په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (شپږمه برخه)

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه یېزو څانګو په رپوټونوکې راغلی دی چې په تېرکال کې څو پېښې وې چې په هغه کې د ژوند حق نقض شوى وی ، چې دغه شمېر د اندېښنې وړدى. کمېسیون ته له راغلیو شکایتونو سره سم تېر کال د ژوند حق دنقض ۷۹ پېښې په ټول هېواد کې جوتې شوې دی. دا بویه ووایو چې د دغه ثبت شویوپېښو مانا دانه ده چې ګواکې دغه یوازېنۍ پېښې وې او نورې به نه وی شوی.

کېدای شی «چې په یوه پېښه کې د یوې ډلې کسانو د ژوندون حق ترپښو لاندې شوى دى او یا هم یوازې د هغه قربانی یوکس اوسی. نوکېداى شی چې په یوه پېښه کې د څو انسانانو د ژوند حق تر پښو لاندې شوى واوسی، هغه بېلګه چې دلته را وړو پر دغه ټکی ړنا اچوی:
په کندهار ولایت کې یوکس د کمېسیون سیمه ییزدفتر ته شکایت وکړ او ویې ویل :
چې د ده د کورنۍ اووه کسه د کوم چا له خوا د تنی په ولسوالۍ کې وژل شوی دی، د دغه کس په وینا وژونکى یو ظالم او جابر کس دى او د هغه کار غلا، چور او لوټول دی. که څه هم پورته پېښه په امنیې قوماندانۍ او محکمو کې ثبت شوې ده، خو هغه کس بیاهم ازاد ګرځی.  په داسې حال کې چې د امنیې قومندانۍ پولیس د هغه په نیولو کې هیڅ ډول هڅه نه کوی او ځان د هغه له نیولوعاجز ګڼی. خو دا موضوع په بیړه سره د کمېسیون  له خوا تر څېړنی لاندې ونیول شوه».
که څه هم دغه پېښه یوازې د ژوند حق د نقض په توګه په کمېسیون کې ثبت شوی ده خو هغه د اووکسانو د وژلوپېښه ده. له بده مرغه د ژوند حق د نقض په برخه کې چې په یوه پېښه کې څومره کسه وژل شوی دی ټول شمېر له کمېسیون سره نه شته.
پآتې لری

دکمه بازگشت به بالا