په افغانستان کې دموکراسی په وینو کې لمبیږی!

په افغانستان کې د تاریخ په اوږدو کې د خلکو، د ملی، د ودیزه، اسلام او مدنی قوانیون په رڼا کې ژوند کړیدی او زیا تره قضایی چاری د نوموړو دودونو په رڼا کې سرته رسیدلی، خو په کومه اندازه چې د خلکو د ژوند او په ژوند کې د آزادی له پاره اړتیا وه، په هماغه اندازه د قوانینو له مخې  د خلکو ،د هوسا او برا بر ژوند له پاره فیصلی په کې نه کیدلی. له بل پلوه د وخت په تیریدلو سره په لویدیځ کې د دیموکراسی ناری سوری راپورته شوی په دی مانا چې د خلکو له خوا، د خلکو له پاره اودخلکو په خوښه د حکومتونو جوړیدل، پېل شول. زما داخبره ، داما نا،  نه لری. چی له دینه مخکې  په اسلام کې دیموکراسی نه وه، بلکی په اسلام کې هم دیموکراسی وه،

چی ډیر ښه بېلګه یۍ په خپله د حضرت عمر(رض) د خلافت دوره وه، چی تر اوسه د بشریت په تار یخ کې د نوموړی دیموکراسی ساری نه دی لیدل شوی، خو دا چی ولی نوموړی اسلامی دیموکراسی ساری نه دی لیدلی شوی، خو دا چی ولی نوموړی اسلامی دیموکراسی و ده و نه کړه ، او په اسلام کې عام نه شو، دا خبره به همدلته پریږدو . ما مخکې وویل چی په لویدیځ کې د پرمختیا او ترقی په بهیر کې د حکومتو په  جوړیدلو او د نظامونو د بقا له پاره د دیموکراسی ناری سوری راپورته شوی او دغه نارې سوری تر افغانستان هم راورسیدلی، چې د وخت په اوږدو کې په افغانستان کې شاهی نظام هم د لویدیځې دیموکراسی تر سختی اغیزی لاندی راغی . له بلی خوا، د روڼ آندو د سخت فشار، له امله دوخت پاچا محمد ظاهر شاه دیته اړشو، چی د دیموکراسی ارزښتو نه ومنی او د دیموکراسی په رڼا کې د افغانستان خلکوته ټاکنې ، رایۍ ورکول، د بیا ن آزادی، لا ریونونه اود سیاسی ګوندونو د جوړولو او فعالیت حق ورکړی، چی دغه دوره د افغانستان په تاریخ کې د دیموکراسی د لسیزی په نوم یادیږی، چی د ۱۳۴۲ لمریز کال نه پېل او د ۱۳۵۲ لمریز کال پوری د وام لری. کله چې په افغانستان کې سردار محمد داوود، د یوې سپینی کودتا، په ترڅ کې واک ترلاسه کړ ،او د افغانستان د لومړی جمهور رییس په توګه وټاکل شو، نو د دیموکراسی وده او پر مختیا د ځنډه سره مخامخ شوه، او یو ګوندی حکومت اعلان شو، کله چی د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند د یوې نظامی کودتا، په ترځ کې واک ترلاسه کړ، نو بیا هم یو ګوندی حکومت جوړ شو، اود دیموکراسی خبره بیخی له یاده ووته، او د مجاهدینو د حکومت په جوړیدلو سره د اسلامی شریعت د عملی کونو ناری راپورته شوی، او د اسلامی شریعت عملی کیدل د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې هرچا په خپلو سترګو ولیدل، چی دغه قانون د ۱۳۸۰ لمریز کال د لړم د میاشتې د ورستیو پوری دوام پیدا کړ. کله چی په ۱۳۸۰ لمرییز کال کې د مرغومی د میاشتی په لومړی نیټه د بن د تړون له مخې په افغانستان کې د حامد کرزی په