وروستى عقله! کاشکې اول واى

د روان لمریز کال د مرغومی د میاشتی په ۲۱ مه نېټه د افغانستان د دفاع وزارت د ناټو قواوو ته یوه طرحه وړاندې کړه، چې په نوموړی طرحه کې غوښتل شوی و، چی له دی وروسته باید د اضافی سرتېرو په رالیږولو کې ناټو، د افغانستان د دولت سره خبرې وکړی، د ناټو، ځواکونو په خپلو پوځی عملیاتو کې هوایی بمباری بنده کړی، د خلکو کورونه تالاشی نه کړی، په خپل سر افغانان بندیان نه کړی، او همدا رنګه هغه اضافی سر تېری چی افغانستان ته راځی باید د افغانستان د دولت په خوښه  په کابل او نو رو ولایتونو کې خپل وضع الجیش او سوق الجیش ځایونه غوره کړی، او هم د ی په پوځی عملیاتو کې د افغانستان ملی اردو ته زیاته ونډه ورکړی شی، او هم دې اردو، په  مدرنووسلو سمباله کړی .

د افغانستان د دولت د دفاع وزارت نوموړی طرح په تېرو ۷ کلونو کې د افغانستان د خلکو د پر له پسې غوښتنو له مخې جوړه او په کابل کې د ناټو د ځواکونو عمومی قوماندانې ته وسپارل شوه. په نوموړی طرحه باندې د ناټو عمومی قوماندانې او هم په خپله په کابل کې دناټو، عمومی قوماندانۍ خپل نظرو نه په ډاکه کړل، او بالاخره د افغانستان  دولت ته یې خبرو ورکړ، چې د پوځی عملیاتو په بهیر کې به د افغانستان ددفاع د وزارت د طرحی مواد په نظر کې ونیسی. اوس دا پوښټنه را منځته کیږی، چی د نوموړې طرحې اړتیا څه وه، او ولی دافغانستان ددفاع وزارت له خوا، په افغانستان کې د ناټو قوماندانی ته وړاندی شو؟ دا هغه پوښټنې دی چی په تیرو ۷ کلونو کې د امریکا د ایتلافی او د ناټو د ځواکونو په شتون او د هغی د پوځی عملیاتو په بهیر کې را منځته شوی دی. په تیرو ۷ کلونو کې د بهرنیو ځواکونو د پوځی علمیات چې د طالبانو او د تروریزم پرخلاف جګړه کې د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې په بېلا بېلو نومونو سرته ورسول شول، او دغه لړۍ اوس هم دوام لری .نن لیدل کیږی، چی د هرې ورځې په تیریدلو سره په پوځی عملیاتو کې بې ګناه افغانان د ماشومانو او ښځو په ګډون له منځه ځی او دبشری حقونو، هیڅ درناوى نه کېږی.  د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون د رپوټ له مخې په ټېر زیږ کال کې ۱۸۰۰ تنه افغانان په هوایی بمبارۍ ،او بمی چاودنو کې له منځه تللی دی. او نن ورځ هم په افغانستان کې د طالبانو،ا و د تروریزم پرخلاف جګړه کې د هوایی بمباری له امله زیات شمیر بې ګناه افغانان د ښځو او ماشومانو په گډون له منځه ځی، او ددغه بمباری له امله په جنوبی او جنوب ختیځو ولایتونو کې داسې ورځ به نه وی چی د هوایی بمبارۍ له امله د ملکی بې ګناه کسانو، د مرګ ژوبلی خبر  درسنیو له لاری نه اوریدل کیږی. د افغانستان خلکو، تېر ۷کاله د جګړی د هوایی بمبارۍ له امله د شهیدانو او ټپیانو په ویر او ماتم کې تېر کړل، او کلی یۍ په  ادیرو، باندی بدل شول. د افغانستان خلکو ددغه غمیزې د پای ته رسیدلو، له پاره په وار وار خپل دولت او له نړیوالی ټولنی نه وغوښتل، چی د بهرنیو ځواکونونه، وغواړی چې په پوځی عملیاتو کې هوایی بمباری بنده کړی  .افغان ولسمشر د خپلو خلکو، په غوښتنه  په وار وار له بهرنی ځواکونو، او نړیوالی ټولنې نه وغوښتل، چې هوایی بمباری بنده کړی. