په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (دیآر لسمه برخه)

په قومی شخړو کې د ژوند له حقه سرغړونه:
  د ۱۳۸۶ کال د غبرګولی پر ۱۵ نېټه د کوچېانو او بهسود د دویمې برخې د اوسېدونکیو ترمنځ نښتې پیل شوې چې دغه پېښې دواړو پلوونو ته ځانی او مالی تاوانونه ورسول. دغه نښتې د ۱۳۸۶ کال د چنګاښ تر ۱۳ نېټې پورې په همدغه سیمه کې پاتې شوې. خو د همدې کال د زمری په میاشت کې د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالۍ ته هم اوږدې شوې چې په دواړو ولسوالیو کې د زمری د میاشتې تر پیل پورې یې دوام وکړ.

د دغو نښتو په بهیر کې کمېسیون څلورځلې د بامیانو له دفتره او یو ځل یې هم د کابل له دفتره پلاوی سیمې ته ولېږول. تر څو د موضوع په اړه څېړنه وکړی. په دې څېړنو کې د کمېسیون کارکونکیو د مالی او ځانی زیانونو په اړه لاندې معلومات راټول کړی دی.
د کمېسیون د کارکونکیو د سترګو لیدلى حال، د خلکو بیان، د خلکو له خوا شواهد او د اړونده ولسوالیو د چارواکیو منل داسې څرګندوی چې په دې شخړه کې ۱۱ کسه وژل شوی دی، د بهسودو په لومړۍ ولسوالۍ کې دیوه ماشوم مړینه تایید شوې ده، د بهسود په دواړو سیمو کې ۱۵ کسه د څلورو ښځو په ګډون ټپیان شوی دی، د مړو په برخه کې ویل شوی دی چې هغوى په بې رحمانه توګه وژل شوی دی.
د افغانستان دولت نه یوازې د دغه ګډوډیو په نظم کې پاته راغى بلکې د هغه کسانو په قانونی تعقیب کې چې په دغه پېښه کې د ژوند حق دنقض لامل شوی دی هم پاتې راغى. د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه د دولت کلکه پاملرنه غواړی چې دغه پېښه په عدلی او قانونی توګه باندې تعقیب کړی. ځکه داسې اټکل شته چې یوځل بیا دغه ډول پېښه رامنځ ته شی او د هغه له لامله زموږ ګران هېوادوال خپل ګران ژوند له لاسه ورکړی.
پایلنیوی او وړاندیزونه:
دغه لاس ته راغلې پېښې د افغانستان په ولایتونوکې د ژوند حق نقضول راښیی. له دې معلوماتو څرګندېږی چې د کندهار او خوست ولایتونه د ژوند حق د نقض په سرکې راځی. خو دا بویه په یاد ولرو چې دایوازې هغه شمېر پېښې دی چې کمېسیون ته یې رپوټ ورکړى شوى دى دا هم بویه له یاده ونه باسو چې کېداى شی په یوه پېښه کې له یوه کسه د ډېرو د ژوند حق نقض شوى وی او داسې ډېرې نورې پېښې هم شوی دی چې په اصل کې یې رپوټ کمېسیون ته نه دى ورکړل شوی. نو و یلاى شو چې تېر کال د ژوند حق د نقضونې شمېرله هغه نه ډېر دى چې موږ یې په اړه دلته معلومات ورکړی دی.
پآتې لری

دکمه بازگشت به بالا