په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (پنځمه برخه)

• تېرکال دتابعیت له حقه د سرغړونو  څلور پېښې په کمېسیون کې ثبت شوې دی، چې دغه څه نه څه ددولتی کارمندانو دنه پاملرنې پایله وه.
په تولیزه توګه د بشری حقونو د سر غړونو لویې لاملونه دادی: د امنیت نشتوالى، د جګړو له لامله تا و تریخوالى او اختلاف، د قانون تر پښو لاندې کول، په هېواد کې د معافیت د فرهنګ دودتیا، له خپلو حقونو څخه د هېواد والو بې خبری ،

د قانون پلی کوونکیو د ظرفیت ټیټوالى، کمزورى اقتصاد او په پاى کې د اړونده دولتی کارمندانو نه پاملرنه، پورته ټول موارد په جلا جلا توګه په بېلا بېلو برخو کې د ثبت شویو پېښو او شمېرنو په لاسوند په دې رپوټ کې تر بحث لاندې نیول شوی دی.
د ژوند حق: د تاریخ په اوږدوکې د ژوند له حقه بې برخې کول د ټولو دینونو له خوا غندل شوی دی. د ژوند د حق ارزښت اوساتنه یې په نړیوالو لاسوندونو او قانونونو کې هم راغلی دی او دولتونه په کلکه له دې منعه شوی دی چې د ژوند حق تر پښو لاندې کړی. خو ځینی موارد شاهدی ورکوی چې دولتونه د ژوند حق په  سرغړونو  کې لاس لری.
په هېواد کې زموږ اساسی قانون درویشتم توک څرګندوی: «ژوند د خداى ج بخښنه او د انسان طبیعی حق دى،هیڅوک له قانونی مجوزه پرته له دې حقه بې برخې کېداى نشی.» همدا رنګه د افغانستان دولت د خپلو خلکو د ژوندون د مصئونیت ضامن دى، خو داچې دولت ترکومې اندازی په دې برخه کې بریالى وو، هغه بحث دى چې لاندې به لنډه کتنه ورته وکړو.
پآتې لری

دکمه بازگشت به بالا