په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (شپآر لسمه برخه)

شکنجه:
ددې حق د نقض څرګندې پېښې شکنجه، سپکول، ظالمانه او توهینوونکې سزاوې چې ډېر ځله بندیانوته ورکول کېږی. چې ډېرې پېښې په فاریاب کې ثبت شوی دی.
په ټولیزه توګه بندیانو ته شکنجه ورکول کېږی که څه هم په قانون کې، انسان ته عذاب ورکول او شکنجه منعه شوی دی. د بېلګې په توګه کله کله تورن کسان داسې شکنجه کېږی چې له لامله یې ناروغه شی او درملنې ته اړتیا پیدا کوی.

په یوه بېلګې کې لیدل کېږی چې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون سیمه ییز څارونکی ولیدل چې یوکس د معلوماتو ورکولو په موخه دومره وهل شوى وو چې د پانسمان او درملنې لپاره و کلینیک ته راوستل شوى وو او نورې بېلګې عبارت دی له:
یوشاکی وایی چې د دندې د ترسره کولو پر وخت (رسمی دنده) د خلکو ترمخ د یوه جنرال په امر ونیول شوم، او وروسته بیا د امنیې قوماندانۍ د مرستیال، د امنیت د آمر او څو نورو سرتېرو چې د امنیت د آمر ساتونکى ول ووهل شوم، او زه یې توهین او تحقیر کړم. د بندیانو وهل او ټکول او د هغوى انسانی کرامت تر پښو لاندې کول له دغو ستو نزوڅخه یوبله هغه ګڼل کېږی. یو له بنه دیانو څخه یویې خپل حالت داسې بیانوی:
 (( د هغه ناروغۍ له لامله چې لرمه یې نو اړ یم چې د شپې څوځله، تشناب ته ولاړشم. هره شپه زندان ساتونکى مې دوه او یا درې ځله د باندې بیایې. خو یوه شپه ۵/۱۱/۱۳۸۶ یوځل  یې   د زندان کارکوونکی ور راته پرانیست. خوبل ځلې چې مې هرڅومره ور وټکاوه،  نه یې پرانیسته. خو په پاى کې چې سهار ته نژدې وخت وو کارکوونکی ور راته پرانیست خوراباندې په غوسه شو چې ولې دومره ډېر تشناب ته ځې. ما ورته وویل چې زه ناروغی لرم، پس له خبرو اترو یې پرمخ په سوک ووهلم. پس له هغه ‌یې په دې سړه شپه کې د محبس په انګړکې لاسونه راوتړل او په ونې پورې ‌یې وتړلم او د دوه ساعتونو لپاره زما لاسونه په ونې پورې ولچک ول. ترڅو د محبس مشر زمالاسونه خوشې کړل چې د محبس ډېرو بندیانو زما دغه حالت په سترګو ولید. دغه موضوع د کمېسیون د کارکونکیو له ‌خوا تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوه.
«په قانون پلی کوونکیوبنسټونو کې د شکنجې لاملونه » ترسرلیک لاندې څېړنیز رپوټ له مخې چې د کمېسیون له خوا چمتوشوى، ښیی چې د شکنجې او ناانسانی کړنو او ظالمانه او تحقیر کوونکې سزاوې چې د قانون پلی کوونکیوترمنځ په پراخه توګه دود دی هغه په دې اړه د شکنجې د پېښو او د قربانیانو شکایتونو نه څارل دی . هغه خنډونه چې د غو پېښو د نه څارلو او څېړلو لامل کېږی د مسؤولو چارواکیو د ځوابونو پر بنسټ عبارت دی له : دمسؤولانوله خوا قانونی اجراآت نه کول، په دې برخه کې د قانون دڅرګندتیا نشتوالى، د جرم د جوتیا لپاره د نورو شونتیاوو نه لرل، د زورورو کسانو لاسوهنه، بډې اخیستل، د مسلکی کدرنو کموالى، په دولتی څانګو کې د اړیکو او مصلحتونو دودوالى، هغه لاسوندونه دی چې د دغه ډول پېښو تعقیب وځنډېږی. ۹۹٪ مسؤول کسان پورته د لیلونه راوړی چې ولې د شکنجی پېښې نه تعقیبېږی اویا هم له  یاده وځی.  له دې ډلې څخه د قانونی اجراآتو نشتوالى، د زورورو کسانو لاسوهنې، او د جرم د جوتیا لپاره د نورو شونیتاوو نه لرل دی چې دغه د ځوابونو په سرکې ډېرو پوښتل شویو ویلی دی.
پآتې لری

دکمه بازگشت به بالا