په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (څوآر لسمه برخه)

یوله هغو د لیلو نو څخه چې د ژوند د حق د نقض پېښې ډېرې شوی دی هغه د ځان وژونکیو بریدونو ډېرېدل او پوځی بریدونه دی چې د افغانستان وګړی په کې قربانی کېږی. چې دا په خپله د دولت کمزور تیا او بی پروایې ښیـی چې د ځان مرګو بریدونو مخه نه شی نیولاى. نو په ډاګه ویلاى شو چې د دولت اوسنۍ تګلاره د دغه سیاسی او ټولنیز کړکېچ په اوارولو کې پاتې دى چې دغه کړنې د بشری حقونو د نقض لامل ګرځی. نو لازم برېښی چې دولت په دغه برخه کې بیا کتنه وکړی. د دې تر څنګه د هېواد دوګړیو د ژوند حق د تامین لپاره لاندې موارد په پام کې ونیول شی:
– د افغانستان دولت بویه د ژوند حق د نقض ترسره کوونکی تر عدلی او قضایې تعقیب لاند ې راولی او ورسره کلک قانونی چلند وکړی.
– د ژوند حق د نقضوونکیو نه نیونه او د هغوى خوشې کول پردې بنسټ چې سرغړوونکى کس  د ځواک او غښتلتیا څښتن دى او یا پوځی ځواک لری ، په بشپړه توګه دافغانستان د اساسی قانون پر خلاف کړنه ده او له سرغړوونکیوسره د قانونی چلند نشتوالى  کولاى شی د جنایتونو د دودتیا لامل شی. نو پردې بنسټ بویه د معافیت فرهنګ له منځه ولاړ شی.
–  دولت بویه هڅه وکړی ترڅو د ښځو پروړاندې د تاو تریخوالی مخه ونیسی.
–    دولت بویه د قانون پلی کوونکیو د پوهې ظرفیت لوړ کړی ترڅو په دې ډول د ژوند حق د نقض مخه ونیول شی په ځانګړی توګه د دولت د کارکونکیو له خوا.
–    د قانون دپلی کوونکیوهغه کسان چې تنبلی کوی او دغه کړنه بیا د ژوند حق د نقض لامل کېږی، دغه ډول بې پروا کارکوونکی بویه تر قانونی څارنې لاندې ونیول شی.
–    دولت بویه د هغه اړونده چارواکیو ظرفیت لوړ کړی چې د ډله ییزو قبرونو د کشف په برخه کې په کار بوخت دی.
–    د ډله ییزو قبرونو د ساتنی لپاره بویه لازم اجراآت وشی او د دغو قبرونو دوېجاړولو مخه ونیول شی.
–    دولت بویه د هغو ماشومانو مخه ونیسی چې جعلی پاسپورټونه لری او د نشه یی توکیودقاچاق په برخه کې د هغوى له دغه کار سره مبارزه وکړی او هغه څوک چې جعلی پاسپورټونه لری هغوى ونیسی او د قانون منګولو ته‌ یې وسپاری.
پآتې لری

دکمه بازگشت به بالا