په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (دولسمه برخه)

یوکس د ګردیز ښار اوسېدونکى د کمېسیون د ګردیز سیمه ییزدفتر ته شکایت وکړ اوویې ویل چې:
 ((خوریې د هغې د مېړه او خسر له خوا وژل شوې ده او وروسته یې جسد څاه ته غور ځولى دى. امنیتی ځواکونو او څارنوالۍ پورته پېښه په دې لامل چې دا مړینه یوه ناڅاپی پېښه وه اوښځه په خپله څاه ته لوېدلې ده،  نو ځکه  یې  دا پېښه تعقیب کړې نه ده.

د وژل شوې مېرمن ورور له کمېسیونه وغوښتل چې ور سره مرسته وکړی ترڅو وژونکى محکمې ته حاضر شی. کمېسیون دغه موضوع له امنیې قوماندانۍ سره شریکه کړه او ترې و یې غوښتل چې د پېښې د حقیقت پیدا کولو لپاره هڅه وکړی د امنیې قوماندانۍ د مړی روغتون ته ولیږل او په دې برخه کې یې د عدلی ډاکترانو نظر وغوښت.  د مړی د بدن له نښونښانو داسې ښکارېده چې دغه مېرمن لومړى وژل شوې او وروسته د پېښی د پټولو لپاره مړه ښځه څاه ته اچول شوې ده. چې د کمېسیون په ټینګار باندې وژونکی ونیول شول او د محکمې له خوا په جزا محکوم شول.
په همدې ډول نورې لړزونکې پېښې هم تېر کال د ژوند د حق د سرغړونې په برخه کې ثبت شوی دی چې په هغه کې ۱۶۵ پېښې ځانته اوراچونه وه چې په دغه پېښوکې ۹۰٪ په مرګ ته رسیدلی دی. خو د ځان سوځونې پېښې د پولیسو له خوا نه دی څارل شوی او هغه څوک چې د دغو پېښو لامل شوی دی تر قانونی څارنې لاندې نه دی نیول شوی.
د قانون چلوونکیو د غفلت له لامله د ژوند حق نقض:
یو له هغه مواردو څخه چې د ژوند حق دنقض په برخه کې دولت یې په اړه مسؤولیت لری هغه د ژوند حق دنقض د دولت د غفلت په پایله کې دى چې د خپلوقانونی دندوپه ترسره کېدو یې کړی دی. تېرکال ۱۵ داسې پېښې ثبت شوی دی چې په هغه کې د دولت د کارکونکیو غفلت راښیی، لاندې پېښه د دې موضوع ښکارندویه ده:
(( کله چې د کمېسیون کارکونکی د بنه دیانو د لیدلو لپاره د څرخی پله زندان ته ورغلی ول نو په دې بهیر کې یې یوه پېښه داسې پیدا کړه چې یو بنه دی د کندهار په ولایت کې د شرابو څښلو په تور باندې د ۱۳۸۴ کال دوری د میاشتې پر ۱۳ نېټه نیول شوى وو او د ۱۳۸۴ کال د چنګاښ د میاشتې د ۶ نېټې په ۲۲شمېره پرېکړه کې چې د کندهار ولایت د عامه امنیت دیوان له خوا په یو کال تعلیقی حبس باندې محکوم شوى وو. خو نوموړی نه وو ازاد شوى او دوسیه‌ یې د کابل ولایت مرکزی استیناف څارنوالۍ ته په ۳۱/۵/۱۳۸۵ نېټه استول شوې وه. او بیا دغه دوسیه له مرکزی استیناف څارنوالۍ څخه د کابل استیناف محکمې ته لیږل شوې وه. خو له هغې نېټې څخه بیا د کمېسیون د کارکوونکیو تر لیدلو پوریې ۳/۳/۱۳۸۶ دغه کس بې برخلیکه ناست وو. په داسې حال کې چې د هغه دوسیه د محکمې له مدقق قاضی سره وه خو پورته کس په زندان کې بې له کومې پرېکړې ناست وو. خو د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د ده په اړه ستری محکمې ته رسمی لیک ولېږه. خو تردې د مخه چې د دغه کس برخلیک وټاکل شی. نو له دوه کلونو او درې میاشتنی بند وروسته د ناروغی له لامله د څرخی پله په زندان کې مړشو. د دې موضوع په اړه پر هغه وخت د ولسی جرګې عدلی او قضایې کمېسیون ته هم خبر ورکړل شو.))
سربېره پردې پر ۱۳۸۶ کال د کابل د څرخې پله په زندان کې د بندی مېرمن یو ماشوم د ناروغۍ او د شودو د نشتوالی له لامله په زندان کې مړشو.
پآتې لری

دکمه بازگشت به بالا