په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (آوومه برخه)

د ژوند حق د نقض پېښې د ولایتونو په جلاوالی ډېرى یې په کندهار کې (۱۰پېښې) هلمند او خوست کې اته ، اته پېښې ثبت شوی دی، خو دا بویه وویل شی چې دغه شمېر ټول هغه نقض نه رانغاړی چې د ژوند حق په اړه په افغانستان کې شوی دی. دا ځکه چې د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون یوازې هغه پېښې ثبتوی کوم چې د ژوند حق د نقض په اړه یې کمېسیون ته شکایت کړى دى. تر ډېره بریده داسې څرګندېږی چې ډېرى د غه ډول پېښې که واقع شوی هم وی خو د هغوى رپوټ کمېسیون ته نه دى ورکړل شوى.
د ژوند حق د نقض پېښې چې په دې رپوټ کې یې راوړو هغه انفرادی وژنې دی، هغه وژنې چې د پوځی بریدونو له کبله شوی دی، د ځان مرګو بریدونو قربانیان، د کورنی تاو تریخوالی له کبله د ښځو وژل،  ناموسی وژنې او په وژلو بانه دی ویرول دی. هغه پېښې چې لاندې د هغوى په اړه لیکو ددود په څېر هغه شمېر راښیی چې په کمېسیون کې ثبت شوى دى خو هغه پېښې په دې کې ګډون نه لری چې پورته دهغه په اړه ولیکل شول. لکه څنګه چې شمېرنې له باوری او سمو سرچېنو څخه اخیستل شوی دی، په ځینو برخوکې کمېسیون پر دولتی ادارو ډډه  لګولې ده، نو په داسې حالتونوکې اخځونه ښکاره شوی ده.
په پورته پېښوکې مسؤولیت د دود به توګه د دولتی ادارو پر غاړه وو چې په ځینو پېښو کې دولتی ادارې جدی نه وې او په ځینو برخوکې یې پېښې نه وې څېړلې او هغه ‌یې تعقیب کړی نه وی. سربېره پردې د ژوند حق نقض او ورځ په ورځ یې ډېرېدل د دې مانا ورکوی چې دولت د امنیت په راوستلو کې پاتې دی. او کله چې دولت داسې پېښې نه څاری نو په عدلی او قضایې برخو کې د هغه پېښو ځنډېدل په واقعیت کې د معافیت فرهنګ ته پر اختیا ورکوی او د قانون ماتونکیو زړه ورتیا نوره هم غښتلې کوی ، نو دادى چې د قانون ماتولو پېښې نورې هم ډېروی.
په لاندې برخه کې به په ځانګړی توګه هغه د اندېښنې وړ نقضونو ته ګوته ونیسو چې تېرکال د ژوند حق په اړه شوی دی (په ټول هېواد کې) او په برخو، برخو سره به یې وڅېړو.
وسلوالې نښتې:
تېر کال ۱۳۸۶ د نورو کلونو په پرتله یو خونړى کال وو. د کورنیو چارو د وزارت د رپوټ له مخې هغه شمېرنې چې په همدغه کال کې د ملکی کسانو د وژنې په اړه شوی دی ټول شمېر ۱۲۲۰ کسانوته رسېږی، چې د دولتی وسله والو ځواکونو د بریدونو په پایله کې او یا هم د ائتلافی ځواکونوله خوا، د دولت د مخالفانو له خوا، د بمباریو ، ماینونو د چوولوله کبله چې د لارو په اوږدوکې یې  ښخ کړی وه او په پاى کې د ځان وژونکیو بریدونو په وسیله شوی دی.
پآنې لری

دکمه بازگشت به بالا