ولسمشره! ددرې فرمانونو په صدور سره د افغانستان خلک خپل کړه

 داسې ښکاری ، چې د افغانستان ولسمشر به د خپلې اوه کلنۍ واکدارۍ په هکله ډېر سوچونه کړی وی او پایله به یې دا موندلی وی، چې دده په کاری ټیم کې هېچا ده سره د یوه نږدې دوست په توګه له اخلاصه ډکه ملګرتیا نه وه کړې.
 حتى ده ته ډېر نږدې تنظیمی مشران او انډیوالانویې د فساد او رشوت مافیا سره په لاس یو کولو سره په حقیقت کې ده سره دښمنی کړې، دې کسانودده له څنگ نه په ناوړه ګټې اخیستنې سره حتى د خپلو اولادونو غم هم خوړلى ده ، په دې مانا  چې دوى له مختلفو لارو نه په بهرنی بانکونو کې ځانته د سپما حسابونه پرانستی،مځکې یې غصب کړی اود نورو خپلوانو په نومونو یې ځان ته ښارګوټی او آسمان څکی جوړ کړی، اودا نر ژتیکو موادو تجارت زمینه یې ځان ته د کرزی د صلاحیت نه په ناوړه ګټې اخستنې سره برابره کړې ده.
 د ولسمشر د واکمنی په موده کې ځینو پاک نفسو اشخاصو له دولتی دندو نه استعفى ورکړه او ځینو یې هم د دیپلوماتیکو څوکیو په غوښتنې سره بهر ته لاړل، ځینې مایوسه شول او دندې یې پرېښودې،   د څو په ګوتو شمارو کسانو د اداری غبن له امله زهره وچوده، چې بېلګه یې مرحوم، مغفور ذبیح الله عصمتى و. څوک دا نشی ویلاى چې په افغانستان کې صادق او ریښـتونی خلک نشته.
په دې خاوره کې د عصمتی په شان پاک نفسه کسان پیدا کیږی.
داسې کسان شته ، چې په پخوانیو رژیمونوکې یې د وزارت ، ریاست په چوکیو   په کلونو، کلونو دندې ترسره کړی، خو اوس په یوه بانک کې یوه حبه او دینار هم نه لری او ځینې یې حتى دخپل شخصىکور خاوندان  نه دی.
اوس ولسمشر په هیواد کې له ډول، ډول مافیا ګانو سره مخامخ دی. د ځمکو مافیا- د اداری فساد مافیا- د چور مافیا_ د رشوت مافیا- د درملو مافیا- د انرژتیکو موادو مافیا- د رشوت مافیا- د مخدره موادو مافیا- ددولتی موقف نه په ناوړه ګټو پورته کولو سره مافیا ،سفارشى مافیا، د څوکیو د سرقلفى مافیا او ……..
دپورتنیو مافیاګانو په جوړولو کې ډیری دولتى چارواکی لاس لری اویایې دفعالیت زمینه ورته برابره کړې .
ولسمشر کولى شی، چې ددې اوه کلنې دورې په پاى کې د یو څو ګامونو په اخستلو سره د افغانستان د مظلومو خلکو په پرهارونو ددرې څلورو فرمانونو په صدور سره ، پټی کېږدی او هغه به داوی:
١- د ټولو لوړ پوړو دولتی اراکینو او د پارلمان د غړو د هغو حسابونو، چې په بهر بانکونو کې سپما شوی،دکنګل کیدود درخواست د فرمان صدور.
٢-د شیرپور- د سکارد غونډۍ، د داوود خان … د سردار شاه محمود خان، شاه ولى خان دبڼونو، د ټولو غیر دولتی ښارګوتو، د دولتی ځمکو د غاصبینو د نیولو او د پورته ځایونو د مصادرې  او دولتى کولو فرمان.
۳- په بل فرمان سره ټول خپل مشاورین او هغه تالی څټی ، چې د تا له نوم څخه یې ناوړه ګټه پورته کړې ، په کور کښېنوه.

دکمه بازگشت به بالا