په افغانستان کې دآمر یکا یی سرتېرو ځاى په ځاى کېدل باید دافغانستان ددولت په خوښه وی!

کله چې افغانستان ته دآمریکایی ایتلاف اودناټوځواکونو ،درالیږدولو بهیردملګروملتونو دآمنیت دشورا دپریکړې له مخې پېل شویدى، اودافغانستان په مرکز کابل اونوروولایتونوکې ځاى په ځاى شویدی. زیاتره داستوګنې اوقوماندې مرکزونه یی په خپله خوښه ځانته ټاکلی ،اوپه دغه برخه کې یی دافغانستان ددولت خوښه ، غوښتنې اووړاندیزونه نه دی منلی . نن ورځ ۷۰زره بهرنېو ځواکونو،داستوګنې اوقوماندې مرکزونه،په ښارونو،کلیو،بانډواویا دلویولارو په اوږدوکې شتون لری ،چې دغه کار ددې لامل شویدى چې دافغانستان خلک دخپل دود،اوعنعنې له مخې په  ډاډه زړه خپل مذهبی ،دینی اونور دودیزه مراسم سرته نه شی رسولاى.  
په تېروخت کې ولیدل شول، چې دامریکایی هوایی ځواکونو، له خوا، څوواری په پر له پسې ډول دختم ، جنازو او  ودونو، په مراسمو بمبارۍ وشوی او په دغه بمباریو کې د ښځو او ماشومانو، په ګډون بې ګناه افغانان شهیدان شول، او په دغه ټولو ناوړه کړنو، نړیواله ټولنه پوره د افغانانو له درد او غم نه خبره شوه. له بلې خوا، د خلکو،د او سیدلو، د ځایونو سره د بهرنیو ځواکونو شتون  ددې لامل شوی دی چې بهرنی ځواکونه، یو شمیر بې بندوباره خلک د پیسو په بدل کې د خپلو جاسوسانو، په لیکو کې جذب کړی، چې ددغه کار په سرته رسیدلو سره ، د بهرنیو ځواکونو قوماندانان د خپلو جاسوسانو د غلطو را پورونو، له مخې په ښارونو، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې په ناڅایی توګه د شپی او ورځی کورونه تالاشی کوی، بې ګناه خلک بندیانوی، د کورونو شیان غلاکوی، ښځوته آزار ورکوی او په ځینو وختونو کې بې ګناه کورنۍ او خلک بمبارۍ کوی. د بهرنیو ځواکونو د دغه ناوړه سلوک له آمله نه دا چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له نړیوالی ټولنی نه غوښتْې دی چې بهرنی ځواکونه باید خپل دغه ناوړه اعمال بند کړی، بلکی د افغانستان خلکو په تېرو شپږو کلونو کې تل د بهرنیو ځواکونه دغه ناوړه سلوک غندلی دی. نن د بهرنیو ځواکونو د ناوړه سلوک له امله افغانان د بهرنیو ځواکونو، له همکاری څخه ځان لیری ساتی . دا ځکه چی د افغانانو سره یۍ لکه څنګه چی لازم ده د دوستې اړیکی نه دی ټنیګ کړی او هم یې په تېرو شپږو کلونو کې د افغانانو د ویر، او ماتم او ښکې نه دی و چی کړی. دا چی په ملګرو ملتونو کې د آمریکا سفیر زلمی خلیل زاد، د امریکا ددفاع د وزیر رابرت ګیتس په څیر د لیندۍ د میاشتْې په لومړۍ نـیټه ویلی دی چی افغانستان ته به له ۲۰ تر ۳۰ زرو پوری نور اضافی امریکایی پوځونه ولیږی ،چې دا په افغانستان کې د امریکا، د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده.  د افغانستان دولت د آمریکایی چارواکو، ددغه څرګڼدونو په اړوند وړاندیز کړیدی ، چې که چیرته د امریکا اضافی پوځونه افغانستان ته راځی نو باید خپل د استوګنې او قوماندې مرکزونه ، د افغانستان د دولت په خوښه وټاکې. دا ځکه چی په تېر وخت کې د بهرنیو ځواکونو، په خپل سر او خپلې خوښی ځای په ځای کیدلو، ډېرې ناوړه پیښی را منځته کړې چی د خلکو په وړاندی یۍ د افغانستان د دولت او نړیوال ټولنی پرستیژ او باور ته زیات زیان ورساوه.
ددې له پاره چی د غه رنګه حالت بیا رامنځته نه شی، نو مخکی له دینه چی د آمریکا، د  ۲۰ څخه تر ۳۰ زرو پوری نور اضافی سرتیری افغانستان ته راشی ، په کار ده چې د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې دخپلو  میشتو پوځی قوماندانانو نه وغواړی چې د افغانستان د دولت او خلکو په خوښه داستوګنی او قوماندې مرکزونه په داسی لیری ځایونو کې و ټاکې چی په هیڅ ډول د افغانستان د خلکو، د کړو وړو، مذهبی او دو دیزه مراسمو د سرته رسولو په لار کې ځنډ نه شی ، او د تېرو تېرو تنو تر پر دی لاندی د پخوانیو بهرنیو ځواکونو په څیر، د خلکو د مذهبی او د دیزه مراسمو د سرته رسولو په ترڅ کې په غلطو راپورونو په  بې ګناه خلکو بمبارۍ ونه کړی، بی ځایه کورونه تلاشی نه کړی او هم بې ګناه خلک بندیان نه کړی او هم په خپل سر زندانونه جوړه نه کړی. چې ددغه کار د سرته رسولو له پاره د افغانستان دولت باید ددفاع ، کورنیو چارو وزارتونو او د امنیت لوی ریاست ته دنده ورکړی ، چی یو با اعتبار کمیسیون جوړ کړی او د خپلو خلکو، د هیلو سره سم د آمریکا د نووو پوځونو، د استوګنې او قوماندې مرکزونو، له پاره د یو پلان له مخی سیمی وټاکی او خپل دغه پلان په افغانستان کې د امریکایی پوځونو لوی قوماندان ته وسپاری، ترڅو هغوی هم ددغه پلان سره خپله موافقه ښکاره کړی او خپلی اوسنی هڅې چې  د نووو اضافی سرتیرو د استو کنی او قوماندې د مرکزو نو،د جوړولو له پاره پیل کړی ،د نوموړی پلان له مخی ترسره کړی. که چیرته  امریکا د افغانستان ددغه پلان سره خپل مخالفت څرګند کړی، او په خپله خوښه غواړی چی د خپلو اضافی سر تېرو د استوګنی او قوماندې مرکزونه وټاکی.  نو بیا د افغانستان دولت او خلک دا حق لری ،چې  په دغه برخه کې له نړیواله ټولنی نه مرسته و غواړی.

دکمه بازگشت به بالا