په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (څلورمه برخه)

•    په کمېسیون کې تېرکال ۲۴ قضیې ثبت شوی دی چې دښوونې او روزنې حق ترپښولانه دی شوی دې. دښوونځیو نشتوالی، دښوونکو کمښت (په خاص ډول دتجربو لرونکو ښوونکو) او ښوونځیو ته دلاسرسنی ستونزی هغه علتونه دی چې دښوونې او روزنې له حق نه  سرغړونه شوې. ډېری ښوونځی ددرس ورکولو لپاره مناسب چاپېریال نه لری. ددرسی توکیو دکمښت څخه نیولی بیا دټولګیو او دمناسبې ودانې نه لرل هغه ګواښونه دی چې دښوونې او روزنی دحق دتامین لپاره بویه پاملرنه ورته وشی. دهېواد ډېرۍ ښوونځی مناسبی ودانی نه لری او ټولګۍ تر خیمو، دونو ترسیوری او یا هم لمرته پوست وایې.
•    په تېرکال کې دروغتیا له حقه دسرغړونې په اړه ۲۱ قضیې په کمېسیون ثبت شوی دی. که څه هم له۹۲٪ کسانو سره چې مرکې شوې دی ۱۱۱۸۹ کسان (۵۲۰۵ تنه ښځې او ۵۹۸۲ تنه نرینه) ویلی دی چې دهغوى په سیمه کې روغتیایې اسانتیا وی (روغتون، دولتی او خصوصی کلینیکونه) شته. خو په دې اړه چې له دغو ادارو ګټه اخیستل ټولو هېوادوالوته یو خېل او بې له توپیره چمتو ده. له دغو روغتیایې اسانتیاوو دنه ګټې اخیستنې لوی دلیلونه فزیکی نه لاس رسى، دخدمتونو دکیفیت ټیټوالی، فقر او دلګښتونو د ورکولو وسه نه لرل او دښځېنه ډاکترانو نشتوالی دې، په ځانګړی توګه دښځېنه ډاکترانو نشتوالی دځینو فرهنګی او د ودویزو نظرونو په لولو سره ددې لامل ګرځی چې ناروغې ښځې دې روغتیایې اسانتیاووته لاس رسى ونه لری. په ځینو سیمو کې که څه هم روغتیایې مرکزونه پرانستل شوی دی خو دډاکترانو او نورو روغتیایې کارکوونکیو نشتوالی جوت دى.
•    دهېواد ډېری وګړی کاری بوختیا نه لری. لکه څنګه چې پورته وویل شول هغوی چې کارهم لری دډېرو ورځنی عاید له ۵۰ افغانیو لږ دى چې دا په خپله دکار له حقه  سرغړونه وه. په دې دلیل چې عاید بویه له کار سره په انډول کې وی او هغه بویه دهغوی دورځنی لګښت لپاره بسنه وکړی. اداری فساد او دکار دبازار نشتوالی دغه حق ته دنه لاسرسی له لاملونو ګڼل کېږی.
•    همدارنګه تېرکال په ټول هېواد کې دبیان آزادۍ په اړه په ډېرو برخو کې له دغه حقه سرغړونې شوی دی، وژنې، برمته نیول ، زورزیاتی اوو یرول ، دراډیو او تلویزیون پرمرکزونو برید کول له دغه حقه دسرغړیونې شمېرل کېږی. دژورنالېزم نړیوال مرکز له شمېرنو څرګندېږی چې پر ۱۳۸۶ کال لږ تر لږه ۱۳ ځله خبریالان وهل شوی دی. همدغه مرکز وایې چې په همدغه کال کی ۶ کسه خبریالان چې یو ایټالوی هم په کې شامل وو، وژل شوی دی. ۲۴ دبندیانولو پېښې -۱۹- ځله پرمړینی ګواښل او دوه ځله هم دخبریالانو ټپی کول په دې کال کې پېښ شوی دی. په همدې حال کې دوه دانسان تښتونې او -۵- ځله دوژلو هوډ په تېرکال کې راپېښ شوی دى. په همدې کال کې درې خبریالان په ځینو پېښوکې ټپیان شوی دی. (په وژلو) دخبریالانو ویرول د دود په توګه ددې لپاره ول چې دوى اخبار او خپرونې بند کړی.
•    په تېرکال کې دضمیر، مذهب او عقیدې دازادۍ یوه پېښه په کمېسیون کې ثبت شوې ده چې له دغه حقه سرغړونه ښیی په داسې حال کې چې پر۱۳۵۸ کال کې دپورته حق په برخه کی هیڅ پېښه ثبت شوې نه ده.
•    تېرکال په اتحادیو کې دګډون د آزادۍ له حقه دسرغړونې یوه پېښه ثبت شوې ده لکه څنګه چې دپېښې له څېړلوښکاری دغه  سرغړونه دجنسیت دتوپیرپر بنسټ ولاړه ده.
پآتې لری

دکمه بازگشت به بالا