په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (آتمه برخه)

ځان وژونکی بریدونه:
هغه شمېرنه چې موږ یې له دولتی اداروڅخه لرو تېرکال (۱۳۸۶)۳۸۱ کسان د ځان وژونکیو بریدونه له لامله شهیدان شوی ول ، چې په دغه شمېر کې ښځې او ماشومان هم شامل دی.یو له هغه ناوړه او وژونکی بریدونو څخه چې تېرکال د ځان وژونکیو له خوا وشو او ډېر کسان په کې ووژل شول، هغه په بغلان ولایت کې وه چې د ولسی جرګې د غړیو د وژلو لپاره ترتیب شوې وه چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۶۰ ماشومان شهیدان شول.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په ډېرو پېښوکې د ملکې کسانو او په ځانګړی توګه د ماشومانو د وژلو په برخه کې خپلې کلکې نیوکې کړی دی چې په رسمی توګه هغه خپرې شوی هم دی.سربېره پر دې چې د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په ځان وژونکی برید کې د ۶۰ ماشومانو وژل غندلی دی، د یوه رسمی لیک په وسیله یې د ښوونې او روزنې له وزارته غوښتی دی چې هیڅکله اجازه ور نه کړی چې د ښوونځی ماشومان د لوړو چارواکیو د هرکلی مراسموته ولېږی. که څه هم د دغه پېښې په پایله کې ځینې بېړنۍ کړنې وشوې چې له لامله یې د ولایت د ښوونې روزنې مشر له کاره لیری کړاى شو او څه نور دولتی کار کوونکی هم له کاره ګوښه کړاى شول. خو د ماشومانو د وژنې په اړه او د هغوى د وژونکیو د عدلی تعقیب پېښه په کلکه ونه څارل شوه.
یوه بله لړزونکې پېښه چې تېرکال  ۱۳۸۶ په کندهار ولایت کې ترسره شوه هغه د هغې ځان وژونکې پېښه وه چې په پورته ولایت کې د سپی جنګولو په لوبغالی کې د تماشا کوونکیو په مینځ کې تر سره شوه چې په پایله کې له ۱۰۰ ډېر ملکې کسان ووژل شول.
د دی موضوع په څېړنه کې بویه داپه یاد ولروچې د ژویو آزاراوځورول د شرعی حکمونو او افغانانو د فرهنګ، اخلاقومخالف کار دى. سربېره پردې چې دولت مکلفیت لری د خپل ولس امنیت وساتی خو ترڅنګ یې دا مسؤولیت هم لری چې د هېوادوالو لپاره د سالمو لوبو او داسې لوبې چې هېواد وال څه شی په کې زده کړی زمینه برابره کړی.
پوځی بریدونه:
ډېرځله لیدل شوی دی چې ملکې کسان د هغه پوځی برید له لامله شهیدان شوی دی چې د دولت د مخالفانو او دولت د ځواکونو او یا هم د نړیوالو ځواکونو په وسیله سرته رسېدلی دی. په دې پېښو کې هغه کسان هم شامل دی چې د سړکونو تر څنګ د ماین د چاودنې په وسیله شهیدان شوی دی او یا هم مخامخ د مرمیو موخه ګرځېدلی دی او یا هم د پوځی بریدونو پر وخت له کومې خوا لګېدلی دی.
په هغه ثبت شوې شمېرنه کې چې د کمېسیون په دفترونو کې ثبت شوی دی د هغه کسانو شمېر چې  د دولتی او نادولتی ادارو د برید په وسیله مړه شوی دی ۳۷۳ کسانو ته رسېږی. دا بویه وویل شی چې دا ټول هغه شمېر، نه دى چې په دغه ډول پېښو کې وژل شوی دی، ښایې تر ډېره بریده دغه شمېرنی په کمېسیون کې نه وی ثبت شوی. په داسې حال کې چې د ملی امنیت ریاست د ناپوځی کسانو د مړیو شمېر ۸۶۶ تنه ښوولى دى.
پآنې لری

دکمه بازگشت به بالا