په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (آولسمه برخه)

د شکنجې د قربانیانو د ځوابونو پربنسټ په محکموکې اعتراف اویا اقرار اخیستل له تورنوکسانو نه د شکنجې په وسیله شوی دی خو د قاضیانو له خوا دغه موضوع ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې. یوبل دلیل هم دادى چې قربانیان له خپلو حقونو بې خبره دی. لکه څنګه چې ښکاری د دغو قربانیانو ۵۶٪ ‌یې د خپلو شکنجو په اړه هیڅ ځای ته شکایت نه دى کړى ، له ۳۹۸ ترڅېړنې لاندې قربانیانو څخه ۳۴۶ تنو په شاوخواکې ‌یې له خپلو بشری حقونوڅخه په سمه توګه خبر نه ول.
ښځې او د انسانی کرامت حق نقض:
ښځې د انسانی  کرامت حق د نقض ډېرى شمېرقربانیانې دی. داپه داسې حال کې ده چې د ښځو د انسانی کرامت حق دنقض ډېرې پېښې نه دی ثبت شوی. یو د هغه وروسته پاتې او ناوړه دودونو څخه چې په ټولنه کې شته هغه ښځوته اجازه نه ورکوی چې د وهلو، ټکولو اویا هم د توهین او سپکاوی وروسته او د شکنجی کولو په اړه دی کومې ادارې ته شکایت وکړی او یا له چا نه مرسته وغواړی. نو پردې بنسټ دافغان ښځوترمنځ د انسانی کرامت حق نقض  ترهغې ډېر دى چې په دې ځاى کې  ثبت شوی دی.
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالى:
د ښځو په اړه کورنى تاو تریخوالى لکه وهل، ټکول، د ټولنیزو فعالیتونو مخنیوى، له کوره ایستل، سوځول، د بدن د غړیو ماتول، او جنسی تېرى د ښځو د انسانی کرامت حق د نقض  پېښې دی.
د ښځو وهل ، ټکول:
د یوې شمېرنې له مخې پر۱۳۸۶کال د ۸۴۵ په شمېر د ښځو د وهلو، ټکولو پېښې کمېسیون ته راوړل شوی دی چې ډېرى یې د کندز په ولایت کې( ۳۳۸پېښې) ثبت شوی دی. ډېرې ښځې تل د وهلو او ټکولو سره مخامخ دی او توهین او تحقیرېږی. لاندې پېښه ددغو ډېرو پېښو یوه بېلګه ده چې د ښځو پر وړاندې تاو تریخوالى ښیی.
« یوه جلۍ په کوچنوالی کې د اووه غویانو په بدل کې خپل د ترور زوی ته په نکاح ورکړل شوې وه. وروسته چې نجلۍ او هلک ځوانۍ ته رسېږی، نو نجلۍ نه میندواره کېږی. په داسې حال کې چې ستونزه د مېړه په وجود کې وه. په دې توګه چې د هلک جنسی راز د نجلۍ له خوا رسوا نشی نو خسریې د خپل زوى او مېرمنې په سلا د جلۍ سرخریی او دپوزې څوکه یې ورغوڅوی.»
د یوې بلې ښځې پلار کمېسیون ته راځی او وایی: « دوه میاشتې وړاندې مې خپله لور چاته په نکاح ور کړه، خو د هغې مېړه د هغې دلاس ګوتې په تیشه باندې پرېکړی دی. اوس مې لور د روغتون د ښځو په جراحی څانګه کې بستر ده» دغه پېښه د کمېسیون کارمندانو له خوا تر څارنې لاندې ونیول شوه.
خو دا بویه ووایو چې په هېواد کې په زرګونو ښځې وهل، ټکول زغمی او له دې اړخه چوپ پاتې کېږی او کومې ادارې ته خبرنه ورکوی. ترڅو د دوى په وضعیت کې مثبت بدلون راشی. دګلوبل رایټس د رپوټ له مخې ۵۷۰۰ ښځو څخه۲, ۸۷٪ چې پوښتل شوی دی، لږ تر لږه له یو ډول تاوتریخوالی سره مخامخ شوی دی. د پېښو شننه دا ښیی چې په ځینو وختونوکې د ښځوپروړاندې د تاو تریخوالی پېښې ډېرې وحشی او ظالمانه دی چې ثبتېږی. ،  په زیاتره سیمو کې دښځو وهل ټکول په ورځنی ژوند کې یو عادی شى منل شوى دى.
پآتې لری

دکمه بازگشت به بالا