په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (پنځلسمه برخه)

د انسانی کرامت حق:
د مدنی او سیاسی حقونو د نړیوال تړون اووم توک څرګندوی چې دانسانی کرامت له حقه موخه عبارت ده له هر ډول شکنجې، ظالمانه سزاوو یا هم ناانسانی اوسپکوونکی چلند مخنیوى دى. نوپردې بنسټ انسانی کرامت ته درناوى، جسمی او روانی بشپړتیا ته په درنه سترګه کتل د یو کس له لازمه حقونو شمېرل کېږی. د افغانستان اساسی قانون هم هر ډول سزا چې د انسانی کرامت پر خلاف وی بنده کړې ده. د قوانینو له مخې په هیڅ حالت کې هیڅ دولتی کارکوونکی ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې تورن وربړوی.
په همدی ډول د هېواد جزا قانون په ۲۷۵ توک کې داسې حکم راغلى دى:
 ((۱ – که دعمومی خدمتونو موظف تورن د اعتراف اخیستلو لپاره شکنجه کی اویا په هغې امر وکی په اوږده حبس باندې محکومېږی.
۲- که تورن د شکنجې په نتیجه کې قتل ته ورسېږی ارتکاب کوونکى په دې قانون کښې دعمد قتل په ټاکلی جزاء محکومېږی.))
هیڅوک نه شی کېدلاى چې ترشکنجې، مجازاتو اویا داسې کړنولاندې ونیول شی چې د انسانیت اویا د بشری کرامت  پر خلاف  یا سپکوونکې وی. د مدنی او سیاسی حقونو نړیوال تړون اووم توک
که څه هم په قانون کې د انسان کرامت ته پر درناوی ټینګار شوى دى خو پر ۱۳۸۶ کال په افغانستان کې د بشری کرامت حق دنقض شمېر ډېر شوى دى. په هغو څېړنوکې چې په دې برخه کې شوی دی اویا هغه شکایتونه چې په دی برخه کې کمېسیون ته رارسیدلی دی، د دغه پېښو شمېر ۱۸۸ ته رسېږی چې ډېریې د فاریاب په ولایت کې(۲۵پېښې) په ننګرهار کې(۲۳ پېښې ) او په هرات کې (۲۰پېښې) ثبت شوی دی.
پآتې لری

دکمه بازگشت به بالا