ولې افغانان بې وزلی پاتې شول؟

دافغانستان خلکو په افغانستان کې دطالبانو، دواکمنۍ پر مهال دبیکارۍ اوبې وزلۍ ډیرى سختې شپى او ورځى تیرولې. داځکه چې طالبانودافغانستان دخلکو دژوند دښه والى له پاره کومه ځانګړى ستراتیژی نه درلودله ،خوددغه
رنګه حالت په شتون کې بیا هم طالبانو،داداری فساد ، مخه په دولتی اداروکې په کلکه نیولې وه ،اودهېواد،زیا تره سیمې دامنیت له پلوه خوندی وې اوزیا  ترو خلکو په خپل ورځنی ژوند کې د خطر احساس نه کاوه ،او هیڅ مجرم بې سزا نه پاتې   کېده.دمجرمینو،سنګسار،دپښواولاسونو،دپریکولو،چارې دعامو خلکو په وړاندې په مرکز اوولایتونوکې سرته رسیدلې اوخلکوترې عبرت اخیسته . دملی اردو، اوملی پولیسو،دپیاوړتیا له پاره  یی کوم ټاکلى پروګرام نه درلوده ،اوهر څه په خپله طالبانو، په طالبی جاموکې سرته رسول . تلویزیونی خپرونې بندې وې، اویوازې دشریعت درادیو، له لارې ،طالبانو، دخلکو، له پاره خبر ی او تبلیغی چارې سرته رسولې اودینی موعظې  یودبل پسې اوریدل کېدلې ،طالبی سندرې پرته له موسیقی په ترنم کې ویل کېدلې.
 دښځو په وړاندې دکار اوزده کړې چارې په ټپه ولاړې وې اوځوانانو ته دعصری زده کړې په ځاىدینی زده کړې ور کول کېدلې ، اوپه زیاترو سیموکې دینی زده کړې په زور کې روانې وې اودفضیلت دپګړیو تړل،هم دود شوی و. لنډه داچې په اقتصادی لحاظ دافغانستان زیاتره ما مورین اوعام خلک دزیا تو ستونزو سره مخامخ وو،اوبیکاری وروستی حد ته رسیدلې وه ،او په خپله طالبان له ټولو امتیازاتوڅخه برخمن وو.په افغانستان کې دطالبانو، دواکمنۍ دپاى ته رسیدلو سره جوخت خلکو، داسې فکر کاوه ،چې په افغانستان کې به دآمریکا اونړیوالې ټولنې په شتون کې خلک له بیکا رۍ څخه په بشپړ ډول وژغورل شی ، ټولوخلکوته به کار پیداشی ، ښځواونارینه ووته به دکاراوزده کړې شرایط برابرشی، امنیت به ټینګ شی ،فرهنګی چارې به وده وکړی ،اقتصادی چارې به په ټول هېواد کې عام شی اودهېواد، بیارغونه به په ټولو سیموکې په عادلانه ډول پېل شی اوددارا،اونادار تر منځ به زیات توپیرونه هم له منځه لاړشی ، خوهسې ونه شول . په افغانستان کې د آمریکا اونړیوالې ټولنې د۴۰هېوادونو،په شتون کې دزوراوزر دخا وندانو،ژوند چې زیا تروپه دولتی لوړوڅوکیوکارکاوه ، ډېر ښه شو،نوی کورونه ،ما رکېټونه،هوټلونه ، ښارګوټی اودژوندنور ډېر وسایل یی ځانته برابرکړل. وسله والو قوماندانانو،هم دنا مشروعولارو، دومره پیسې پیداکړې ،چې اوس یې دکورونواوموټرو حساب مالوم نه دى، په خپله اواولادونه یی زیا تره وخت په بهر نیو هېوادونوکې په سېل اوساعت تېرۍ تېروی. اداری فساد،په ټولو اداروکې زیات شو، چې دغه اداری فساد، دافغانستا ن ټول خلک لاډېر بې وزلی ګړل. یوشمیر زیا تو افغانانوپه جنوبی اوجنوب ختیځو ولایتونو کې دجګړو ددوام له امله  خپل اولا دونه له لاسه ورکړل،کورونه یی وران شول،اودادى په اوس وخت کې دهېواد،دننه اوبهر دکډوالۍ ژوند په ډېروسختو شرایطوکې دواورواوبارانونو لاندې په زړواو شلیدلو خیموکې تېروی ،چې په ټولیزه توکه  پنځه میلیونه افغانان دبې وزلۍله امله دسختې لوږې سره مخامخ دی . افغانان له یوې خوا،دکمزورې واکمنۍ په بهیر کې دبې وزلۍ، بې کورۍ،کډوالۍاو بیکا رۍ سره پاتې شول ،اوله بلې خوا،د آمریکا اودڼړیوالې ټولنې له نظره هم ولویدل ،اوهغه هیلې چې افغانانو،دخپل ژوند دښه والی له پاره له بهرنیا نو څخه درلودلې له خاوروسره خاورې شولې .