په کار ده چې د آمریکا نوى استازى د افغانستان د خلکو غوښتنې په پام کې ونیسی!

کله چې په امریکا کې د باراک اوباما د لوړی د مراسمو د سرته رسولو ورسته د روان کال د جنوری د میاشتې په ۲ مه د چهارشنبی په ورځ هیلاری کلینتن  د آمریکا له سنا څخه د بآور پوره راې تر لاسه کړې او د امریکا د بهرنیو چارود وزیرې په توګه  یې په کار پېل وکړ، نو د ټولو کارونو په سر کې بې په پاکستان او افغانستان کې د تروریزم پرخلاف مبارزې له پاره د پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو سره تیلفونی خبری وکړی. هیلاری کلینتون له دواړو مشرانو نه وغوښتل، چی د تروریزم پرخلاف د مبارزې په بهیر کې خپل معلومات او ګډې هڅی سره شریکی کړی. 

د هیلاری کلینتون له نوموړو تیلفونی خبرو  څخه دا په داګه کیږی، چی د آمریکا له نظره د تروریزم پرخلاف مبارزه د آمریکا د نوی ستراتژۍ په سر کې واقع ده. په خپله د امریکا نوی  ولسمشر باراک اوباما هم د ولسمشر د لوړې د مراسمو څخه وروسته په خپله  لومړنۍ وینا کې دا خبره وکړه ،چی موږ به د تروریزم پرخلاف تر هغه وخته جنګیږ و، چې بیخې یی له منځه یوسو. له نوموړو څرګندونو څخه دا په ډاګه کیږی، چې امریکا د ترویزم پرخلاف مبارزه کې د افغانستان او پاکستان ګډی او نژدی همکاری ته په خپله نوی ستراتیژی کې د لومړیتوب حق ورکوی. له بلې خوا، ددې له پاره چې د تروریزم پرخلاف مبارزه کې درښتینې ،نژدې او د دوامدار همکارۍ اړیکې د یو ستر مسوولیت په توګه د پاکستان او افغانستان مشران هم د خپلو کارونو په سر کې ومنی، نو په عملی لحاظ ددغه  کار، د سرته رسولو، له پاره د امریکا، ولسمشر  باراک اوباما د امریکایانو پوخ سیاستمدار ریچارد هولی بروک ،  چی  یووخت په ملګرو ملتونو کې د آمریکا سفیر هم و، د افغانستان او پاکستان په چارو کې یی خپل ځانګړی استازی وټاکه . د افغانستان خلک دافغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا د استازی په توګه د ریچارد هولی بروک، ټاکل د امریکا د ولسمشر یو په ځای کار ګڼی. د افغانستان خلک چی په تیرو ۷ کلونو کې د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو له بې ځایه کړو، وړو څخه سخت ځوریدلی دی، د امریکا له نوی استازی څخه زیاتی هیلی لری. د افغانستان خلک غواړی چی د ژوند په هر قدم کې د امریکا له نوی ا ستازی سره ډېر نژدې واوسی. دا ځکه چې په تیر وخت کې د امریکا استازی زلمی خلیل زاد، ونه شو کړی، چې د افغانستان د خلکو د هیلو سره سم د  حکومت په جوړښت، د دولتی چارواکو، په کړو وړو، د اداری فساد په مخنیوی، د امنیت په ټنګښت د اداری اصلاحاتو په منځته راتلو، بیارغونی او نورو چاروکې پوره برخه واخلی. نوموړی د افغانستان د دولت او د بوش د اداری مصلحتونه سره یو ځای کړل ،او په ټول افغانستان کې یۍ د بهرنیو ځواکونو،په پوځی عملیاتو کې، د ناوړه کړو وړو په وړاندی چوپه خوله ونیوله، او هغه څه  ته چی د افغاسنتان خلکو اړتیا درلودله، له نظره یۍ وغورزول. او وئ نه شو کولای جې د آمریکا د ایتلافی او ناټو ځواکونو ترمنځ د افغانستان د دولتی ځواکونو په ګډون پوره هم غږی را منځته کړی ، او په پایله کې د حامد کرزی په مشرى یو ډېر کمزوری حکومت رامنځته شو.  