ولې افغانستان ته ناڅاپی سفرونه زیات شوی دی ؟

په هند کې دبمبیی په ښارکې دتروریستانوله حملې راوروسته چې ۱۷۰تنوڅخه زیات هندی او بهرنی اتباع په کې ووژل شول،اودوه هوټلونه په کې وسوځول شول ، افغانستان ته دآمریکا اوبریتانیا دجګپوړو چارواکوناڅاپی سفرونه زیات شوی دی .چې دلیندۍ دمیاشتې په ۲۱مه دآمریکا،ددفاع وزیر رابرت  ګتس په ناڅاپی ډول کندهارته راغى اوپه کندهار کې دآمریکایی سرتېروسره یی ولیدل ،اوپه خپلو خبروکې یی په راتلونکې اوړی کې افغانستان ته دنورواضافی آمریکایی سرتېرو دراتللوخبرورکړ،چې په کابل، لوګر اونوروسیموکې به ځاى پر ځاى شی . نوموړى له آمریکایی سرتیروسره له لیدنې وروسته په کابل کې دولسمشر کرزی سره  هم لیدنه وکړه ،اوله کابل نه سیخ عراق ته ورسید .

درابرت ګیتس دپښوپل ،لا نه و،وران شوى چې دلیندۍ دمیاشتې په ۲۳مه دشنبې په ورځ دبریتانیا صدراعظم ګودرن براون کابل ته په ناڅاپی سفر راورسید. نوموړىپه هلمند کې دبریتانوی سرتېروسره ولیدل ، چې تر دغه دمه په افغانستان کې دبریتانیا، دمړوسرتېرو شمیر ۱۳۰تنوته ورسید . گوردون براون په کابل کې دولسمشر حامد کرزی سره هم دتروریزم پر خلاف جګړې ددوام اودنوروسرتېرو درالیږلو په اړوند خبرې وکړې ،اوپه دغه کتنه کې یی دپوهنې دوزارت سره د۱۲۰میلونو ډالرو. د مرستې وعده وکړه ، او له کابل څخه ورسته هند ته روان شو، ترځو د بمبیی د ښار د تروریستی حملی په اړوند، د هند  د مقاماتو سره خبرې وکړی، او هم نوموړی په دغه سفر کې په اسلام آباد کې د پاکستان د جمهور رییس آصف علی زرداری، صدر اعظم سید یوسف رضا ګیلانی او نورو مقاماتو سره خبرې وکړی، او له دواړو لورو څخه یۍ وغوښتل چی د بمبیی د پیښی په اړوند نژدی همکاری وکړی.
 په کابل کې د ګوردن براون د پښو، ځاپونه لانه ووتللی ، چی د لیندی دمیاشتی په ۲۳ مه د دوشنبی په شپه د آمریکا جمهور رییس جورج بوش ، له عراق څخه وروسته په ناڅایی سفر کابل ته را ورسید ، او د شپی په نا وخته کې یۍ الوتکه د باګرام په هوایی ډګر کې کیناسته. افغانستان ته د بوش، دا سفر ورستی سفر ما لومیږی او موخه یۍ دا وه چی په افغانستان کې د امریکایی پوځونو سر ښندنی او قربانۍ وستایی او هغوی په دی خوشاله کړی چې د هغوی په ننګه به د امریکا شل زره تنه نور امریکایی سر تیری هم افغانستان ته راولیږی. بوش افغانستان په داسی حال کی له عراق څخه راغی چی په عراق کی یی د یو عراقی خبریال منتظرالزایدی، له خوا، د بې ګناه عراقیانو  د وژنو په بدل کې د  خپلو بو ټونو، ګوزارونه پری کړی وو، او هغه یی په ډیر بد نوم یاد کړی و. کیدلای شی له عراق څخه د هغه د ورستۍ لیدنی په اړوند او غبرګون کې په خپله د بوش سره زیاتی پوښتنی پیدا شوی وی، او په عراق کې د تیرو کلونو د جګړی په بهیر کې یۍ خپلی تیروتنې په پوره ډول شمیر لی او ددغه تېرو تنو په هنداره کې یۍ د خپلی را تلونکی په اړوند د نړیوالو او په خپله د امریکایانو د راتلونکو د غبرګونو انځورونه هم له سترګرتیر شوی وی او په دی بآندی پوره باوری شوی وی چی په امریکا کې یۍ د واکمنی تېره اته کلنه دوره څنګه تیره کړه، او په نړۍ کې د امریکا د سیاسی پرستیژ له پاره یې څومره زیان  رسولی دی ؟.  بوش په  باګرم کې د لیندۍ د میاشتی په ۲۵ مه د دوشنبی په ورځ د امریکا ،دسرتیرو او قوماندانانو سره د یوی غونډی په ترڅ کې ولیدل، او په افغانستان کې بې د هغوی دندی وستایلی. او خپله وروستۍ خدای پامانای یی ور سره وکړه. له دغه کتنی وروسته بوش په کابل کې د جمهور ریاست د ارګ په مانۍ کې د افغان ولسمشر حامد کرزی سره ولدیل، او له لیدنی وروسته  یۍ په یو خبری کنفرانس کې برخه واخیسته په کنفرانس کې بیا هم بوش افغانستان ته د خپلو اضافی سر تیرو درالیږلو خبره تکرار کړه ،او بیایی هم وویل، چی  امریکا، به افغانستان یوازی پری نه ږدی. حامد کرزی هم د پخوا په څیر د امریکا د مرستونه مننه وکړه، او وی ویل چی ترڅو افغانستان په خپلو پیښو، نه وی دریدلی، امریکا او نړیواله ټولنه، نه پریږدی چی له افغانستان څخه ووځی. د دواړو مشرانو په خبرو کې کومه نوی خبره و نه لیدل شوه، خو بوش یوه خبره  نوی وکړه هغه دا چی د افغانستان په اړوند به نوې جوړه شوی ستراتیژی ، د آمریکا راتلونکی ولسمشر باراک اوباما ته وسپاری. د بوش، براون او د امریکا ددفاع د وزیر رابرت ګیتس نا څایی سفرو ته دا په ډاګه کوی چی په هند کې د بمبیی د ښآر وروستی تروریستی حملی امریکا او بریتانیا ډېر وېرولی دی اوکوښښ کوی ، چی د هند او پاکستان ترمنځ د جګړی مخه ونیسی او له بلی خوا، د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د تروریستانو ځالې او د روزنی مرکزونه تر خپلو بریدونو لاندی ونیسی، چی همدا اوس د امریکا د بۍ پیلوټه الوتکو، له خوا د پاکستان په قبایلی سیمو کې د طالبانو او القاعده په مرکزونو او پټنځایونو، حملی روانی دی. او هم به په راتلونکو کې هڅه وکړی چې د پاکستان  د ننه د طالبانو او القاعده ، د له منځه وړلو، له پاره منظم او پلان شوی پوځی عملیات د امریکا د نوی ستراتیژی له مخی پیل کړی، ترڅو په پاکستان کې طالبانو او د القاعده ډلی ته دا وخت ورنه کړی چی د هند د بمبیی د ښار دتروریستی حملې په څیر بله تروریستی حمله په دوى باندې وشی.

دکمه بازگشت به بالا