مشرۍ لنډ مهاله  اداره جوړه شو، نو ددغه اداری د جوړیدلو سره جوخت د دیموکراسی خبره بیا د آمریکا او لویدځ له خوا را پورته شوه، او په سرکې امریکا  دا غږ وکړ، چی په افغانستان کې یو دیموکراتیک نظام جوړوی، چې ددیموکراسی په رڼا کېبه د خلکو ټول مدنی حقونه تامینیږی، چی د امریکا او نړیوال ټولنی په همدغه دی ناروسوار کې د دیموکراسی په رڼا کې په افغانستان کې د مطبوعاتو قانون جوړ شو،د بیان آزادی و منل شوه، بی شمیر رسنۍ منځته راغلی. د افغانستان اساسی قانون تسوید او تصویب شو. ولسمشریزه ټآکنی ، د ولایتی شوراګانو ټاکنی اود پارلمان ټاکنی سرته و رسېدلې، او د حامد کرزی په مشرۍ یو ټاکلی حکومت د خلکو په خوښه او د خلکو له پاره جوړ شو. که خبره را لنډه کړم نو دلته دا پوښتنه را منځته کیږی چی دیموکراسی له ځان سره سوله لری او که جګړه؟ زموږ دوستان که خپه کیږی او که خوشالیږی، دوی بآید دا ومنی چی په تیرو ۷ کلونو کې څه چی دوی په افغانستان کې د دیموکراسی لاسته راوړنی ګڼی دا د افغانستان د بې ګناه خلکو د وینو په توییدلو، د کورونو په ورانولو او د زرګونو افغانانو د هیواد، په د ننه او بهر کې  د ګډوالی پایله ده.  آمریکا د سولی په ځای افغانانوته د تروریزم پرخلاف جګړه د دیموکراسی سره یو ای ور ګړیده. سوله او دیموکراسی د یوې سکې د وه مخه دی. بې له سولی دیموکراسی هیڅ ارزښت نه لری. دا ځکه چی د دیموکراسی ټول ارزښتونه په سوله کې په ډاګه کیږی او د خکلو ژوند ته د نیک مرغی او ترقی په لور بدلون ورکول کیږی. زموږ اود لویدیځ دیموکراسی نن ورځ د شکل او منځپانګی له پلوه ډیر توپیر لری. د لویدیځ دیموکراسی د سولی او خوښی سره ملګری ده، خوز موږ دیموکراسی له جګړی او غم سره ملګری ده، او د ښځو او ماشومانو په ګډون د بې ګناه افغانانو په ونیو کې لمبیږی. او په حقیقت کې نن په افغانستان کې د دیموکراسی د نړیوالو ټیکه دارانو له خوا، په بمونو، توپونو، تانکونو ویشل کیږی او آن دا جی په امریکا یی سپیو داړل کیږی. په دغه رنګه حالاتو کې افغانان نه پوهیږی چی دیموکراسی څه ته وایی؟ د آمریکا نوی ولسمشر اوباما او نړیواله ټولنه باید سره یوځای کینې او په دی خبرې وکړی وچې په افغانستان کې په خپلو بمونو او تانکونو ویشتلی دیموکراسی څنګه رغولی شی ،او هغه چا چی د خپلو ګټو له پاره د افغانانو په دیموکراسی ظلم او تېری کړی دی څنګه د محاکمې  میزته را کاږی او د زرګونو افغانانو د شهادت او ټیپی کېدلو له امله  هغوی ته څنګه سزا ورکولای شی؟ ترڅو په افغاسنتان د افغانانو په ګټه د یوې سالمه دیموکراسی د رامنځته کولو له پاره لاره خلاصه کړی . افغانان په افغانستان  داسی دیموکراسی چی د امریکا او نړیوالی ټولنی په الوتکو، ټانکونو، بمونه او اضافی سرتېرو په اوږو سوره راَځی، او په افغانستان کې د بې ګناه افغانانو د مرګ ژوبلی لامل کیږی نه غواړی.

دکمه بازگشت به بالا