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندانانو او نړیوالی ټولنی د افغانستان د خلکو او د افغان ولسمشر حامد کرزی، غوښتنه لا تر اوسه پورې باییزه ګڼلی ده، او دادى د هوایی بمباری په بهیر کې د روان کال د سلواغی د میاشتې په ۴مه د لغمان د ګړوچ په کلی باندې د هوایی بمباری په ترڅ کې ۲۰ تنه بې ګناه کسان ووژل شوه. دغه بمباری په داسی حال کې کیږی. چې په تیره میاشت کې د لغمان د ولایت دعلیشنګ دولسوالۍ د ماسموت په کلې باندی هم دوه واری هوایی بمباری وشوه، چې یوار په کې ۱۷ تنه او دوهم وار په کې هم یو شمیر کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل شول. دلغمان خلکو،دتېرو لاریونونو په دوام دروانې میاشتې په۶مه په لغمان کې ستر لاریون وکړ ،اوله دولتی چارواکونه یی وغوښتل ، چې ددغه پېښې عاملین محاکمه کړی.   د افغانستان خلکو داسی فکر کاوه، چی په امریکا، کې به د نوی ولسمشر اوباما، په راتللو سره  ډېر زر د پوځی عملیاتو په بهیر کې  په افغانستان کې هوایی بمباری بنده شی، او دغه کار به په  افغانستان کې د سولی د تامین په هیله د اوباما، یو مثبت ګام وی، خو لیدل کیږی ،چی د افغانستان د خلکو او دولت په غوښتنه اوباما هم ممکن چې له سره غورو نه کړی. دا چی نن سبا اوباما په امریکا کې له خپلو پوځی قوماندانانو نه غوښتی دی چی له عراق څخه افغانستان ته د امریکایی پوځونو د لیږلو پلانونه جوړ کړی، نو د افغانستان خلک له زیاتو اندیښنو سره مخامخ دی. دا ځکه چی په افغانستان کې اوسنی دآمریکا،اوناټو ۷۰ زره کسیزه پوځی ځواک د افغانستان  د خلکو او دولت غوښتنې نه منی، نو نور اضافی ځواکونه به څه دافغانستان دخلکو اودولت غوښتنې ومنی، او بیابه هم د پخوا په څیر، په خپله خوښه پوځی عملیات پرمخ بیایی، بیا به هم په بې ګناه افغانانو، بمباری کوی اودبې ګناه خلکو مرګ ژوبله به وی   . نو په افغانستان کې ټول خلک د دفاع د وزارت له هغی طرحې نه ملاتړ کوی چی د ناټو، په وړاندی یی همدا اوس ایښې ده، اوله آمریګا نه یې هم ورته غوښتنه کړیده.
نن ورځ د امریکا نوی ولسمشر اوباما، او د ناټو عمومی منشی یا پ دې هوپ شیفر او په عراق او افغانستان کې د امریکایی پوځونو عمومی قوماندان دیوید پتروس ،په افغانستان کې د طالبانو د تروریزم پرخلاف جکړی په دوام ټینګار کوی ، او ددغه جګړی د دوام له پاره د امریکایی سر تېرو، د رالیږدولو ،پلانونه ترلاس لاندې نیسی .نو د افغانستان دولت او خلک  امریکا یی چارواکوته  داوایی چې لومړی خو، د تېر وخت دتجربې له مخې د پوځونو په زیاتوالی د طالبانو او ترویستانو، طاقت له منځه نه شی تللى. دوهم دا چې د ترویزم پرخلاف جګړی تکتیکونه باید بدل شی او د جګړی په بهیر کې په بشپړ ډول باید د افغانستان د دفاع د وزارت د طرحی عملی کول، په نظر کې ونیسی. او که چیرته د امریکا او ناټو مشران د خپلو ستراتیژیو، اود خپلو سلیقوی طرحو، له مخې په خپل سر په افغانستان کې د طالبانو او د ترویزم پرخلاف د جګړې د د وام پلانونه جوړوی اودافغانانو، له مشورې پرته اضافی سرتېری رالیږی. نو کېدلاى شی چې په راتلونکې کې  د داسی ناوړه حالت سره مخامخ شی چی اوس یې فکر هم نه کوی، او هغه د چا خبره بیا به وایی چی:  وروستى عقله ، کاشکې اول واى.

دکمه بازگشت به بالا