بلی خوا، په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو او په ځانګړی ډول د امریکا د ځواکونو، شتون د چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنی آسیا ، د هیوادونو له پاره یو ګواښ ګڼل کیږی. ددغه رنګه حالت په شتون کې پاکستان هڅه کوی چی په افغانستان کې خپل لاس پوڅی دولت جوړ کړی، هند او  ایران هم ورته هڅی کوی، چی دغه ډول هڅی د آمریکا او ناټو، دهیلو سره په تکر کی دی. دا ځکه چې د امریکا او ناټو، ترمنځ هم د اسیالی روانه  ده ،چی په افغانستان کې خپل پلوى دولت جوړ کړی، چی په دغه برخه کې روسیه هم ځانګړی هڅی کوی او خپل ځان د افغانستان نژدی ګاونډی ګڼی. له بلی خوا، د پاریس کنفرانس په داسی وخت کې جوړ شو، چی په افغانستان کې د طالبانو او دولت ترمنځ د سولی او یو ګډ حکومت د جوړیدلو پر سر په عربستان او متحده اماراتو کې خبری سرته رسیدلی دی، او دغه لړی په راتلونکی هم دوام لری. له بلی خوا، په افغانستان کی د طالبانو او تروریزم پرخلاف جګړه کې آمریکا او ناټو ډیره ستړی ښکاری نو ځکه په افغانستان کې د خپلی دمې، د جوړولو، له پاره د خپلو پوځیانو، په زیاتوالی ټینګار کوی، او آمریکا غواړی چی په راتلونکی اوړی کې ۷۰۰۰ زره  سرتېری افغانستان ته ولیږی، چی په راتلونکی کې به ددغه سرتېر وشمیر شل زرو تنوته ورسوی. امریکا دغه رنګه غوښتنه د ناټو، له غړو هیوادونو څخه هم کوی. نو ددغه رنګه حالت په شتون کې افغانستان سره  د سیمه ییزه همکاریو، دکنفرانس د جوړیدلو، پایلی د افغانستان د خلکو په ګټه نه ښکاری. دا ځکه چی په نوموړی کنفرانس کې داسی ګاونډی هیوادونه او د سترو قدرتونو استازی را ټول شوی وو، چی هر چا په افغانستان کې خپلی سیاسی او اقتصادی بقا، په خاطر خپلی نظریی وړاندی کړی، او داسی کومه هراړخیزه پریکړه په کې و نه شو، چی ګاونډی او یا د نورو هیوادنو، استازی په کې په افغانستان کې د سولی او امنیت د ټینګښت په خاطر له خپلو سیاسی او اقتصادی ګټو څخه تېر شی. ددغه رنګه بې ګټی کنفرانس په ځای د افغانستان خلک  دا وړاندیز کوی چی باید په ډیر نژدی را تلونکی کې د نړیوالی ټولنی له خوا، په افغانستان کې د سولی او امنیت د ټینګښت په نامه یو نړیوال کنفرانس جوړ شی، ترڅو دهغه ځنډونو د له منځه وړلو په اړوند خبری او غوڅی پریکړی وشی، چې په تیرو دېرشو، کلونو کې په افغانستان کې د سولی او امنیت د ټینګښت په لاره کې پراته دی.

دکمه بازگشت به بالا