وزیرستان کې ځانمرګی بریدکوونکی په لس لکه روپۍ خرڅېږی

لاهور:  د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو د قوماندانۍ د جنایی تحقیقاتو څانګې معلومه کړې چې د دغه ایالت د ((بهکر)) په سیمه کې د روان کال د اګست په شپږمه نېټه د پارلمان د یو غړی په کور کې ځانمرګى بریدکوونکى د یو شخصی دښمن د وژلو لپاره د وزیرستان د وانا څخه په لس لکه روپۍ اخیستل شوى و.
پولیسو په دې قضیه کې پنځه تنه هر یو وقاص حسین، ډاکټر ذاکر حسین، عارف خان، محمد امجد او امجد عباس شاه نیولی دی او دوى د پلټنو پر مهال څرګنده کړې ده چې ځانمرګى بریدکوونکى یې د خپل مخالف اعجاز حسین د وژلو لپاره په لس لکه روپۍ اخیستى و.
د پولیسو د څېړنو له مخې وقاص حسین او اعجاز حسین دواړه د ((بهکر)) د سیمې اوسېدونکى او په لومړی سر کې خواږه دوستان وه. وقاص څو کاله وړاندې د اعجاز څخه یویشت لکه او پنځه څلوېښت زره پاکستانۍ روپۍ د دې لپاره په پور واخیستلې چې د موټرو کاروبار پرې روان کړی خو دغه کاروبار ناکام شو او هغه پکې تاوان وکړ. د پور د خلاصولو لپاره وقاص اعجاز حسین ته اوه موټرې ورکړې خو هغه ادعا وکړه چې پېسې یې په ګټه ورکړی دی او د څلور پنځوس لکه روپو غوښتنه یې وکړه. په دې توګه د دواړو دوستانو ترمنځ اړیکې ډېرې خرابې شوې او د یو بل پر ضد یې په محکمو کې عریضې وکړې.
بالاخر اعجاز حسین دا معامله سیمې څخه د پاکستان د پارلمان غړی رشید اکبر نیوانی ته یوړه او د حل غوښتنه یې ترې وکړه. هغه د اګست په شپږمه نېټه په خپل کور کې د دواړو ډلو او د سیمې د مشرانو یوه غونډه راوبلله. د غونډې څخه وړاندې وقاص حسین او پلار یې ډاکټر ذاکر حسین ډېره اسماعېل خان کې د یو خپلوان عارف خان کور ته لاړل او هلته یې پلان جوړ کړ چې اعجاز حسین په یو ځانمرګی برید کې ووژنی. عارف خان دوى د ټانک سیمې ته یوړل او هلته یې د وزیرستان د وانا د سیمې د یو تن جان محمد وزیر سره معرفی کړل څوک چې د ځانمرګیو بریدکوونکو کاروبار کوی. جان محمد وزیر د دوى نه لس لکه روپۍ واخیستلې او د بهکر په ((دجل اډه)) کې یې ورته یو ځانمرګى بریدکوونکى او یو د چاودېدونکو توکو ماهر وروسپارل. راپور زیاتوی چې د پېښې په ورځ (شپږم اګست) وقاص حسین لومړى د نیوانی د یو نوکر امجد عباس شاه په واسطه معلومه کړه چې اعجاز حسین جرګې ته حاضر شوى دى او بیا یې په خپلو لاسونو ځانمرګی بریدکوونکی ته ځانمرګى واسکټ ورواغوست او د رشید اکبر نیوانی کور ته یې ورسولو. ځانمرګی بریدکوونکی هلته د اعجاز حسین سره په څنګ کې ځان والوځولو چې په نتیجه کې د هغه او د پارلیمان د غړی رشید اکبر نیوانی په ګډون شپږویشت تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
په پېښه کې ککړ پنځه تنه اوس مهال د پولیسو په بند کې دی او نورې پلټنې ترې هم روانې دی. خو دا پېښه څرګندوی چې په وزیرستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې نورو سیمو کې په څه طریقه د ځانمرګیو بریدکوونکو کاروبار روان دى. د راپورونو له مخې هره میاشت د پاکستان د مدرسو او ښوونځیو نه ګڼ شمېر ماشومان  بې درکه کېږی چې بیا هغوى په مختلفو قبایلی سیمو او پاکستانی ښارونو کې د ځانمرګیو بریدونو لپاره تربیه کېږی او ځینې په افغانستان کې د بهرنیو قواوو او دولتی پولیسو، ځینې د پاکستانی امنیتی ځواکونو په خلاف بریدونو کې استعمالېږی او یو شمېر په دغه ډول شخصی معاملو کې د پېسو په بدل خرڅېږی.
د دې تر څنګ ځینې خلک طالبانو ته پېسې ورکوی او خپل شخصی دښمنان پرې د جاسوسانو په نامه وژنی چې په دې توګه د پښتنو په قبایلی ټولنه کې د تلعمری دښمنیو اور کرل کېږی. دا کاروبار دومره ګټور ثابت شوى دى چې ګڼ شمېر خلکو ورته په یو او بل نامه ډلې جوړې کړې دی چې په ښکاره د شریعت د نفاذ خبرې کوی خو په پټه دغه جنایتونه ترسره کوی. 

دکمه بازگشت به بالا