په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (دویمه برخه)

ددې رپوټ له وړاندې کولو ترمخه اړینه ده چې د شمېرنو او قضیو د راټولولو په اړه لاندېنیو مواردو ته پاملرنه وشی.
• له هر حق څخه دسر غړونې په اړه راوړل شوې شمېرنی دهغو قضیو څخه دی چې په کمیسیون کی ثبت شوی دی. دغه پېښې دکمیسیون له خوا تر څېړنی او تعقیب لانه دی راغلی دی.
• په دې راپور کې دهغه ارقام او شمېرو څخه کار اخیستل شوی دې چې دکمېسیون دڅېړنو څخه په لاس راغلی دی. دبشری حقونو خپلواک کمېسیون هر کال «په افغانستان کې داقتصادی او ټولنیز وضعیت» رپوټ چې هغه په ټول هېواد کې له هېوادوالو سره دمرکو پر بنسټ چمتو کوی او په دې ډول دهېواد داقتصادی او ټولنیزې وضعې کلنى رپوټ لاس ته راځی. په همدې ډول د «څېړنې او کړنلار جوړولو» څانګې د بشری حقونو برخه کې څېړنه کوی چې په دغه لاسوندونو کې داخځلیک په توګه ترې ګټه اخیستل شوې ده.
• په دې راپور کې د دولتی شمېرو څخه هم ګټه اخیستل شوې ده چې په راپور کې دسرچېنې په توګه په نښه شوی دی.
• کمېسیون د بشری حقونو د نقض مقیاس د»پېښې» پربنسټ ترشننې لاندې نیسی، په یوه پېښه کې کېدای شی له یوه حقه ډېرې سرغړونې شوې وی او هم ډېرکسان له خپل حقه بې برخې شوی اوسی.
• په دې راپور کې د سرغړونو  شمېره په هیڅ ډول دبشری حقونو ټولې هغه قضیې چې بشری حقونه په کې ترپښو لاندې شوی دی (په هېواد کی) شاملی نه دی. شونې ده دبشری حقونو دنقض پېښې دعامو وګړیو دناخبرۍ له لامله په کمېسیون کې نه وی ثبت شوې. نو ځکه کمېسیون په دې باور دې چې دبشری حقونو د سرغړونو  شمېر له هغه څه نه ډېر دی چې په دې رپوټ کې راوړل شوې دی.
درپوټ لنډیز: پر ۱۳۸۶ کال دواده کولو دحق په اړه تر ټولو ډېر دبشری حقونو سرغړونې دښځو په اړه شوې دی. (۲۶۵ پېښې). دواده کولو حق دنقض لوی لاملونه دادی: له قانون څخه  سرغړونه ، دښځوحقونو څخه دنرینه وو بې خبری، دمعافیت فرهنګ، دځایې جرګو له لارې دقضیو او شخړو حلول او اداری فساد. په ډېرو پېښو کې دقانون نه پلی کول، له وخته مخکې ودونه لامل شوی دی (دافغانستان د مدنی قانون په حکم دنجونو د واده کولو لپاره قانونی عمر ۱۶ کاله ښوول شوې دې او له هغه نه کښته منګ دقانون له مخې دواده کولو عمر نه دې) جبری ودونه، په بدو کې د ښځو ورکول او دنجونو بدلول هم له بشری حقونو څخه  سرغړونه ده.
• دملکیت حق نقض د ۲۴۴ په شمېرې سره، هغه حق دی چې دویم ځاى یې نیولى دى او دکمېسیون په دفترونو کې ثبت شوی دی، هغه غټ لاملونه چې دملکیت حق دسرغړونې لامل شوی دی دا دی: اداری فساد، دملکیت دحق دپښو لاندی کونکیو سره قانونی چلند نشتوالى او دښځو دمیراث دحق په اړه دټولیزپوهاوی نشتوالی.
پاتې لری

دکمه بازگشت به بالا