په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (یوو لسمه برخه)

– په هغه سیمو کې چې ډله ییزقبرونه دی د کورنیو او یا بهرنیو پوځی اډو جوړل ، په خپله یو له هغوخطرونو څخه دی چې دا ډول قبرونه ورک او یا ونه پېژندل شی، د بېلګې په ډول اوس اوس د څرخی پله په پولی ګون کې پوځی اډې ځای پر ځای شوی دی، په داسې حال کې چې په دې سیمه کې ډله ییز قبرونه هم شته.
پکتیا ولایت په هغه ځاى کې د مخابراتو او تیلفونونو د شبکو جوړول چې هلته ډله یېز قبرونه شتون لری. د دولت د نه پاملرنې په توګه ځینې کورنۍ د خپلو خپلوانو مړی له ډله یېزو قبرونو څخه پرخپل سر را باسی او بیایې په خپله پلرنۍ هدیره کې ښخوی او دولت دغه څه ته پاملرنه نه کوی،

په کندهار ولایت کې هم کله چې یو ډله یېزه قبر کشف شونو د مړیو خپلوانو، قربانیان په جلاجلا قبرونو کې ښخ کړل او انفرادی قبرونه یې ترې جوړ کړل چې په دې توګه ډله یېز قبر له منځه ولاړ، دغه ډول کړنې د ډله یېزو قبرونو نښې نښانې له منځه وړی.
– په ځینو سیموکې د دولت د بی پروایې له لامله ډله یېزو قبرونود سیمې په کرنیزو ځمکو اوښتی دی.
د ښځو پروړاندې تاو تریخوالى:
د ښځو په اړه د ژوند له حقه سر غړونه چې د کورنی تاو تریخوالی له لامله کېږی یوبل مورد دى چې په کمېسیون کې ثبت شوى دى. د کمېسیون له ثبت شوی شمېر څرګندېږی چې پر ۱۳۸۶ کال  د ژوند حق دنقض ۵۹ پېښې رامنځ ته شوی دی. خو دا بویه روښانه شی چې دا شمېره د ژوند حق د نقض هغه پېښې  نه دی چې په ټول هېواد کې شوی دی. ځکه ځینی ناموسی وژنې چې شوی دی د ځینو ستونزوله کبله او یا هم په سیمه کې د کمېسیون د دفترونود نشتوالی له لامله بیا نه دی ثبت شوی.
د هغو کسانو د عدلی او قضایې تعقیب نشتوالی چې د ژوند حق ‌یې نقض کړې دى او د له لامله یې وژونکی چې د زور اوواک لرونکی دی هغه پېښې دی چې په کمېسیون کې ثبت شوی دی. بېلګه: «یوه مېرمن په هرات ولایت کې د خپل مېړه له ‌خوا چې د زورورو له ډلې دى په مرمۍ وژل کېږی. خو په دې لاسوند چې وژونکى وسلوال او زورلرنکى کس دى ترعدلی او قضایې تعقیب لاندې نه نیول کېږی. خو د کمېسیون د کارکوونکیو په هڅو دغه کس د امنیتی چارواکیو له خوا ونیول شو او د قانون منګولوته وسپارل شو او د هغه دوسیه په هرات ولایت کې ترڅېړنې لاندې ونیول شوه.  که څه هم ډاکترانو نظر ورکړ چې د ده مېرمن په قصدی توګه وژل شوې ده خو مظنون وکړاى شول د لګول شوی توره برائت واخلی او له توقیفه راخوشې شو». که څه هم د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د پورته پېښې په اړه لازمې کړنې وکړې ترڅو په دې برخه کې قانون پلى شی. خو له بده مرغه پر وژونکی سزا پلې نه کړاى شوه، چې دغه کړنه د وژونکی د حق ترپښولاندې کولو او ورته پېښودپراختیا لامل کېږی. سربېره پردې د اړونده چارواکیونه پاملرنه په ټولنه کې د قانون او حکومت د دریځ د کمزورتیا لامل کېږی، سرغړوونکی لا وار دمخه غښتلی کوی. خوپه ځینو نورو پېښوکې د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وکړاى شول چې په دې برخه کې اساسی کړنې وکړی او د ښځوژوند حق د نقض پېښې ترعدلی او قضایې تعقیب لاندې ونیسی او قانون پلى کړی، لاندې بېلګې ته ځیرشئ:
پآتې لری

دکمه بازگشت به بالا