په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت (آتلسمه برخه)

پرښځوجنسی تېرى:
د ښځو، نجونو او ماشومانو په وړاندې ترټولو وحشی تاوتریخوالى جنسی تېرى دى. چې دغه څه دیوې ښځې او ماشوم پر روحی وضعې ډېر بد اغیز کوی. پر ۱۳۸۶ کال پر ښځو د جنسی تېری په توګه په ۵۱ پېښې کمېسیون کې ثبت شوی دی. بېلګه:
یوکس کمېسیون ته راغى او ویې ویل: (( خپله لور مې یو چاته په نکاح ورکړه، د لور لیور مې پرهغې تېرې کړى او بیایې زمالور وژلې ده.))
یوبل شاکی بیا داسې وایی:
((لیورمې راباندې  برید وکړ او د ناروا عمل غوښتنه یې راڅخه وکړه، څرنګه چې زه حاضره نشوم ، بیا نو هغه زه ووهلم. او ماخپل عرض ولسوال ته وکړ خو لیور مې ولسوال ته بډې ورکړې په دې توګه پرپېښې غور ونشو.))
لکه څنګه چې معلومیږی نه یوازې داچې ښځې د جنسی تېری قربانی کېږی، بلکې د قانون پلی کوونکیوله خواهم د هغوى حق تر پښولاندې کېږی او په قانونی ډول د هغوى پېښې نه تعقیبېږی. نو جنسی تېری ته رسیدنه یوازې عدلی او قضایی څارنې پورې نه ده رانغښتې ، د جنسی تېریوقربانیان بویه له روانی او جسمی پلوه تر درملنې لاندې ونیول شی ځکه جنسی تېرى دروند روحی ټکان هم قربانی ته ورکوی .
بد ورکول:
د ښځو پر وړاندې یوبل د انسانی کرامت  څرګند نقض په بدوکې د نجونو ورکول دی. تېر کال په کمېسیون کې د بد ورکولو ۵۰ پېښې ثبت شوی دی. په بدوکې ورکول یوازې د ښځو د یوه بشری حق تر پښو لاندې کول نه دی،  بلکې  ښځو د څو نورو منل شویو حقونو د تر پښو لاندې کولولپاره یې پیل دى چې هغه لکه د ښځو د واده کولو د حق تر پښو لانه دی کول، د ښځې د خپل کورد نرینه غړی د جرم پر وړاندې خپل حریفې ډلې ته ورکول کېږی او په پاى کې په بدوکې ورکول د ښځو د انسانی کرامت حق تر پښو لانه دی کول دی.
په دې ډول نو ښځې د توکو په ډول په بازارونو کې یو د بل ترمنځ معلامله کېږی او په دې برخه کې نه د هغوى پلار او نه  هم د هغوى مېړه یابل واک لرونکى د ښځو رضایت او نه رضایت اویا د هغوى تصمیم ته اهمیت ورکوی او ښځې د معمولی توکیو په توګه د کورونو ترمنځ معلامله کېږی.
په داسې حال کې چې د هېواد د جزا قانون ۵۱۷ توک وایی:«که څوک کنډه ښځه یا جلۍ چې داتلس کلنۍ عمریې پوره کړى  د هغې د رضا او رغبت په خلاف میړه ته ورکى د حالونو سره سم په لنډ حبس محکومېږی. » خو په ډېرو مواردو کې دغه قانون تر پښو لاندې شوى دى.
د نفقې نه ورکول:
د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی یو ډول او په پایله کې د ښځو د انسانی کرامت حق نقض ، د ښځوشکنجه کول دی د نفقی نه ورکول دی. په داسې هېواد کې چې ډېرٰ ښځې یې نالوستی دی او ډېره برخه‌ یې کار نه لری چې معاش تر لاسه کړی، نو د مېړه له خوا د نفقې نه ورکول د دې لامل ګرځی چې دغه ښځې او د هغوى ماشومان لوږه وګالی. پر ۱۳۸۶ کال  په کمېسیون کې ۲۴۵ دغه ډول پېښې ثبت شوی دی چې مېړونو خپلو مېرمنو او ماشومانوته نفقه نه ده ورکړې. چې د ولایتونو په پرتله ډېره برخه ‌یې (۹۳ پېښې ) په کابل ولایت کې شوی دی.
پآتې لری

دکمه بازگشت به بالا