د افغانستان په چاروکې دآمریکا نوی استازی باید له ټولنو نه لومړى د افغانستان د خلکو د تیر تاریخ او ملی فرهنګ سره ځان په پوره ډول آشنا کړی، او دا پوښتنه له ځانه وکړی، چی ولی په تیرو ۷ کلونو کې په افغانستان کې د افغانستان د ځواکونو په ګډون  بهرنیو۲۱۴ زره پوځی ځواکونو و نه شو کړی چی طالبان او القاعده له منځه یوسی. او برعکس نن ورځ طالبان او القاعده  په افغانستان کې دومره پیاوړی شویدی ،چی دادی امریکا خپل نور ۳۰ زره پوځیان له عراق نه افغانستان ته لیږدوی او همدارنګه ناټو هم هڅه کوی چی په افغانستان کې خپل ځواکونه زیات کړی.؟ د نوموړی پوښتنی د ځواب د پیدا کولو له پاره ریچارد هولی بروک، کولای شی چی هغه څه پیدا کړی، چې افغانستان د تېر تاریخ او د افغانستان د خلکو،  د ملی فرهنګ پوری اړه لری. ددې له پاره چې ریچارد هولی بروک، په خپلو چارو کې په رښتینې توګه بریالیتوب تر لاسه کړی، په کارده ،چی د افغاسنتان د اوسنی چارواکو په څنګ کې د افغانستان د ملی شخصیتونه، سیاسی ګوندونه، مدنی ټولنی له نظره و نه غورزوی او وخت په وخت ورسره ووینی. او د افغانستان د حالاتو، د خلکو،د اړتیا و او غوښتنو نه وخت په وخت ځان خبر کړی. د افغانستان د امنیت دتا مین له پاره اود تروریزم پرخلاف مبارزه کې په خپله د افغانستان دولت او خلک په پوره مسوولیت سره شریک کړی. د اداری فساد، قاچاق او نو رو ناوړه کارونو په له منځه وړو کې که د افغانستان د دولت له خوا، وی او که په افغانستان کې د میشتو بهرنیو نیو ځواکونو له خوا وی کلکه مبارزه وکړی، او کوښښ وکړی ، چی د تروریزم پرخلاف جګړه کې د پاکستان او دافغانستان ترمنځ د همکاری اړیکی لاډیری کلکی کړی. ریچارد هولی بروک، ته په کارده چی وخت په وخت د وسلو دراټولولو او بیارغونی چاری او هغه مرستی چی له بهره افغانستان ته راځی، ترخپلی کلکی محاسبی او ځارنی لاندې ونیسی، او په ځانګړی ډول د آمریکا هغه مرستې چی په راتلونکې کې د افغانستان د دولت او خلکو سره کیږی، د هغی دلګښت په اړوند وپه  پوره ډول خپل  ځان او د افغانستان خلک خبر کړی . د بوش د اداری په وخت کې  امریکا د  افغانستان سره ۳۲ میلیارده ډالره مرسته کړیده، خو اوس د نوموړو مرستو د لګښت ځایونه هم د افغانستان له دولت څخه ورک دی او هم په خپله له امریکا څخه. نو ددی له پاره چی د امریکا مرستی په ګټوره توګه په راتلونکی کې د افغاسنتان د خلکو د ژوند د ښه والی په لارکې ولګیږی او هم په افغانستان کې یو پیاوړی حکومت را منځته شی. نو په کارده چې ریچارد هولی بروک، د خپل کار له لومړی ورځی نه خپلو ورسپارل شوو چارو ته په کلکه پاملرنه وکړی، ترڅو د افغاسنتان د خلکو په راتلونکی تاریخ کې د یو منلی امریکایی دوست په توګه یا دشی. د افغانستان خلک خپل رښتینې دوستان هیڅ وخت نه هیروی او تل ورته د قدر په سترګه وینی.

دکمه بازگشت به بالا