په کارده چې نړیواله ټولنه او آمریکا، دافغانستان د دولت سره حساب وکړی!

په تېرو ۷ کلونوکې د افغانستان د دولت سره د بیارغونی په چارو کې د مرستندویه هیوادونو له خوا، د بسپنې ورکولو څلور کنفرانسونه جوړ شول، چی د هر یو کنفرانس په پایله کې په میلیاردو نو ډالره مرسته دمرستندویه هېوادونو له خوا، د افغانستا د دولت سره وشوه. د نوموړو مرستو په بهیر کې د افغانستان خلکو، دا هیله درلودله، چې کیدلای شی د نوموړو مرستو، د ترلاسه کولو، له امله په افغانستان کې د بیارغونی چاری چټکی شی،

بیکاری به له یو مخی ورکه شی او ټولو بیکارو کسانو ته به کار پیدا شی. آن دا چی هغه افغانان، چې په بهرنیو هیوادونو کې د کار د پیدا کولو، پسی لالهانده ګرځی هم د کار ، له پاره به بېرته افغانستان ته راشی. ددغه هیلی په درلودلو سره څه د باندی ۷ کاله تېر شول، چی د بیارغونی چارې په ډیره سستئ سره روانی دی. یو شمیر سړکونه او ودانۍ چی رغول شویدی، دادى له ډېرې لږې مودې وروسته بیا د ورانۍ په حال کې دی. په افغانستان کې له اوسنی حالت څخه نه یوازی دا چی افغانان ښه زړه نه لری بلګې آمریکا ،ارو پا یی او نړیواله ټولنه هم د افغانستان په دولتی چارواکو، د اتور لګوی چې د کار کولو اهلیت نه لری ،اود دولت دستګاه یی بیخی فاسده کړیده چی دغه رنګه څرګندونی په دې وروستیو کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنی د خاص استازی  کې آیده، د ناټو د عمومی منشی یاپ دى هوپ شیفر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلاری کلینتون له خوا،   په ډاکه شوې دی . اوس سړی حیرانیږی، چې د چا خبره ومنی. نړیواله ټولنه دا دعوه کوی چی د افغانستان سره په میلیاردونو ډالره مرسته وشوه، دغه پیسی څه شوی؟ د امریکا د بهرنیو چارو وزیری هیلاری کلنټون د سنا له مجلس څخه د رایې اخیستنی په وخت کې وویل چی:  د افغانستان سره یی  ۳۲ میلیارده ډالره مرسته کړیده دا پیسی څه شوی؟ د ولسی جرګی یو غړی رمضان بشر دوست وایی  چی افغانستان ته ۲۱ میلیارده ډالره مرسته راغلی ده، دا څه شوه؟
د افغانستان د مالی پخوانى وزیرا نور الحق احدی وایی چی دافغانستان سره ۱۳ میلیارده ډالره مرسته  شویده. د روان کال د سلواغی د میاشتی په لومړی نیټه د افغا نستان ولسمشر حامد کرزی د ملی شورا د څلورم کال د کار په پیل کې په خپله وینا کې وویل چی : په اداره فساد کې یوازی د افغانستان دولت نه دی ککړ بلکی نړیواله ټولنه او نور بهرنیان هم په کی لاس لری … آیا بهرنی مرستی یوازی د افغانستان حکومت خوړلی دی ؟ همدا رنګه افغان ولسمشرحامد کرزی دآلمان دمونیخ په ښارکې دنړیوال امنیت په ۴۵مه غونډه کې بیا هم دا خبره وکړه چې په ملیاردونه ډالر، افغانستان ته راغلل، خوحساب یی هم زموږ نه ورک دى او هم له نړیوالې ټولنې نه .له بلې خوانه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر سپنتا د روان کال د سلواغی د میاشتی په ۱۳ مه په یو خبری کنفرانس کې وویل چی موږ ته په سلو کې ۲۰ بهرنی مرستی راکړل شویدی، او د نور پیسو حساب موږ ته نه دی مالوم. ددغه رنګه ګډوډ حالت په شتون کې دادی د حامد کرزی د حکومت وخت په لڼد یدو دی. نړیوالې ټولنی، امریکا او اروپایی ټولنی ته به دا ډېره ګرانه وی، چی د حامد کرزی د حکومت له پای ته رسیدو وروسته د افغانستان دراتلونکې دولت سره د خپلو میلیاردو نو ډالرو د مرستی حساب وکړی . د افغاسنتان دراتلونکی دولت  له پاره به هم دا ګرانه وی چی د خپلو مرسته شوو، پیسو حساب له آمریکا ، نړیوالې ټولنې اواروپایی ټولنې او له خپلو لوړ رتبه دولتی چارواکو، نه و غواړی او آن کیدلای شی چی په راتلونکی کی هم له هغو دولتی چارواکونه چی د افغانستان ددولت سره د مرسته شوو،پیسو
نه یی کورونه، هوټلونه، مارکیټونه، ښارګوټی او بانکونه جوړ کړیدی بیا هم سری سترګی په راتلونکی حکومت کې په لالوړو څرکیو را ښکاره شی  . نو ددې له پاره چی د افغانستان د اوسنی حکومت سره نړیواله ټولنه، اروپایی ټولنه او امریکا خپل حساب پاک کړی. نو اړینه خبره داده چی په خپل منځکی سره کینی، هغه پیسی چی ددوی له خوا، په تیرو ۷ کلونو کې د افغانستان د خلکو سره د مرستې په نامه د افغانستان  دولت ته ورکړی شویدی، په پوره ډول حساب وکړی. په دغه برخه کې دی د افغانستان دولت هم خپل ټول اسناد، د مرسته شوو پیسو په اړوند را د مخه کړی. ترڅو حساب د ټولو اړخونو له پاره د پوره قناعت وړو ګرځی او هغه پیسی چی په رښتنیه توګه د افغانستان دولت  ته ورکړى شویدی، او د بیارغونی په چارو ولګیدی دی په ډاګه شی، او هم هغه پیسی چی نړیوال ټولنی او اروپایی ټولنی او امریکا د افغانستان دولت ته ورکړیدی په ډاکه شی. ترڅو په دغه وسیله د افغانستان خلکو ته دا په ډاګه شی چی د افغانستان د دولت سره څومره نغده مرسته شویده او څومره پیسی په رښتینه توګه د بیارغونی په چاروکې لګیدلی دی؟ ددغه کار سرته رسول دوه ګټی لری . لومړی دا چی نړیواله ټولنه، اروپایی ټولنه او امریکا به هم په افغانستان کې خپل چارواکی او داړه ماران وپیژنی او خپلی غلا شوی پیسی په ترینه بیرته واخلی، او دخپلو اصولو په رڼا کې به یې محا کمه کړی. دوهم دا چې په خپله د افغانستان خلک به هم د خپلو مرسته شوو بیسو، غله او د اړه ماران وپیژنی او په راتلونکو ټاکنو کې به بیا رایی نه ورکوی، او کېدلاى شی چې په راتلونکې کې به دافغانستان خلکو ته ددې چانس په لاس ورشی ، چې په افغانستان کې د یو قوی حکومت د جوړیدلو په وخت د نوموړو مرستو، غله او د اړه ماران د محاکمی میز ته  را کش کړی او ضرور په د هغه پیسو حساب او کتاپ ترینه وغواړی، چی د خپلی واکمنى په وخت کې یۍ د افغانستان د خلکو، له مرسته شوو، پیسو څخه یۍ پټې کړیدی.

دکمه بازگشت به بالا