ولې خلک له بهرنیو ځواکونو، له کړنوڅخه رضایت نه لری؟

کله چې د ۲۰۰۲ میلادی کال را په دیخوا، دافغانستان د دولت اوخلکوپه غوښتنه او د امنیت د شورا، دپریکړې له مخې بهرنی یاسوله ساتی ځواکونه، افغانستان ته راغلی اودسولې اوامنیت دټینګښت په نامه یی د طالبانو او نورو ترهګرو پرخلاف جګړه پېل کړیده، دادى دنو موړې جګړې په بهیر کې دآمریکا ایتلافی او سوله ساتی ځواکونو، دطالبانو، او ترهګرو په وړاندې دعصری سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستى دى، او ددې په څنګ کې یی د طالبانو دځپلو، له پاره هغه درانه بمونه ،له آلوتکوڅخه راغورزولی دی چې آمریکا د ویتنام په جګړه کې کار ولی وو، چې د نوموړو بمونو، له امله نه یوازی دا چې طالبانو او ترهګرو ته د سرزیان واوښته بلکې په خپله د افغانستنان ملکی بې ګناه کسانو ته هم زیات د سر او مال زیان واوښته.

په تېرو شپږو کلونو کې د آمریکا او سوله ساتی یادناټو ځواکونو، له کړو وړونه د افغانستان دولت او خلک خوښ نه دی، داځکه چې دولت او خلکو تل په ایتلافی او ناټو، ځواکونو، دا غږ کړیدی چې په هوایی بمبارۍ کې بې ګناه کسانو ته د سر او مال زیات زیان اوړی، باید چې هوایی بمباری د پوځی عملیاتو په بهیر کې بنده شی او یا احتیاط و شی چې ملکی کسان له منځه لاړ نه شی. خلکو، او دولت دا هم له نوموړو ځواکونو، څخه غوښتې او غواړی چې د افغانی  د و د، خلاف باید د خلکو کورونه و نه لټول شی او هم بې ګناه خلک  بندیان نه شی، خو د ډېر افسوس خبره داده چې په تېرو شپږو کلونو کې ایتلافی او ناټو،، ځواکونو، د افغانستان د دولت  او خلکو، د غوښتنی خلاف په خپلو پوځی عملیاتو کې دادى په ملکی کسانو خپلی بمبارۍ ته دوام ورکوی، د خلکو کورونه د افغانی دو د، خلاف او پرته له کوم ثبوته لټوی اوهم بې ګناه یو شمیر خلک زندانی کوی. او آن دا چی افغانان په خپلوکورونوکې په خپلوروزل شوو سپیو، داړی. نن ورځ هغه هېلی چې د افغانستان دولت او خلکو له ایتلافی او ناټو، له ځوکونو څخه در لودلی، له یو مخی د خاورو سره برابر شویدی. خلک له بهرنیو ځواکونو  څخه ددغه رنګه ناوړه سلوک څخه سخت ناراضه دی. دا ځکه چې د نوموړو ځواکونو، په شتون کې ورځ په ورځ امنیت له منځه ځی او د دولت مخالفین پیاوړی کېږی.
اوس مهال خبره دیته رسیدلی ده چې د افغانستان دولت د خپلو خلکو د ستونزو په حل کې بیخې پاتې راغلی دی، او بهرنیو ځواکونو هم د دولت او خلکو د غوښتنو، د نه منلو له املی خپل باور له لاسه ورکړى دى. په خپله د بهرنیو ځواکونو ترمنځ باور او هم غږی هم نه شته دى. یو شمیر بهرنی قوماندانان له دغه حالت څخه هم بیزاره دی او آڼ دا چې په افغانستان کې د جګړی د دوام په موخه نه پوهیږی. د نوموړی حالت په شتون کې د افغانستان په ټولو ادارو کې اداری فساد ښه په زور کې رواج شویدی. قاچاقبران، غله، سړی تښتونکې  له هیچا څخه نه وېرېږی، او په دغه ترڅ کې بهرنی ځواکونه هم د افغانستان د اساسی قانون او نورو قوانینو مراعات نه کوی، او هرڅه په خپله خوښه سرته رسوی.د بهرنیو ځواکونو، د نوموړو خپل سریو، له امله د روان کال د لیندۍ د میاشتی په ۳ مه د سه شنبی په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزی دخوست د پوهنتون په جومات کې یوی قومی غوندې ته د خپلې خواخوږۍ  په ترڅ کې بهرنی ځواکونه په دی تورن کړل، چې دده هیڅ غوښتنه بهرنیو ځواکونو نه ده منلی، په خپل سر بمباری کوی.د خلکو کورونه تلاشی کوی او بې ګناه کسان بندیانوی…زه  بیا هم له بهرنیو ځواکونو څخه غواړم چی له دغه ناوړه کارونو څخه لاس واخلی او کنه د بهرنیو ځواکونو د شتون او نه شتون په اړه به لویه جرګه راو غواړم. افغان ولسمشر دغه خبری د خوست د خلکو په قومی جرګه کې په داسی حال کې و کړی چی افغانستان ته د ۲۰ څخه تر۳۰  زرو پوری د امریکای سرتیرو د راتللو خبر، یو شمیررسنیو د امریکایی چارواکو له خوا، ورکړى دى، او هم د بشری حقونو خپلواک کمیسیون په خپل کلنی رپوټ کې ویلی دی، چی په روان کال کې ۱۸۰۰ تنه بې ګناه ملکی کسان په جګړو کې وژل شویدی. اوس مهال خلک په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو د دغه ناوړه سلوک څخه سخت ناراضه دی. په خوست کې هم کرزی ته خلکو،دبهرنیو ځواکونو،دناوړه سلوک له امله خپله بېزاری په ډاګه کړه . په داسی حال کې چې د افغانستان دولت او خلک د بهرنیو ځواکونو، له شتون او ناوړه کړو وړو څخه رضایت نه لری  او له بلی خوا، په افغانستان کې د امریکا ، د اضافی سرتېرو، د راتللو خبری تودی دی، نو نړیوالې ټولنی ته په کارده چی را د مخه شی او په افغانستان کې د پخوانیو بهرنیو ځواکونو په شتون او هم افغانستان ته د نورو اضافی ځواکونو د راتللو، په اړتیا یو نوی نظر وکړی، اوهم بهرنی ځواکونه د داسی قوانینو تابع کړی، چی د افغانستان د اساسی قانون په چوکات کې خپلې ټولی کړنی او مشوری د افغانستان د دولت او خلکو سره شریکی کړی او ځان ته د اجازه ورنه کړی چی خپلو تیرو ناوړه کارونو ته بیا هم دوام ورکړی.ترڅودخپل ښه سلوک له امله دخلکو،رضایت حاصل کړی .

دکمه بازگشت به بالا