داځکه چې آمریکا،اونړیواله ټولنه په دې بوخته پا تې شوه ،چې څنګه کولاى شی ،د خپلو پوځونوپه زیا توالی سره دتروریزم پرخلاف جګړه وکړی اوهم خپلې ګټې وساتی ،اوله بلې خوا،په افغانستان کې دملګرو ملتونو له خوا،دحامد کرزی ، په مشرۍ په جوړ شوی دولت باندې دانیوکې هم کېدلې چې  د حامد کرزی کاری ټیم اونور لوړ پوړی چارواکی په دې کوښښ کې دی،چې څنګه کولاى شی،له بهرنیو مرستوڅخه شخصی ګټه پورته کړی ،په شیر پور اونوروځایونوکې کورونه جوړ کړی اوهم لا زیاتې پیسې تر لاسه کړی ،ترڅو په بهرنیو هېوادنوکې دژوند له پاره ښه شرایط برابر کړی ،چې په دغه توګه دافغانانو،بیکاری اوبې وزلی هم دآمریکا اوهم دنړیوالې ټولنې له نظره ولویده،اوهم دولت ونه شو کولى، چې دخلکو له پاره دبې وزلۍ په ځاى دآرام اوسوکاله ژوند شرایط برابرکړی . په ټولیزه توګه دافغانانو،بې وزلی او بیکاری ددې لا مل شوه ،چې دافغانستان ددولت اودبهرنیانو پر خلاف دمخالفینو لیکې لا پیاوړې شی . دافغانانو بې وزلی له هیچا نه پټه نه ده ،آمریکا،اونړیواله ټولنه هم دافغانانو له بې وزلۍ نه خبرې کوی . په خپله حامد کرزى،اودده دکاری ټیم غړی او زیا ت شمیر دولتی چارواکی هم دافغانانو بې وزلی  یادوی ، اوددوى دبې وزلۍ تر پردې لا ندې خپله غلا،چور،رشوت،قاچا ق ،سړی  تښتونه اواختلاس پټوی . دبیلګې په ډول په تېر یونیم کال کې په دولتی اداروکې دوه نیم ملیارده افغا نۍ اختلاس شوى دى . که چیرته دغه افغانۍدافغانانو دژوند دښه والی له پاره  لګیدلې واى ،نودافغانانو اوسنۍ بې وزلی به تر ډېره حده راټیټه شوې واى . که چیرته همدااوس دیوشمیر دولتی چارواکوو دارایی په دقیقه توګه وسنجول شی ، نوکېدلاى شی چې یوازې دزکات، په پیسویی دافغانانو ژوند ډېر ښه شی . لنډه داچې اوس داپوښتنه را منځته کېږی چې څنګه افغانان له اوسنۍ بې وزلۍ څخه خلاصیدلى شی ؟ په اوس وخت کې دافغانانو بیوزلی ، اودافغانستان دیوشمیر دولتی لوړ پوړو چارواکو، جنګسالارانو،اووسله والو قوماندانانو،نننۍ بې حسابه شتمنی دنړیوالې ټولنې له نظره پټه نه ده. دافغانستان عام خلک چې دبې وزلۍ  سختې شپې اوورځې تېروی ، دد ې توان نه لری چې ددولتی اوغیر دولتی زور واکانو څخه خپله غلا شوې شتمنی تر لاسه کړی اویایی پوښتنه وکړی ،اودغه کار یوازې آمریکا ،اونړیواله ټولنه کولاى شی چې دخپل اوسنی قدرت څخه دافغانانو،د زیاتې بېوزلۍ په خاطردحامدکرزى دکارى ټیم اونورودولتې لوړپوړوچارواکو،دارایې په دقیقه توګه معلومه  کړی  اونامشروع درایی یې دافغانستان دخلکو دبیت المال یوه برخه یې وګرزوی اوهغه څوک چه ددغه کارڅخه سرغړونه کوی  سملاسى دتحقیق لپاره څا رنوالۍ اونورو مسولینو ته ورپیژنى چه په دغه ډول امریکا اونړیواله ټولنه دافغانستان دخلکو په وړاندى خپل پوره اخلاقى مسولیت سرته رسولى شى اوکنه افغانان به دتل لپاره دبیوزلى په اور کى سوځى اوامریکا اونړیواله ټولنه به ددوى په وړاندى ملا مته وى.

دکمه بازگشت به بالا