ولې د حامد کرزی حکومت کمزورى شو؟

کله چې په ۱۳۸۰ لمریز کال د مرغومی د میاشتې په لومړی نیټه د بن د تړون له مخې دولتی واک له استاد برهان الدین ربانی څخه حامد کرزی ته و لیږدول شو، نو په کابینه او د دولت په نورو لوړو څوکیو هماغه خلک پاتی شول، چی پخواهم د استاد ربانی د حکومت په وخت کې پری ناست وو. نوموړی جکپوړو چارواکو ، ددی په څای چی په خپلو ادار کې کار اهل کار ته وسپاری،  خپلو خپلوانو او دوستانو، یا تنظیمی انډیوالانو ته ورکړ، چی د زیاترو لیک لوست نه و، زده ،او یا خویی په دولتی کارونو کې پوهه او تجربه نه در لودله. له بلی خوا، د اداری اصلاحاتو کمیسیون هم په دولتی ادارو کې داسې اصلاحات را منځته نه کړل، چې په رښتینی ډول کار اهل کار ته وسپاری، او د رشوت او واسطی له مخې یۍ یو شمیر غیر مسلکی او کم تجربه خلک په دولتی ادارو کې ځای په ځای کړل،  چی دغه لړى لا تر اوسه هم روانه ده.
د ملی اردو او ملی پولیسو په تشکیل او جوړښت کې د جهاد، د امتیاز له مخې په لوړو څوکیو، جهادی قوماندانان و ټآکل شول، او زیاتره د رشو ت او واسطی په زور، واړه قوماندانان او نور منسوبین و ټاکل شول . همدا رنګه د اردو په لیکو کې  زیا تره نالوستی، بې تجربه او آن په نیشه یی توکو، روږدی کسان ور ننوتل، او لکه څنګه چی لازم وه، مسلکی، باتجربه او په پوځی انضباط او دسپلین باندی سمباله اردو جوړه نه شوه، او دادی نن په اردو کې په نیشه یی توکو روږدی کسان، د نیشه ی توکو قاچاقبران او هم سړی تښتونکی په یو شمیر پیښو کې نیول کیږی او تحقیق او څیړنی تری کیږی، خو بیا هم لازمه سزا ،لاتراوسه پورې نه ورکول کېږی. نو همدا، لامل دی، چې د ملی اردو او ملی پولیسو دندې لکه څنګه چی خلک ترینه تمه لری په سمه توګه پرمخ نه ځی  او د خپلو خلکو، په وړاندی یۍ باور ، له لاسه ورکړی، او د دولتی واکمنۍ د پراخیدو، مخه یی نیولې ده.
په هیواد کې د طالبان او نورو ترهګرو پرخلاف روانه جګړه هم د حامد کرزی د حکومت د کمزور تیا یو عمده عنصر ګڼل کیږی. دا ځکه چی په دغه  جګړه کې د بهرنیو ځواکونو په پوځی علمیاتو کې د افغانستان د خلکو مذهبی او دو دیزه مراسمو، نه مراعتول ،  او د بې ګناه خلکو، وژل ، ددې لامل شوید ی، چی د بهرنیو ځواکونو په وړاندی د  خلکو غوسه او کرکه ورځ په ورځ زیاته شی او هم   په خپل دولت باندې بې باوره شی. په خپله په دولتی ادارو کې د اداری فساد په شتون او د هغی ورځ په ورځ ډیر والی، د هیواد، ټول خلک د دولت له مامورینو څخه تر دوه سوږ مو ،راوستی دی. په دولتی لوړو څوکیو باندې د بهرنیو له خوا، د یو شمیر  خپلو پلویانو  اوپه آمریکا اونورولویدیځو هېوادونوکې د مهاجرو، اوسیدونکو بې تجربه افغانانو ټاکل، د حکومت په کمزورتیا کې ستره اغیزه لری. له بلې خوا په خپله د حامد کرزی له خوا، څو پېژندل، شوی څیری دی ،چی کله ترینه وزیر کله ترینه قوماندان ،کله ترینه سفیر، کله ترینه والی او یانور لوړ رتبه چارواکی جوړوی. څه شی چی د حامد کرزی د حکومت له پېل  نه یی تر اوسه پوری د حکومت په کمزورۍ کی ستره برخه اخیستې ده، هغه په هیواد، کې د وسله والو قوماندانانو، وسله والو ډلو، د وسلو ،دزیرمو او په پریمانه اندازه د سپکو او درنو ،وسلو شتون دى.
په تېرو پنځو کلونو کې د وسلو  د راټولو، چاری د ډی ډی آر، او د ډایاګ تر پروګرام لاندی د جاپان د هېواد، په مالی لګښت ترسره شوی، خو بیا هم دغه پروګرام  د سیاسی مصلحتونو، له مخې د افغانستان د خلکو د هیلو سره سم سرته و نه رسید،او دادی  د کرزی دحکومت په  څنګ کې وسله والو قوماندانو، وسله والو ډلو او قاچاقبرانو په خپل سر حکومتونه جوړ کړیدی او د مرکزی حکومت د  قوانینو،د مراعتولو او پریکړو هیڅ پروا ، نه ساتی او هم یی له بهرنیو ځواکونو څخه سترګی نه سوځی. ددغه رنګه لا ملونو په څنګ کې ځینی نور لاملونه هم شته دی چی د کرزی حکومت یۍ نن له پښو غورزولی دی او په سینه څخیږی، چی دلته یۍ د مطلب د لوی والی له امله له یاد ولو څخه ډډه کوم . لنډه دا چی نن  په افغانستان کې د ۷۰ زره بهرنیو ځواکونو په شتون کې باید چی د سیمی او نړى په کچه  په افغانستان کې د حامد کرزی حکومت په سیمه اونړۍ کې یو پیاوړی نمونوی حکومت واى ، چی په هیڅ ډول له  نننیو ستونزی سره مخامخ نه واى، نو دلته له نړیوالی ټولنې څخه د افغانانو هم دا ګېله کېږی ، چی ولی نړیواله ټولنه نن د حامد کرزی دیو کمزوری حکومت نندراچی ده؟ نن په افغانستان کې د حکومتونو جوړول ، د نړیوالې ټولنی د مرستو او مستقیمی څارنې پوری اړه لری ، نو نړیوالې ټولنی ته په کارده  ،چی د افغانانو، په وړاندی د خپل مسوولیت  له مخی د حامد کرزی د حکومت د کمزورتیا، د له منځه وړو له پاره لاس په کارشی.
دا ځکه چی څلور پنځه میاشتی وروسته د حامد کرزی حکومت له منځه ځی او په ځای یو بل نوی حکومت د ټولټاکنو په پایله کې منځته راځی.
نو که د  حامد کرزی د حکومت د کمزروتیا لا ملونه د نوی راتلونکی حکومت سره ملګری شی، نو بیا به هم د حامد کرزی ، د اوسنی کمزوری او بې باوره حکومت په څیر بل راتلونکی حکومت هم جوړیږی ،او بیا به هم هغه د چا خبره چی: زوړ ملا اوزړې تراوې وی ،چې  نه یوازی د نړیوالې ټو لنی له پاره به لوی سرخوږی وی بلکی په خپله افغانان به هم د یو بل کمزوری حکومت په شتون کې د منځی اختلافونو او د تروریزم د جګړې ددوام په لمبو کې سوځی.

دکمه بازگشت به بالا