په فضاء کې ټکر، خو په ځمکه د روغې په لور یون

تېره پنجشنبې د امریکا د متحده ایالاتود فضائی څیړنو ادارې( ناسا) خبر ورکړ، چې ددوى یوې مخابراتی سپوږمکۍ ، چې یو خصوصی مخابراتی شرکت پورې یې اړه درلوده، د روسیې له یوې نظامی سپوږمکۍ سره چې له کاره غورځېدلۍ وه، ټکر وکړ او دواړه سپوږمکۍ له منځه لاړې.
 دا ټکر د شاوخوا   ٨٠٠ کیلو مترو په لوړ والی د سایبریا په فضاء کې پېښ شو.
د کار پوهانو په اند لاتراوسه ، د سپوږمکیو اوددوى دوړونکو توغندیو په زرګونه ټوټې او هغه سپوږمکۍ چې چودلی ، د هغوى ټوټې ، په فضاء کې ځوړندې پاتې دی، چې د هابل فضائی تلسکوپ او دڅېړنیزو سپوږمکیو د کار خنډ ګرځی.
 دا وروستی ټکر په فضاء کې د نړیوالې همغږی او د فضائی امنیت ترافیکی مصوونیت ته یو خبرداری و.
 د ایریدیوم امریکائی شرکت ته اړونده سپوږمکۍ چې ۵۶٠ کیلو ګرامه درنه ده او دستلایت اړیکې یې سمبالولى ، درو سیې د کاسموس نومې سپوږمکۍ سره چې تقریباً دوه نیم ټنه دروندوالى یې درلود او دپوځی څار لپاره توغول شوې وه خو اوس فعاله نه وه، ټکر وکړ.
دا په داسې حال کې ده ، چې د متحده ایالاتو ( پنټاګون ادارې) په قفقاز کې د خپل توغندویی ډال او ددې سیستم د رادار تاسیساتو د جوړولو په تکل کې ده.
 خو د روسیې د هوائی ځواک قوماندان ولادیمیر میخائیلوف د امریکا ددې هڅو په هکله وویل، چې روسیه د قفقاز په سیمه کې پوره ځواک لری، تر څو د امریکا د رادار سره مقابله وکړی.
 مسکو د واشنګټن  د توغندویی ډال چې ښایی په پولیند او چک هیوادو کې ځاى پر ځاى شی، هم مخالفت کوی.
خو بل لور ته السکاندر ګروشکو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعلان وکړ، چې روسیه په دې تکل نه ده، چې خپل نوی او پرمختللی  S-400 Triumf توغندی کوم هیواد ته ورکړی، چې داخپله یو تولرانس  او انعطاف دى .
 اوس به راشو ددې مضمون اصل عنوان ته چې د روسیې او امریکې جوړ جاړی څرنګه د ځمکې پر مخ منځ ته راتلاى شی او دوى د ځمکې پر مخ کومی ګډې منافع لری.
الف: د مځکې د مخ د اقلیم په تودوخې سره د شمال قطب کنګلونه په ولېدو دی. د شمال قطب او سایبریایی سیمې د نفتو بډایې زېرمې لری، ددې زېرمو د راویستلو لپاره په سیمه کې امریکا او روسیه اړ دی، چې یو بل سره ښې اړېکې ولری.
 د الاسکا او روسیې ترمنځ د چوکچی سمندرګی او ورانګلیا ټاپو هغه مشترک المنافع سیمې کیداى شی، چې دوى دواړه ورته اړتیا لری.
 د ناسا تحقیقاتو ښودلی ، چې په ګانده کې له دې نفتی زېرمو څخه په لویه کچه ګټه پورته کیداى شی.
ب:  څرنګه چې ناسا ددې سپوږمکیو ټکر یوه عادی خبره وګنله، له دې جوته ده، چې امریکا نه غواړی، چې بله سړه جګړه منځ ته راشی او امریکا بیا له روسیې سره په دې جګړې کې ښکر په ښکر شی.
ج:  د ترهګرو او القاعده په ځواکمنیدو سره دا لانجه اوس نړیواله تبه ګرځېدلې ، اوس امریکا او روس دواړه مجبور دی، چې ددې سره ګډه مبارزه وکړی.ځکه دې ډلو سره له پخوا نه د منځنی آسیا نه جمعه نمنګانی ، طاهر یولداش، اکبر توره جان زاده او چیچنی طالبانو اړیکې درلودې.
په قفقاز کې د توغندویی ډال نصبول هم ددې ډلو په خاطر کیداى شی، ځکه دوى ویریږی ، چې د پاکستان اتمی ځواک او توغندی کوم وخت ددوى لاس ته ونه غورځی
چې هغه وخت مخه نیول به یې ګران او ستونزمن کاروی. له همدې کبله روسیه په دې راضی شوه، چې د ناټو اکمالات د روسیې د فضاء او ځمکې نه افغانستان ته وشی.
 په دې هکله د روسیې د بهرنیو چارووزارت مرستیال ګریګوری کاراسین د روسیې همغږی له امریکا سره د نړیوال کړکېچ او د ترهګرۍ له خوا راولاړو ستونزو ته د حل یو لار بولی او داښې اړېکې اړینې ګڼی.
د: د ناټو د لوژستیکی توکو لېږد افغانستان ته د روسیې له لارې روسیې ته ترانزیتی لویې ګټی لری.
ه_ امریکا غواړی چې له روسیې سره د ښو اړیکو په ټینګولو سره د شانګهاى د پکت له کړنو او ایران سره د روسیې د اټمی همکاریو نه ځان خبر وساتی.
نو د پورتنیو ټکیو په نظر کې نیولو سره هماغسې چې د شمال قطب کنګلونه په ویلې کېدو دی،   د امریکې او روسیې کنګل شوی مناسبات هم په ویلې کېدو ښکار ی.

دکمه بازگشت به بالا