په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (لسمه برحه)

– د یونیسف له ادارې سره د رپوټ شریکول، په ایران کې هم د یونیسف د اداری سره اړیکې ونیول شوې ترڅو د دغو ماشومانو اساسی حقوقو په تامین د هغې له ډلې مدافع وکړیل ته په لاس رسی کی ګام واخیستل شو. خو له بده مرغه چې د ایران د سختوقوانینو له مخې (چې بویه د دغه ماشومانو په حالت کې بدلون راشی او ور سره مرسته وشی)

د دغه قاچاق وړونکیوماشومانو په حالت کې هیڅ بدلون رانغى، هغه ځکه چې په دې برخه کې د ژوند حق د نقض په اړه او یا لږ تر لږه د دغه ماشومانو د ژوند حق د نقض په اړه د پاملرنې وړ دی. نو د افغانستان دولت دنده ده چې د دغه ډول ماشومانو د قاچاق وړلومخه ونیسی، ډېر دغه ماشومان د جعلی پاسپورټ په لرلو سره د ایران خاورې ته ننوځی چې د افغانستان دولت په دې برخه کې ټینګ مسؤولیت لری. د ډله ییزو قبرونو پېژندل: تېرکال نږدې ۶۲ ډله ییز قبرونه کشف او پېژندل شوی دی. چې دغه معلومات په بشپړه توګه د کمېسیون د کارکونکیو له خوا راټول شوی دی. یو له هغه قبرونو څخه چې ډله یېز مړی په کې کشف شول، هغه په بدخشان ولایت کې دى چې ۱۲۰ تنه مړی په کې پېژندل شوی دی. خو په دې لړکې نورې څېړنې روانی دی. که څه هم د ژوند حق نقض په تېرو کلونو کې ډېر شوى دى، خو د انسانانو کرامت ته درناوى لرل او له دغې پېښ یې سره قانونی او مسلکې چلند کول د دولت له مسؤولیتونو ګڼل کېږی. خو په ډېرو برخوکې د دغه ډول پېښو سره د دولت د مسؤولو چارواکیو کړنې او چلندونه په نا مسلکې ډول ول. د بېلګې په ډول د دغوقبرونو لوڅول په داسې توګه ترسره شوی ول چې په پایله کې یې ډېر جسدونه خراب شوی ول او د هغوى په پېژندنه کې لویې ستونزې رامینځ ته شوې. د ډله ییزو قبرونو د ساتنې په اړه د کمېسیون اندېښنی عبارت دی له: – د دغه شان قبرونو په ساتلو کې د اړونده چارواکیو نه پاملرنه چې دا بیا د دې لامل ګرځی چې د ډله ییزو قبرونو فزیکې شواهد له منځه ولاړ شی. – د طبیعی پېښو لکه (سیلاب، اورښت) له لامله د فزیکی شواهدو له منځه تلل. – په نامسلکی اونا تخنیکی توګه کېندنې، او په هغه ځایونوکې چې ډله یېز قبرونه شتون لری د دولتی او شخصی ودانیو جوړول . – په ډله یېزو قبرونو کې د ښخ کړاى شویو مړیودپېژندنې لپاره د عدلی طب د کارمندانود وړ ظرفیت او مهارتونو نشتوالى او په دې اړه د کارمندانو د ظرفیتونو په لوړوالی کې د عدلی طب د چارواکیو نه پاملرنه . – د جسد پېژندنې، سکېچ، عکس اخیستلو او نقشه کولو GPS په برخوکې د امنیتی ګواښونو شتوالى په ځینو ولایتونو لکه کندهار- پکتیاد ډله ییزو قبرونو پېژندل له خنډ سره مخامخ کوی. پآتې لری

دکمه بازگشت به بالا