په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (درېمه برخه)

• پر ۱۳۸۶ کال دانسانی کرامت حق ترپښولاندې کولو په اړه۱۸۸پېښې په کمیسیون کې ثبت شوی دی. دغه څه یوازې دبنه دیانو دځورونې او ناوړه چلند قضیې نه راښیې. دښځو په اړه ډېر فزیکی او روحی تاوتریخوالی، هغوی ته دنفقې نه ورکول، دکورنۍ دغړیو له خوا دهغوی وهل او رټل پرښځو جنسی تېری، دښځو ځورول، په بدو کې او یا هم په بدل کې دښځو ورکول ددې مانا ورکوی چې ښځې سوداګریز توکی دى او دهغوى حقونو ته درناوى نشته،

نورې پېښې دانسانی کرامت دحق تر پښولاندې کول دی چې په اړونده برخه کې به پرې اوږد بحث وشی. سربېره پر دې پرماشومانو د جنسی تېرې او بد سلوک قضیې په کمېسیون کې ثبت شوی دی. ځینې لاملونه لکه د قانون نه پلی کول، دمعافیت، دفرهنګ دودتیا، دانسانی کرامت له حقه دقانون پلی کوونکیو ناخبری هم ددې لامل شوى دی چې دغه حق تر پښو لاندې شی.
• قانونی پړاوونوته دلاسرسی له حقه  سرغړونه یو دهغه لویو  سرغړونو  څخه شمېرل کېږی چې دبشری حقونو تر پښولاندې کولو لامل شوى دى. مدافع وکیل ته نه لاس رسى ، دقانون نه پلې کول، قومی جرګو او شوراګانو ته دشخړو داواری لپاره دخلکو ور تلل، دقانون پلی کوونکېو دوړ ظرفیت نشتوالی، د ۱۸ کلونه نه دکښته عمر لپاره دمحکمو محدودیت او اداری فساد هغه غټ لاملونه دی چې خلک دقانونی پړاوونوته دلاس رسی له حقه بی برخې دی.
• دژوندانه له حقه  سرغړونه په تېرکال کې یو دهغه بشری حقونو له  سرغړونو  څخه وه چې داندېښنې وړ وه. ددې حق دنقضولو په پېښو کې ددولت دمخالفانو، نړیوالو ځواکونو او د دولت دپوځی بریدونو په بهیر کې دملکی وګړیو وژل هم شامل دی، ځان وژونکی بریدونه هم یو دهغه لاملونو څخه وه چې دغه حق یې ترپښو لاندې کړی دى په تېرکال کې ۳۸۱ کسان چې نا پوځی ول خپل ژوند له لاسه ورکړى دى چې په هغوى کې ښځې، ماشومان، زاړه او ځوانان شامل دی. سربېره پردې دافغانستان ډېرى وګړی ددولت مخالفانو دپوځی بریدونو، ماینونو، ددولت دپوځی بریدونو او دبهرنیو پوځی ځواکونو په وسیله وژل شوی دی.
• مناسب استوګنځی ته نه لاس رسى له بشری حقونو څخه یوه بله  سرغړونه ده، چې په تېرکال کې ۲۶ پېښې په ګوته شوې دی، داهغه شمېرپېښې دی چې په کمېسیون کې ثبت دی. خو ددې ترڅنګه ډېر هغه افغانان چې په ښارونو کی اوسیږی هم مناسب کورته لاس رسى نه لری.
• همدارنګه دمناسب ژوند دکچې درلودلو له حقه  سرغړونه دبشری حقونو د سرغړونو  یوه بله بېلګه ده. دهېواد ډېرى وګړی داقتصادی لوږې او دپاکو اوبو ته دنه لاس رسی سره لاس په ګرېوان دی. دکمېسیون دسیمه ییزې څارنې له موندنو څرګندېږی چې د ۱۱۱۸۷ تنو (۵۲۰۵ ښځېنه او ۵۹۸۲ نرینه) چې مرکه ورسره شوې ده له دې شمېرې نه۷,۳۹٪ هیڅ ډول کار نه درلود. خو هغه کسان چې په یوکار بوخت ول له هغوی ۱.۴۱٪ دورځې د۵۰ افغانیو څخه لږ ورځنی عاید درلود چې دغه عاید نه شی کولای دیوې کورنۍ لپاره مناسب ژوند چمتو کړی. همدارنګه له مرکه شویو څخه ۷.۶۱٪ ویلی دی چې ددوى کورنۍ پوروړی دی. پاکو اوبوته دخلکو لاس رسى د ۱۳۸۵ کال په پرتله ډېر توپیر نه لری. دمرکه شویو څخه ۵۲٪ پاکې اوبه نه لری، او ۱۳٪ بیا داوبو راوړلو لپاره بویه دورځې یوساعت پلى تګ وکړی، چې اوبوته ورسېږی. ۴۷٪ مرکه شویو شکایت لره چې ددوی د اوبو ډنډ دځارویو سره ګډ دې او ۶٪ مرکه شویو ویلی دی چې دوی داوبو په سر دنورو سره پخپله یا ګاونډی سیمه کې شخړې کړی دی.              پاتې لری

دکمه بازگشت به بالا